امریکايي ترهګري ادامه لري

نن شنبه په تيرو څو ورځو کې د درېيم ځل لپاره د پښتنو په قباييلي سيمو، د امريکايي بې پيلوټه الوتکو لخوا بريد تر سره شو.

په دغه بريد کې پر يوه ودانۍ دوه توغندي ويشتل شوي، چې په بشپړه توګه ويجاړه شوې.

د رېپوټونو له مخې په دغه پېښه کې څلور تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي.

تر اوسه د وژل شوو  هويت نه دی څرګند، چې ملکي خلک دي او که وسله وال مخالفين.

په روان کال کې په دې ډول بريدونو کې تر اوسه تر سلو زيات کسان وژل شوي.

که چېرې د امريکايي څارګرې ادارې رېپوټونو سم وای او په دومره کلونو کې وژل شوي کسان  ټول د دوی په اصطلاح ترهګر وای نو اوس بايد يو هم نه وای پاتې؛ له بده مرغه د دغه بريدونو زياتره قرباني عام پښتانه دي.

له همدې امله داسې يوه دولت ته، چې هره ورځ ملکي خلک وژني د يوه ترهګر دولت نوم ورکول  پر ځای خبره ده.

سپينتمان

دوړمې ورځې امریکايي ترور په لاندې ډول ترسره شوی و:

 نن بیابې پيلوټه الوتکو لس تنه ووژل

نن د دوهمې ورځې لپار په شمالي وزيرستان کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو لخوا بريدونه تر سره کيږي. د رويټرز خبري اژانس د رېپوټ پر بنسټ دغه بريد د شمالي وزيرستان د ميرعلي پر سيمه د توغندويو په واسطه تر سره شوی او لس تنه په کې وژل شوي دي.

بريد پر يوه ودانۍ شوې او تر اوسه دا څرګنده نه ده، چې وژل کسان ملکي خلک دي او که د امريکايانو  په اصطلاح  ترهګر دي.

تيره ورځ هم د امريکايي بې پيلوټه الوتکو لخوا په قباييلي سيمه کې بريد ترسره شو. دغه بريد د شمالي وزيرستان د داتا خيلو په سيمو کې تر سره شوی و، چې له امله يې د پنځو تنو د وژلو خبر ورکړل شوی.

 پاکستان په ظاهره د دې ډول بريدونو  مخالفت کوي خو تر اوسه يې عملي کوم ګام نه دی پورته کړی. د پاکستان حکومت د پښتنو د عام وژنې په دسيسه کې ﻻ تر اوسه هم له امريکا سره ګډ کار کوي.

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه