په هېواد کې دننیوحملو تازه جزیات په لاندې ډول دي

له څرخي پله څخه رپوټونه وايي چې د پوليسو په وينا درې تنه بريد کونکي يوې څلور پوړيزې ودانۍ ته د ننه شوي دي، او دلته د آیسف مرکز دی او مخامخ ورته د ملي اردو مرکز دی. ويل کيږي تر اوسه يو د ملي امنيت کارکونکی ټپي شوی دی او څو موتره ويجاړ شوي دي. پوليس په دې اړه نور څه نه وايي ، تر اوسه په دې سيمه کې چاودنه نه ده شوې، خو وسله وال يوازې ډزې کوي هغه هم په خپلو هدفونو. رپوټونه وايي چې د نورو سيمو په پرتله په څرخي پله کې جګړه دوامداره ده او د درونو وسلو ډزې اوريدل کيږي. په ننګرهار کې د والي وياند وايي عبدالزی وايي چې په  دې ولايت کې يو بريد کونکی نيول شوی دی، جګړه لا هم روانه ده. ويل کيږي چې تر دې وړاندې په ننکرهار کې دوو ځانمرګو له چاوديدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړې. د زنبق په څلور لارې کې   امنيتي مسولينو د نوم د نه اخيستو په شرط ويلي دي چې په شيرپور کې شپږ تنه بريد کونکي يوې نيمه کاره ودانۍ ته ور د ننه شوي دي.

شیرپور کې څو راکټونه هم نوي نوي فير شوي دي. اوس اوس ډزې په تت ډول روانې دي، لارې تړلي دي. بلخوا له ولسي جرګې څخه رپوټونه وايی دلته لا هم ډزې روانې دي، په هغه ودانۍ کې چې ولسي جرګې ته څيرمه پکې بريد کونکي ځای پر ځای شوي دي د پښتني بانک نماينده ګي پکې وه.

د تازه خبر جزييات:

څو شیبې وړاندې د کابل په زړه کې  د زنبق له څلور لارې سره نيژدې او د ايران سفارت ته مخامخ د کابل سټار په نوم هوتل ته ځانمرګي بريد کونکي ننوتي دي او هرې خواته ډزې کوي. بلخوا ولسي جرګې ته مخامخ هم يوې نيمه کاره ودانۍ ته بريد کونکي ور د ننه شوي او د روسیې پر سفارت او ولسي جرګه شيندلې ډزې کوي، همدا ډول رپوټونه وايي چې په ننګرهار کې هم د ولايتي بيارغونې پر مرکز برید شوی دی، په لوګر او پکتیا کې هم د چاودنې رپوټونونه ورکول شوي دي.  د لوګر امنيتي مسولينو ويلي دي چې بريد کونکي په دې ولايت کې هم يوې ودانۍ ته د ننه شوي او هرې خواته ډزې کوي. د نورو جزییاتو لپاره له موږ سره پاتې شی.  

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي چې بريد جنايت کارانو کړی دی او دی هم په هيواد کې د څلور پيښو پخلی کوي، دی وايي چې په غزني او ننګرهار کې چاودنې شوي دي، همدا ډول دوه نورې هم په کابل. صديق صديقي د تلفاتو په اړه ويلي دي چې تر اوسه د تلفاتو په اړه څه نشته دي. تر دې دمه د دې بريد مسوليت چا پر غاړه نه دی اخیستی. صديقي ډاډ ورکړ چې ډير ژر به حالات کابو شي. بلخوا نا تيد شوي رپوټونه وايي چې په څرخي پله کې پر ملي اکاډمي هم برید شوی دی خو صديقي د دې بريد پخلی ونکړ. صديقي په لوګر کې هم د يوې پيښې پخلی وکړ او ويې ويل چې دا پيښه په یوه ودانۍ کې چې حکومتي ده دوه تنه ترهګر پکې  ور د ننه شوي دي. صديقي د پکتیا بريد هم تاييد کړی او ويې ويل چې دوه تنه ترهګر کوښښ کوي چې ځانونو ته انفجار ورکړي خو ويې ويل چې پوليسو کلابند کړي دي او بريد کونکي به هیڅ هم ونه شي کولای. مخکې طالبانو اعلان کړی و چې ډير ژر به دوی نوي عمليات اعلان کړي او دا عمليات به يې په نوي نوم وي.

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون وويل چې بريد يوه نيمه بجه د پکتيا پوهنتون ته مخامخ په يوه ودانۍ کې بريد کونکي ننوتي دي او ډزې کوي، دی وايي چې سيمه امنيتي ځواکونو کلابنده کړې. دی وايي پوليس کوښښ کوي چې چاته زيان وا نه وړي ځکه په دې ودانۍ کې محصلين هم ژوند کوي. ده د تلفاتو په اړه څه ونه ويل او يوازې دوه تنه ټپيان مني چې يو محصل او يو بزګر دی. دی د امنيتي ځواکونو د برلاسي ډاډ ورکوي. ده ډاډ ورکړ چې په سيمه کې ګڼه ګوڼه نشته.

سمون وايي چې تر اوسه د بريد په سيمه کې افغان ځواکونه برلاسي دي. بلخوا له لوګر څخه عيني شاهدان وايي چې په دې ولايت کې په هغه ودانۍ بريد شوی دی چې د دولتي چارواکو ناسته پکې روانه وه. ويل کيږي وسله والو په لوګر کې د کانونو رياست نيولی دی او پر ولايت، ملي امنيت باندې ډزې کوي.

د لوګر والي طاهرخان صبري هم د بريد پخلی کړی دی. او طالبانو هم د ټولو بريدونو مسوليت پر غاړه اخيستی دی.

د کابل او نورو ولایتونو د حملو شېبه په شېبه جزییات

 حمدالله ارین احمدزی

تاند(یکشنبه/اپریل۱۵)

جنرال جان الن د طالبانو د حملو په ځپلو کې د افغان ځواکونو اقدامات وستایل

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان په کابل کې د وسله والو طالبانو په وړاندې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ځوابي اقدامات وستایل.

جنرال جان الن په یوه اعلامیه کې وویل:«زه په دې خورا زیات ویاړم چې افغان امنیتي ځواکونو په کابل کې د نن ورځې حملو ته څومره ژر ځواب ووایه. فوراً صحنې ته راووتل، ځوابي عملیات یې په ښه ډول رهبري او همږغي کړل.»

د ناټو عمومي قومندان د افغان ځواکونو د اقداماتو په ستاینه کې همداراز ویلي دي:«دوی خپلې هلې ځلې یو لاس کړې، د خپلو ښاریانو له ساتنې سره یې مرسته وکړه او تر ډېره یې د یاغیانو مخه ونیوله.»

د جنرال الن په خبرپاڼه کې ویل شوي چې جګړې تر ماښام ناوخته پوري دوام کړی او ایساف ځواکونه له خپلو افغان همکارانو سره هر هغه وخت ملاتړ کوي چې هغوی ورته اړتیا ولري. د ناټو عمومي قومندان په عین حال کې ویلي، داسي ښکاري چې دا بریدونه د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیا او مسلکي تول ازموینه وه.

ده دا هم ویلي چې افغان ځواکونو د طالبانو پرضد د نن ورځې د حملو د ځپلو لپاره له ایساف څخه د مرستې غوښتنه ونه کړه. وروستي راپورونه وايي چې په وزیراکبرخان مېنه او دارلامان کې لا هم جګړه روانه ده. داسي ښکاري چې په دواړو سیمو کې لږشمېر طالبان لا ژوندي پاتي وي.

پاکستان د افغانستان پر نننیو حملو اندېښنه څرګنده کړه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر د کابل او د افغانستان د نورو سیمو د نن ورځې پر حملو د پاکستان ژوره اندېښنه ښکاره کړه.

دې وویل:«پاکستان ترهګري، که هغه په هر ډول او بڼه وي، په کلکه غندي او ورسره په یووخت د افغانستان د شخړې د حل کولو لپاره پر له پسې خبرې اترې تشویقوي.»

د پاکستان د (دي نیوز) ورځپاڼې د ویبپاڼې له راپور سره سم د دغه هیواد د باندنیو چارو وزیرې دا هم وویل چې پاکستان له خپلو ټولو افغان وروڼو او خویندو سره، چې د پر له پسې تشدد او په خپل هیواد کې د بې ثباتۍ له دوامه ځورېدلي دي، یووالی ښيي.

مېرمن کهر همداراز وویل چې د پاکستان د پارلمان هغه ښځینه غړې، چې کابل ته په سفر تللي دي، خوتدي دي او له کوم خطر سره مخامخ نه دي.

د افغانستان استخبارات وايي چې د افغانستان د نن ورځې همهالې حملې د حقانې شبکې تنظیم کړې وې چې د پاکستان په خاوره کې دېره ده. دې شبکې تر دې پخوا هم د افغان او لوېدیځو مقاماتو په وینا په کابل او نورو ښارونو کې دې ته دې ورته خو تر دې کمزورې حملې د پاکستان په خاوره کې تنظیم کړې وې.

د حملو په وجه کرزی خوندي ځای ته لاړ

د متحده عربي اماراتو د ۲۴« نیوز» د راپور له مخې په کابل ښار کې د نن ورځې له حملو سره په یووخت د افغانستان ولسمشر حامد کرزی خوندي ځای ته انتقال شو او په ارګ کې ټولې چارې په ټپه ودرول شوې.

د دې خبري چاینل د راپور پراساس، کله چې ډزې او چاودنې پیل شوې، ولسمشر حامد کرزي د ولسي جرګې له یوشمېر غړیو سره د بودجې په باب خبرې کولې.

فرانس پریس خبري اژانس هم د یوې سرچینې په قول، چې نوم یې نه دی اخیستی دا موضوع تاییدوی او وايي چې د حملو په وخت کرزي د ولسي جرګې له یوې ډلې سره خبرې کولې چې ډزې پیل شوې.

د دې حملو له کبله په ارګ کې ټول کارونه پرچاو شول.

ټاکل شوې وه چې د حزب اسلامي یو مرکچي پلاوی نن په ارګ کې له ولسمشر کرزي سره وویني  خو د بریدونو له امله نه یوازې د غیرت بهیر په مشرۍ له کرزي سره د حزب اسلامي د پلاوي کتنه لغوه شوه بللکې یو شمېر نورې کتنې او غونډې هم کنسل شوې.

د ګردېز په بريد کې د وسلوالو په ګډون ۲۶تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د پوليسو ۵۰۵ سپين غر زون قومنداني، امنيه قومنداني او د پوليسو روزنځای ته ورڅېرمه په يو کيلومتري کې وسلوال بريدګرو شپږ پوړيزې ودانۍ ته په ختو په يادو امنيتي ادارو بريدونه پيل کړل.

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون پکتيا پرېس کلب ته وويل چې په ياد بريد کې درې وسلوال بريدګر ځای پر ځای ووژل شول او د يو پوليس په ګډون ۱۱ تنه عام خلک ټپيان دي.

دی وايي چې نښته (۰۱:۳۰) بجه رامنځ ته شوه چې څلورساعته دوام يې وکړ.

نوموړی زياتوي چې په دغه نښته کې دوه محصلين،دوه مېرمنې،يو پوليس،درې ماشومان او دوه عام خلک دي.

سرچينه زياتوي چې په دغه جګړه کې د افغان ملي امنيتي ځواکونو سره په څنګ کې بهرنيو سرتېرو د هوايي ځواک په کارونې سربېره خپله هم برخه لرله.

خو د ګردېز ملکي ولايتي روغتون يو ډاکټر چې نه غواړي نوم يې خپور شي پکتيا پرېس کلب ته ويلي دي چې په دغه پېښه کې تر وروستۍ شېبې دوئ ته ۲۳ تنه ټپيان وروړل شوي دي.

د پکتیا د خبر تفصیل په جلا خبر کې ولولئ

طالبان لا هم په کابل کې مقاومت ته دوام ورکوي

ویل کېږي چې د کابل په مرکزي برخه کې څو تنه وسله وال طالبان لا هم په یوه نوې جوړه شوې ودانۍ کې مقاومت کوي.د پلچرخي له سیمې هم راپورونه وايي چې ځیني طالبان لا هم مقاومت کوي.

راپورونه وايي چې د جرمني سفارت ته نژدې پر یوه لوکس سوپرمارکیټ درې راکټونه لګېدلي دي.

طالبانو ویلي چې د دوی د حملې اصلي هدفونه د جرمني او بریتانیا سفارتونه او دغه راز په کابل کې د ناټو مرکزي قومنداني ول.

په همدې حال کې د دفاع وزارت ویندوی ظاهر عظیمي وايي چې په شمال کې پنځلس تنه ځانمرګي ژوندي نیول شوي دي. د عظیمي په وینا دغو کسانو هم غوښتل چې له کابل، لوګر، پکتیا او جلال اباد سره په یووخت په کندوز ولایت کې بریدونه وکړي.

راپورونه وايي چې په نورو ولایتونو کې هم یوشمېر ځانمرګي نیول شوي دي.

د الجزیرې تلویزیون د طالبانو د ویندوی ذبیح الله مجاهد له قوله ویلي چې کابل ته د ځانمرګو او درنو وسلو ننه ایستل اسانه کار دی ځکه چې په حکومت (امنیتي ځواکونو) کې شامل کسان ورسره مرسته کوي.

طالبانو ویلي چې دا بریدونه یې د پسرلنیو حملو پیلامه ده. ذبیح الله مجاهد ویلي چې ګڼ شمېر ځانوژونکي د نن ورځې په حملو کې برخه لري.

په کابل کې د الجزیرې خبریال وايي چې د ښار په دیپلوماتیکه سیمه، په تېره بیا د ملګروملتو د دفتر څنګ ته لا هم خال خال ډزې اورېدل کېږي.

یوې ډلې د کریم خلیلي د وژلو پلان درلود

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې اکثره حمله کوونکي وژل شوي دي.

د ملي امنیت د ریاست ویندوی لطف الله مشعل وویل، د ملي امنیت او ملي پولیسو ځواکونو لږ ترلږه دوه تنه په هغه ودانۍ کې ووژل چې د کابل سټار هوټل شا ته په یوه نیم کاره ودانۍ او عزیزي بانک کې یې مورچه نیولې وه. دوی له دې ودانۍ څخه د ایساف پر مرکزي قومندانۍ بریدونه کول.

شاهدانو وویل چې حمله کوونکي په یوه لنډکروز موټر کې، چې شیشې یې تورې وې، راغلل او د کابل سټار هوټل شاته نیم کاره ودانۍ ته ننوتل.

مشعل وايي وسله والو مخالفانو د دریو ډله ییزو حملو ترڅنګ، چې د ښار په بیلابیلو سیمو کې یې پلان کړې وې، د ولسمشر کرزي د دوهم مرستیال کریم خلیلي د وژلو هڅه هم وکړه خو هغه درې کسیزه ډله چې غوښتل یې پر کریم خلیلي ځانمرګی برید وکړي، ونیول شوه.

د ده په وینا په دې ډله کې دوه انتخارایان دي او دا کسان د حقاني شبکې غړي دي.

هند او ایټالیا وايي دیپلومات یې خوندي دي

په روم کې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له همهالو حملو څلور ساعته وروسته وویل چې په کابل کې د دوی دیپلوماتان او خوندي دي او سفارت یې هم له کوم خطر سره نه دی مخامخ.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په کابل کې له خپلو دیپلومالتانو سره له نژدې په تماس کې دی او اوضاع په ځیر څاري.

د هند د باندنیو چارو وزارت هم وږیلي چې په کابل کې د دوی ټول دیپلوماتان خوندي دي او دا وزارت له خپلد دیپلوناتانو سره له نژدې په تماس کې دی.

د هند د باندې چارو وزارت وايي چې نوی ډیلی د کابل حالات له نژدې څاري.

د کابل د حملو په اړه د کورنیو چارو وزارت تازه څرګندونې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، لومړني استخباراتي راپورونه ښيي چې د نن ورځې په تروریستي حملو کې د حقاني شبکه لاس لري چې په شمالي وزیرستان کې مرکزونه لري.

ویل کېږي چې د حقاني شبکه د پاکستان د آی ایس آی د خاصو کړیو له ملاتړه برخمنه ده.

له بلې خوا سي این این تلویزیون وویل چې حمله کوونکو طالبانو نن په کابل کې پر خورا ساتل شویو سیمو لکه سفارتونو، د ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) او دغه راز پر یوې هوايي اډې برید وکړ چې امریکايي پوځیان ترې کار اخلي.

ایساف وايي چې په کابل کې شاوخوا پر اوو سیمو بریدونه شوي دي. تراوسه نه ده څرګنده چې د طالبانو په حملې کې کوم سفارت لګېدلی او کنه دی خو د سفارتونو په شاوخوا کې ډزې اورېدل شوي دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وویل:« د کابل په دیپلوماتیکه ساحه کې بریدونه شوي. موږ د سفارت له کارکوونکو سره شېبه په شېبه تماس نیسو.»

ایساف وویل چې د تلفاتو په باب کره راپور نه لري.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي یوه سیمه ییز تلویزیون ته وویل:« کابل سټارهوټل ته څېرمه درې سخت دریځي ووژل شول، خو په یوه بله ودانۍ کې لا هم سخت دریځي نه دي ځپل شوي.»

په جلال اباد کې څلورو ځانمرګو هڅه وکړه چې د دغه ښار پر هوايي ډګر حمله وکړي خو د دغه هوايي ډګر د قومندان په وینا یوه ځانمرګي ځان والوزاوه خو پولیسو درې نور ژوندي ونیول.

د ولسي جرګې غړیو هم د طالبانو پرضد په جګړه کې برخه واخیسته

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د ولسي جرګې غړیو د وسله والو طالبانو د حملې په وړاندې وسله په لاس کې واخیسته او له امنیتي ځواکونو سره څنګ په څنګ یې پر حمله کوونکو ډزې وکړې.

په ولسي جرګه کې د کندهار یوه وکیل محمد نعیم لالي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«زما په ګډون ځینو وکیلاتو او زما باډي ګارډانو له طالبانو سره په جنګ کې برخه واخیسته.»

امیرلالي وویل چې سخت دریځو د ملي شورا د ودانۍ مخامخ یوه شپږ پوړیزه ودانۍ نیولې وه او په داسي حال کې یې پر د شورا پر ودانۍ ډزې پیل کړې چې د ولسي جرګې غونډه روانه وه.

ده زیاته کړه، دوی (طالبانو) زموږ له مقاومته وروستهپر ولسي جرګې ډزې ودرولې او د خپلو وسلو مخه یې د ولسمشر د دوهم مرستیال کریم خلیلي د کور خوا ته واړوله.

د کابل د دوو سیمو حملې تقریباً ځپل شوي

له کابله وروستی راپور وايي چې د ښار په مرکزي برخه کې د طالبانو حمله تقریباً ځپل شوې خو بیا هم خال خال ډزې روانې دي.

د کابل له ختیځه رارسېدلي راپورونه ښيي چې د پلچرخي په سیمه کې زوروره جګړه دوام لري او داسي ښکاري چې د حملې هدف حربي پوهنتون وي.

د ښار له جنوب لوېدیځ څخه راپورونه وايي چې د دارلامان په سیمه کې طالبان ځپل شوي دي او اسو هلته ډزې نه اورېدل کېږي.

مخکې ویل شوي و چې طالبانو د دارلامان پخوانۍ ماڼۍ ته نژدې یوه ودانۍ نیولې او له هغه ځایه د ملي شورا پر ودانۍ ډزې کوي.

د کابل په زړه کې د بریتانیا او جرمني د سفارتونو او د ایساف د قومندانۍ په شاوخوا کې لا هم تیت پرک ډزې اورېدل کېږي خو عملاً داسي ښکاري چې د حمله کوونکو زور ختلی وي.څرګنده نه ده چې په دې حملو کې څومره وسله والو طالبانو برخه لرله او په نتیجه کې یې څومره د سر ومال زیانونه اوښتي دي.

ګومان کېږي چې دا ځل به له امریکا سره اروپايي اتحادیه او جرمني هم د دغو حملو په خاطر د پاکستان پرخلاف په فشار راوړلو کې ملګري شي ځکه چې دا ځل د بریتانیا او د اروپايي اتحادیې تر ټولو د لوی هیواد جرمني سفارتونه په نښه شوي دي. 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پر ترکي ځواکونو حمله رد کړه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د ترک ځواکونو پر اډې د طالبانو د حملې په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل.

یو ساعت مخکې د ترکیې حریت ورځپاڼې د اسوشیتید پریس خبري اژانس د خبریال له قوله ویلي و چې په کابل کې د ترکیې د پوځیانو پر اډې او تاسیساتو د وسله والو طالبانو حملې روانې دي.

خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په انقره کې په یوه خبرپاڼه کط اعلان وکړ چې نه په کابل کې د دوی پرسفارت برید شوی او نه هم د ترکي ځواکونو پر اډې.

د حریت ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي و چې د کابل په لمنه کې د ترکي ځواکونو پر اډې د طالبانو له لوري ډزې کېږي او په اډه کې ترک او یوناني ځواکونه په درنو وسلو او ماشنګڼو ځواب ورکوي.

د کابل ښار په درو سیمو کې حملې، لا هم دوام لري او د کورنیو چارو وزارت ویندوی وايي چې حمله کوونکي د امنیتي ځواکونو له خوا کلابند شوي دي.

د ننګرهار د حملو وروستي مالومات

د جلال اباد ښار په ختیځه لمنه کې نن ماسيښین دوې بجې د پخواني قول اردو په ودانۍ کې دننه برید شوی دی.

په دې ودانۍ کې اوس د ۲۰۱ سیلاب قول اردو یوه لوا ځای پرځای ده او ترڅنګ یې د امریکا په مشرۍ د ولایتي بیارغونې ډله پي. ار. ټي موقعیت لري.

تراوسه پوري څرګنده نه ده چې دې ودانۍ ته څومره ځانمرګي ننوتي او دقیقاً کوې سیمې په نښه کوي.د ننګرهار د حملې په اړه وروستی راپور وايي چې دوه ځانمرګي ژوندي نیول شوي خو دوو نورو ځانونه الوزولي دي.

د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزي وویل نه یوازې د پي. ار. ټي په شاوخوا کې بلکې د ننګرهار د هوايي ډګر په جنوبي څنډو کې هم ځانمرګو بریدونو کړیدي.

د ننګرهار د والي ویندوی ادعا وکړه چې امنیتي ځواکونو یو تن ځانمرګی ژوندی نیولی او نور هم د ځپلو په حال کې دي. ده د تلفاتو په اړه بې خبري څرګنده کړه. 

د لوګر د حملې وروستي جزییات

د لوګر د امنیې قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني وویل چې د دې ولایت په مرکز پل علم ښارکې یوشمیر وسله وال مخالفان دریو ودانیو ته ختلي او پر امنیتي ځواکونو ډزې کوي.

د روغ لېوني په وینا حمله کوونکي په یوه ودانۍ کې د امنیتي ځواکونو له خوا کلا بند شوي دي.

عیني شاهدان وایي چې وسله وال مخالفان په پل علم ښار کې د کانونو ریاست ودانۍ ته ننوتي او له هغه ځایه د ایتلافي ځواکونو پرمرکز، د ولایت پرمقام، د ملي امنیت پر ادارې او نورو دولتي ادارو ډزې کوي.

د امریکا سفارت وايي هیڅ کارکوونکي ته یې زیان نه دی اوښتی

د کابل په نننیو حملو کې د امریکا د سفارت شاوخوا سیمې لګېدلي خو د متحدو ایالتونو سفارت وايي چې په دې بریدونو کې د دوی کوم کارکوونکی نه دی ژوبل شوی.

د امریکا سفارت د موبایل ټېلفون له لارې په یوه پیغام(ایس ایم ایس) کې لوېدیځو خبري اژانسونو ته وویل:«د امریکا سفارت ته څېرمه حملې دوام لري. خو د دوی کوم کارکوونکي ته زیان نه دی اوښتی.

د امریکا سفارت ویلي چې د سفارت ودانۍ یې بنده کړې او خپل ټول کارکوونکي یې خوندي پناهځای ته لېږدولي دي.

راپورونه وايي چې نورو سفارتونو او موسسو هم خپل کارکوونکي د راکټونو د لګېدو د خطر په خاطر ترمځکې لاندې جوړو کړیو پناهځایونو ته وړي دي.

د حملو په اړه د طلوع نیوز تصویري راپور:

د نننیو حملو په اړه طالبان څه وايي؟

د طالبانو یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد د تاند په شمول رسنیو ته په استولي برېښنالیک کې ویلي چې نن دوی د کابل په شمول په ګڼو ولایتونو کې ځانمرګي بریدونه پیل کړي.

مجاهد لیکلي:« نن يوه بجه او پنځلس دقېقې دهيواد مرکز کابل ،پهمختلفو سيمو لکه ، دآيساف قومندانۍ ،دبريتانې او جرمني سفارتونه، او دپارلمان ودانۍ ،سټارهوټل ،سرينا هوټل اوددارالامان ودانۍ باندې ګڼ فدايي بريدونه جريان لري، دغه راز د ننګرهار ولايت په امريکايي پي آرټي،او هوايې ډګر باندي  سخت فدايي بريدونه روان دي، همداشان دلوګر ولايت  په پي آرټي، امنيه قومندانۍ او نورو دولتي تأسيساتوګن فدايي بريدونه پيل شوي دي او هم دپکتيا ولايت په مرکز ګرديز کې دپوليسو د زون قومنداني ، امنيه قومنداي  هوايي دګر او نور دولتي تأسيساتو باندې ګڼ فدايي بريدونه جر يان لري ، په ټولو برخو کې په لسهاوو فدايي مجاهدونو له خپلو سپکواو درنو وسلو لکه فدايي واسکټونه ،راکيټ ،پيکا او لاسې بمونو سره خپلو اهدافوته رسيدلي او دري ساعته کيږې چې په دښمن باندې خپلو پرلپسې بريدونوته دوام ورکوي ،دابتدايي معلوماتو په بنسټ تراوسه پورې  ګڼ بهرني او کورني عسکر او پوليس وژل شوي او ټپيان شوي دي  په دې اړه به نور معلومات ورسته خپاره شې .»

د بریتانیا سفارت ته څېرمه جګړه روانه ده

د بریتانیا آی ټي وي نیوز تلویزیون وویل چې په کابل کې د بریتانیا سفارت ته څېرمه د وسله والو حمله لا هم دوام لري.

رویټرز خبري اژانس بیا وايي چې سخت دریځو د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ ترڅنګ یوه څلور منزله ودانۍ نیولې او له هماغه ځایه پر امنیه قومندانۍ او د ګردېز ښار پر نورو سیمو ډزې کوي.

رویټرز وايي چې د ناټو ځواکونو هیلي کوپترې پر ودانۍ ډزې کوي.

د کابل د حملو په اړه د ناټو غبرګون

د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونو وویل چې نن وسله والو مخالفانو د کابل ښار په اوو سیمو کې په درنو او سپکو وسلو حملې کړي دي.

د ایساف ویندوی د ټویټر له لارې ویلي چې تراوسه پوري د دغو حملو په نتیجه کې د مرګ ژوبلو په اړه مالومات نه لري.

ده همداراز ویلي چې ایساف او د افغانستان امنیتي ځواکونه حمله کوونکو ته هماغسي ځواب وايي چې ورته اړتیا ده. 

د ترکیې پر پوځي اډې هم برید شوی

د ترکیې حریت ورځپاڼې د اسوشیتید پریس د خبریال له قوله راپور وکړ چې په کابل کې د ترکي پوځیانو پر اډه هم برید شوی او دا شېبه یې تاسیسات تر برید لاندې دي.

په خبر کې ویل شوي چې د ترکي ځواکونو پراډې د هاوان او راکټ ګولۍ ویشتل کېږي.

حریت ورځپاڼه وايي چې ترک او یوناني ځواکونو په درنو وسلو او ماشینګڼو مقابل لور ته ځواب وايي.

حریت وايي چې د وسله والو طالبانو د حقاني ډلې ویندوی ذبیح الله مجاهد د دې حملو مسوولیت په غاړه اخیستی.

ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام یا ایس ایم ایس کې ویلي چې د دوی یوشمېر ځانوژونکو په کابل کې د ناټو پر مرکزي قومندانۍ، ملي شورا او یوشمېر دیپلوماتیکو مرکزونو او استوګنځایونو بریدونه کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ۴ حملې تایید کړې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویندوی تایید کړه چې د وسله والو سخت دریځو له لوري څلور حملې شوي. د ده په وینا دوې په کابل کې شوي خو دوې نورې په ننګرهار او لوګر کې شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې تاند له پکتیا او خوست څخه هم د حملو راپورونه ترلاسه کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی د دغو حملو نور جزییات ورنه کړل.

د کابل په زړه کې ۱۲ چاودنې وشوې

د کابل ښار د مرکزي برخې په سیمو سیمو کې لږترلږه ۸ چاودنې وشوې او داسي ښکاري چې د دولت وسله والو مخالفانو د ښار پر خورا خوندي دیپلوماتیکه سیمه هماهنګې حملې پیل کړي وي.

د وزیراکبرخان مېنې له مختلفو سیمو څخه د ډزو اوازونه اورېدل کېږي. په دې ښار کې د بریتانیا د سفارت د خطر ږغ پورته شوی.

د جرمني د سفارت له څتګه هم د لوګي لوخړې اسمان ته پورته شوي او د راکټونو ګولیو شاوخوا ودانۍ لړوزولي دي.

د تاند له مالوماتو سره سم به وزیراکبرخان سره په یووخت په دارلامان کې هم حمله پیل شوې او وروستی خبر وايي چې پر حربي پوهنتون هم شدیده حمله شروع شوې ده.

له دې سره په یووخت ناتایید شوي راپورونه وايي چې په ګردېز، جلال اباد او خوست کې هم دې ته ورته بریدونه روان دي.

دا شېبه د ښار په مختلفو سیمو راکټونه لګېږي

رویټرز خبري اژانس وايي چې یو راکټ پر هغه ودانۍ لګېدلی چې بریتانوي دیپلوماتان پکې اوسي. له ودانۍ لوخړې پورته کېږي خو د بریتانیا سفارت د احتمالي مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه څه ویلو ته نه حاضرېږي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي تاند ته وویل چې د زنبق په څلور لارې کې څلور چاودنې وشوې او ورپسې ډزې پیل شوې. د ده په وینا ټولې لارې بندې دي.

خبري اژانسونه وايي چې په ښار کې ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه ځای پرځای شوي.

د کابل ښار یوه بل اوسېدونکي تاند ته وویل چې د زنبق په څلور لارې کې کابل سټار هوټل ته ځانمرګي ننوتل او هرې خوا ته ډزې کوي.

همداراز ولسي جرګې ته نژدې یوې نیم کاره ودانۍ ته ځانوژونکي ننوتي او له هغه ځایه پر ملي شورا او د روسیې پرسفارت ډزې کوي.

په ننګرهار کې د ولایتي بیارغونې پر مرکز برید شوی، په لوګر او پکتیا کې چاودنې شوي او د لوګرامنیتي مسوولین وايي چې بریدکوونکي د دې ولایت یوې ودانۍ ته ننوتي او هرې خوا ته ډزې کوي.

راپورونه وايي چې د کابل په مرکزي برخه کې وسله وال حمله کوونکي، د یوې لوړې ودانۍ سرته ختلي او هر لور ته د راکټونو ګولۍ وروي. د اکثرو ودانیو شیشې ماتې شوي او له ډېرو لوخړې او لوګي پورته کېږي.

د نن ورځ د حملو په اړه محمد الله ارین احمدزی رالېږلي مالومات

څو شیبې وړاندې د کابل په زړه کې  د زنبق له څلور لارې سره نيژدې او د ايران سفارت ته مخامخ د کابل سټار په نوم هوتل ته ځانمرګي بريد کونکي ننوتي دي او هرې خواته ډزې کوي. بلخوا ولسي جرګې ته مخامخ هم يوې نيمه کاره ودانۍ ته بريد کونکي ور د ننه شوي او د روسیې پر سفارت او ولسي جرګه شيندلې ډزې کوي، همدا ډول رپوټونه وايي چې په ننګرهار کې هم د ولايتي بيارغونې پر مرکز برید شوی دی، په لوګر او پکتیا کې هم د چاودنې رپوټونونه ورکول شوي دي.  د لوګر امنيتي مسولينو ويلي دي چې بريد کونکي په دې ولايت کې هم يوې ودانۍ ته د ننه شوي او هرې خواته ډزې کوي. د نورو جزییاتو لپاره له موږ سره پاتې شی.  

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي چې بريد جنايت کارانو کړی دی او دی هم په هيواد کې د څلور پيښو پخلی کوي، دی وايي چې په غزني او ننګرهار کې چاودنې شوي دي، همدا ډول دوه نورې هم په کابل. صديق صديقي د تلفاتو په اړه ويلي دي چې تر اوسه د تلفاتو په اړه څه نشته دي. تر دې دمه د دې بريد مسوليت چا پر غاړه نه دی اخیستی. صديقي ډاډ ورکړ چې ډير ژر به حالات کابو شي. بلخوا نا تيد شوي رپوټونه وايي چې په څرخي پله کې پر ملي اکاډمي هم برید شوی دی خو صديقي د دې بريد پخلی ونکړ. صديقي په لوګر کې هم د يوې پيښې پخلی وکړ او ويې ويل چې دا پيښه په یوه ودانۍ کې چې حکومتي ده دوه تنه ترهګر پکې  ور د ننه شوي دي. صديقي د پکتیا بريد هم تاييد کړی او ويې ويل چې دوه تنه ترهګر کوښښ کوي چې ځانونو ته انفجار ورکړي خو ويې ويل چې پوليسو کلابند کړي دي او بريد کونکي به هیڅ هم ونه شي کولای. مخکې طالبانو اعلان کړی و چې ډير ژر به دوی نوي عمليات اعلان کړي او دا عمليات به يې په نوي نوم وي.

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون وويل چې بريد يوه نيمه بجه د پکتيا پوهنتون ته مخامخ په يوه ودانۍ کې بريد کونکي ننوتي دي او ډزې کوي، دی وايي چې سيمه امنيتي ځواکونو کلابنده کړې. دی وايي پوليس کوښښ کوي چې چاته زيان وا نه وړي ځکه په دې ودانۍ کې محصلين هم ژوند کوي. ده د تلفاتو په اړه څه ونه ويل او يوازې دوه تنه ټپيان مني چې يو محصل او يو بزګر دی. دی د امنيتي ځواکونو د برلاسي ډاډ ورکوي. ده ډاډ ورکړ چې په سيمه کې ګڼه ګوڼه نشته.

سمون وايي چې تر اوسه د بريد په سيمه کې افغان ځواکونه برلاسي دي. بلخوا له لوګر څخه عيني شاهدان وايي چې په دې ولايت کې په هغه ودانۍ بريد شوی دی چې د دولتي چارواکو ناسته پکې روانه وه. ويل کيږي وسله والو په لوګر کې د کانونو رياست نيولی دی او پر ولايت، ملي امنيت باندې ډزې کوي.

له روهي او تاند ویبپانو څخه څخه په مننه