استرالیا له افغانستانه تر ټاکلي مهالوېش یو کال مخکې ځواکونه باسي


تاند(سې شنبه/اپریل۱۷) استرالیا نن وویل چې له افغانستانه به خپل ځواکونه تر ټاکلي وخت یو کال دمخه وباسي او اکثره به په ۲۰۱۳ کال کې د دې لپاره خپل هیواد ته ورولي چې په تېرو اتلس میاشتو کې د امنیت په برخه کې زیات پرمختګونه شوي دي.

استرالیا، چې د ناټو په تړون کې غړیتوب نه لري خو په افغانستان کې د ناټو او امریکا مهم موتلف ګڼل کېږي، بیا بیا ویلي چې تر ۲۰۱۴ کال پوري به له افغانستانه ځواکونه ونه باسي، خو د دغه هیواد صدراعظمې جولیا ګیلارد نن وویل، افغانان به اوس د خپل هیواد د امنیتي چارو د مسوولیت منلو ته تیار وي.

مېرمن ګیلارد به له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو مهالوېش راتلونکې میاشت په شیکاګو کې د ناټو سرمشریزې ته وړاندې کړي.

ټاکل شوې ده چې روانه اوونۍ د ناټو دفاع وزیران د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې، چې د ناټو مرکز دی، په خپله غونډه کې د خپلو ځواکونو د ایستلو او په دې برخه کې په خپل منځ کې د همږغۍ پر راوستلو خبرې وکړي.

مېرمن ګیلارد وویل:«زه اوس ډاډه یم چې شیکاګو(سرمشریزه) به د ۲۰۱۳ کال نیمايي د نړیوالې ستراتیژۍ د عطف د ټکي په توګه وګڼي.

یو داسي حساس ټکی چې نړیوال ځواکونه په ټول افغانستان کې حمایوي رول په غاړه واخیستلی شي.»

استرالیا په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۵۰ سرتېري لري چې په روزګان ولایت کې دېره دي او تراوسه پوري یې ۳۲ تنه وژل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې عملاً د روزګان امنیتي چارې د افغان ځواکونو په غاړه دي او دوی د استرالیايي پوځیانو د پام رول نه ویني.

مېرمن ګیلارد وویل، هرڅومره ژر چې حامد کرزی اعلان وکړي چې افغان امنیتي ځواکونه د روزګان د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه اخلي، هومره ژر به اکثره استرالیايي پوځیان له دې ولایته وباسي.

اټکل کېږي چې کرزی به په راتلونکو میاشتو کې اعلان وکړي.

 ده مخکې ویلي و چې له ۱۲ تر ۱۷ میاشتو پوري به د ټول افغانستان د امنیتي چارو د مسوولیتونو د انتقال اعلان وکړي.

افغان او د ایساف چارواکي وايي چې اوس د افغانستان د نیمايي نفوس د امنیتي چارو مسوولیت د افغان ځواکونو په غاړه دی.

د کابل د یکشنبې د ورځې د حملو په وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو چټک او فوري عکس العمل د ناټو او ايتلافي ځواکونو چارواکي د افغان ځواکونو وړتیا ته زیات هیله من کړي دي.

دوی تر دې مخکې د افغان ځواکونو پر وړتیا زیات شک کاوه.

د استرالیا صدراعظمې وویل، د کرزي له اعلانه وروسته به د دوی ځواکونه په افغانستان کې ګزمې نه کوي او نه به د جبهې په لومړیو کرښو کې جنګېږي، د استرالیا د ولایتي بیارغونې ډلې به هم خپل کار پای ته ورسوي.

دې دا هم وویل چې استرالیايي پوځیان به د افغان ځواکونو د روزنې او څارنې اوسنی پروګرام ودروي او د ځواکونو لوی اکثریت به خپل هیواد ته ستون شي.

مېرمن ګیلارد په عین حال کې وویل، له دې سره سره چې استرالیايي ځواکونه به خپل هیواد ته ستانه شوي وي خو له ۲۰۱۴ وروسته به هم استرالیايي روزونکي د افغان ملي امنیتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.

دې زیاته کړه:« موږ تیاري لرو چې محدود شمېر خاص ځواکونه مو د سم ماموریت او سمو شرایطو پراساس پاتې شي

استرالیا په ۲۰۰۱ کې افغانستان ته د لنډ وخت لپاره ځواکونه ولېږل خو بېرته یې وایستل.

دې هیواد په ۲۰۰۵ کال د دوهم ځل لپاره افغانستان ته سرتېري واستول.

له تاند څخه په مننه