انا لِله وانا الِیه راجعون وطنه !!

ګرانو وطن والو د افغان غمیزه پای نلري د کندوزد ارچي وینې لا وچې نه وی چی د کابل دشت برچي کی افغانان بیا په وینو کی ورغړیدل ، یا ربه نور نو د وطن د مور د سترګو اوښکې وچې شوې ، ژبه یی په خولې کی وچه شوي، په قلم کی رنګونه خلاص شول او د زړه شیشه یی ماته شوه نن چې تنکي تنکي بچیان یی د مزدورو افغانانو په لاس د اغیار په اشاره په وینو کی لکه سره ګل ګلاب ورغړیدل پرون په کابل هغه بل پرون په کندوزاو ننګرهار کی او همداسی په هلمند او ، قندهار کی خونړي، وحشت ناکه او بی رحمه بریدونه چې د هیواد او اسلام د دوښمنانو له لوري و شول لوی لامل او عاملین یی د تیرو څلورو لسیزی جګړی عاملین د پرون کمونیستان او د نن د جهاد، قوم او مذهب په نامه ټیکه داران او د امریکا، انګلیس، روس، ایران او پاکستان جاسوسان دی. دوی هغه کسان دی چی د اسلام، شریعت ، جهاد او مقاومت له ترمینالوژي څخه سوءاستفاده کوي ، اوتر اساسی قانون او ددی وطن ترملی ګټو خپل ځانونه لوړ بولی ، او دا هم ددوی د نفاق، کبر، خود خواهی او پردوته د جاسوسي نتیجه ده چي هره ورځ مو د بی ګناه وطن والو وینې بهیږي .
ای افغان، مسلمان او د پردیو د جګړی قرباني غیور ملته! ددغه ټولو خاینانو په مقابل کی هغه چی په هر قوم پوری مربوط دی ملی قیام ته اړتیا او ضرورت دی، نور مو د صبرکاسه لبریزه شوي ده تر کله به روڼ اندیو او لوستي افغانان په ګردي میزو ، مطبوعاتي مصاحبو ، اخباري او دیجتلي مقالو کی اوبه تر پلاله لاندی تیره وي اوس خبره د شف شف څخه تیره ده دا انتحاري، خرمرګي اود ملي اردو په نامه د بمباري قومنده ورکونکي او پلي کونکي خو هره ورځ مو د وطنوالو ژوند اخلي تر کله به احساساتي نظریات وړاندی کوو د ع او غ استعفا د شل او شوټ استعفا د لنډه غر او لیوني استعفا ډیرمو مستعفي ، برطرف او استیضاح کړل خو حالات ورځ تر بلی خراب شول ملایانو مو پر منبر وعظ د یوم البدتر کړي خو دا ایت یي ندي لوستي چی الله تبارک تعالی فرمايي چی زه به د یوه قوم حالت ته تر هغه تغیر ورنکړم تر هغی چی دوي خپلو نفسو کی تغیر رانوړي . مشهوره معقوله ده ته حرکت وکړه چی خداي ج برکت درکړي موږ ناست یو خوله مو اسمان ته نیولي نارې وهو اي اس اي اي اس اي . که په پاکستان مو زور بر ندي دا حلقه بګوشان خو يي په دار کړي. ټول په یوه خوله وايي کورخرابي ترهګران او بمونه په تورو شیشو لنډکروزرو کی انتقالیږي خو د حکومت ، میډیا ، سیاسي او نظامي کارپوهانو او خارجي دوستانوپه خولو مهر د سکوت اښودل شوي دور افتاده په ماتو او ګونګو خولو په عاجزي او لفافه کی وايي" از درون حمایت میشن" ،او حمایه ګر سپین سترګي بیا سم له ویرجنو افغانانو سره نارې سورې کا او د خپلو جنایاتو پړه پخپلو سیاسي حریفانو اچوي او د ضعیف حکومت څخه د نورو امتیازاتو د حصول لارې چارې سنجوي لکه لومپن او غرتن امرالله صالح وروسته له هری خونړي حادثی د امنیت ملي مسوولین پردیو ته په جاسوسي متهم کوي حال دا چی دغه بیسواده مادرزاد جاسوس خپله د هغه منفورې او وطن پلوری ډلګي غړي دي چی عامل د اکثریتو بدبختیو همدوي دي .
د دغه ټولو خونړيو پيښو عاملین کی طالبان دي او که په نظام کی د ننه پنځم ستون دي له خپلو بهرنیو بادارانو د افغان وژنې دساتیر اخلي او هغه وخت افغانان په وینو لمبوي چی د سولی بڅرکي ولګي د دښتې ارچي پيښی هم د نظام د ننه څخه پنځم ستون په داسی وخت کی ترسره کړه چی د تاشکند د سولې مذکراتو روان وو ، د عربستان سعودي د ولیعهد محمد بن سلیمان چی طالبان به سولې ته وهڅوي همداراز د دیورند د منحوسې کرښې دواړو خواته ولسي پرلتونه ملت ته د سولې یو امید پیدا کړ خو د سولې دښمنانو دا هم را باندی پیرزو نکړ.
جناب ولسمشر حقیقت یاب تیم موئظف کړي خو پایلې به د تیر په څیر وي او عاملین بیا هم معلومدار دي چې څوک دي. اوس به د ډبل عبدالله د تیم عملکردونو ستاسو سره شریک کړم :
د کورنیو چارو وزیر برمک اظهاراتو ته چی ویل وو عاملین پیژني خو د امنیتي ملحوظاتو په اساس یي نشي افشا کولي، عجب خندني دلیل ، جناب وزیر صاحب ! کوم امنیت تنها د صدارت د څلورلارې شهیدان تر سلو تنو اوښتي پنځلس درجنه ټپیان نور ملک به پریږدو ، حقیقت خو دادي چی جناب یا شریک دي په جنایاتو کی او یا هم مرسته کونکي د ترهګرو ، ددغه المناکو حوادثو عاملین تر شا شورای نظاريان او جمعیتيان دي دا دغه منفوری ډلګي خونبارترین دسایس دي د افغان ملت او حاکميت پرضد.
طالبان او داعشیان په پنجشیر کی په سلاح او منفلقه موادو سمبال کیږي بیا د عملیاتو لپاره په توروشیشوضد مرمیو کروزینو کی حمل کیږي. راشي د کانتینیتل هوتل تروریستي حملې په غور چان کړي . دري اوني مخکی له واقعی د کورنیوچارو د وزیر ویس احمد برمک په آمر د کانتینینتل هوتل امنیت له دولتي پولیسو د کابل بلخ خصوصي امنیتي کمپني ته ورکول کیږي حال دا چی دولت ډیر پخوا د خصوصي امنیتي کمپنيو فعالیتونه غیر مجاز اعلان کړي وو تر څو غیر مسوول وسله وال کنترول شي اوس سوال دا دي چی ولی وزیر صاحب د حکومت د پالیسي خلاف دا کار کړي ؟ او بل دا چی کابل بلخ کمپني د چا ده ؟
د کابل بلخ امنیتي کمپني (انتحاري کمپني) مالک محمد سعید رحیمي د بلخ د مستعفي والي عطا نور او د کمال نبي زاده د تجارت شریک دي د پنجشیر ولایت دي او په بابه سعید مشهور دي ، شواهد او قراین چی له مختلفو منابعو په شمول د هوتل د سکیورتي کمرو راټول شوي دي دا په ډاګه کوي چی د محمد سعید رحیمي د کمپني کسانو حمله کونکي د هوتل پخلنځي ته داخل کړي او همداراز يي دومره مهمات ورکړي وو چی ټوله شپه یی جګړه وکړه اوس نو لکه لمر داسی روښانه ده چی حمله کونکیو د کابل بلخ د خصوصي کمپني له همکاري پرته دا کار نشو کولي خو لوي څارنوال صاحب صرف د جرم شریکان ممنوع الخروج اعلان کړل ، خو نور نو په سرو سترګو ګرځي ، د صدارت د څلور لارې بم چی د ١٠٣ تنو بیګناه افغانانو ژوند واخیست او ١٥ درجنه یی ټپیان کړل بیا هم د عبدالله د تیم وزیران پکی په شکل د اشکالو مظنون دي امبولانسونه د عامی روغتیا د وزارت دي وزیر یی داکتر فیروز دي د عبدالله د تیم دي د کورنیو چارو وزیر اینجنیر ویس برمک اول درجه مسوول د امنیت شمیرل کیږي بیا هم د لنده غرو قلدریانو د تیم دي ، د شش درک د بمي چاودنی مسئولین د میرویس یاسیني په لندکروزرو کی کابل ته انتقال شوي وو چی د شوراي نظار غړي دي دا هغه منفوره ډله ده چی دا ملک يي ١٨ کاله د خارجي بادارانو په زور غصب کړي د دغه ټولو ناکامیو با وجود، د دی په عوض چی شرم وکړي کار اهل کار ته پریږدي لا یي دوې پښې په یوه موزه کی ننه ایستي اضافي وزارتخانې ، سفارتونه او ولایتونه غواړي .
عجایب سیاسیون لرو، ملت په وینو کی رغړي احدي صاحب اجماع ملي او بیړني انتخابات غواړي پدی چی دوه سري حکومت د امنیت په راوستلوکی ناکام دي ، کرزي لکه زوړ لیوه د لمانو خوبونه ویني لويه جرګی راغواړي ګوندې یو چک چکي یی بیا په جرګه غږ وکړي چی کرزي د بیا د موقت حکومت مشر شي همداسی ثم په ثم نور سیاسیون . په نورو ملکو کی پداسی زړه بوږنونکیو واقعاتو کی مخالف احزاب ، ملت او میدیا د قربانیانو او خپلوانوسره ځانونه غمشریک بولي او د خپل حکومت او ولسمشر تر څنګ دریږي خو په افغانستان کی بیا لوړ پوړي امنیتي مسوولین پکی په شکل د اشکالو ملوث وي او مخالف سیاسیون د خپل حریف د ټکولولپاره همداسی یوه موقعی ته ګوري او میدیا خاصتاً ایراني مشربه رسنی په سر کی یی طلوع تلویزیون د دی په عوض چی د ملت په زخمونو ملهم کیږدي بر خلاف داسی جنجال برانګیزه موضوعات چی ملت ورباندی سخت کړیږي لکه د تابعیت او هویت مسئله د یو څو تنو زر خرید او ملي خاینانو له خولو شاربي .
وایي "پکه دا د بله سپکه" د کورنیو چارو وزیر او ریس امنیت ملي د اسنادو سره پاکستان ته ورغلل چی ثبوت کړي اي اس اي په دغه حملو کی لاس لري او په ډیر افتخار بیرته کابل ته ستانه شول چی لا اقل دا ځل پاکستان منلي چی ترهګر د دوي له خاورې کار اخلي اوس سوال دا دي که پاکستان او ایران د ترهګرو د تعلیم ، تجهیز او تمویل مسوولیت نه مني نو دا خانه خرابي ترهګر خو ملخان ندي چې په هوا د دوی له قلمرو څخه را الوزي . د کابل چارواکو ته پکار وه چی د پاکستان سفیر یي وزارت خارجې ته احضار کړي وي او د ترهګرو د پاکستاني مرستندویانو نومونه یي ورکړي وي او د محاکمې لپاره يي کابل ته راغوښتي وي او اسناد باید د ملل متحد د امنیت شورا ، د امریکا حکومت او ناتو ته ورکړل شوي نه پاکستان ته، پاکستان خو خپله پوهیږي چې چا او په څه ډول دغه خونړي حوادث رانمنځ ته کړل . د پاکستاني ارتباطیانو محاکمه که څه هم اسانه کار ندي خو حد اقل د فشار د وسیله په توګه د افغانستان حکومت ور څخه کار اخیستي شي .
ولی پاکستان او په مجموع کی ایران او روس د افغانستان مسلح مخالفین شدیدو تروریستي حملو ته هڅوي او همداراز د نظام د ننه پنځم ستون يي قانون شکني او هرج و مرج ته هڅولي ؟ او هم یی په دشت ارچي کی بیګناه د قرانکریم حافظان شهیدان اوزخمیان کړل ؟ او اوس یی په دشت برچي په کی په وینو ولمبول.
ځواب او دلایل کیدي شي دا وي :
په بهرنی سیاست کی ولسمشر غني په لومړي ځل وتوانیدا چی په سیمه کې ګډ ګواښونه او ګډې ګټې سره مشترکې کړې دا په بهرني سیاست کې یو لوی او بریالی بدلون وه چې اوس په سیمه کې هر بدلون او تحول د افغانستان سره په همغږۍ رامنځ ته کېږي.
په دې معنی چې افغانستان خپله په سیمه کې د یو مهم لوبغاړي په توګه کار کوي چې د پاکستان ، ایران ،چین او نورو هېوادونو د شومو اهدافو لپاره یې کار سخت کړی دی.
په کندوز، کابل ، ننګرهار او د قندهار په عینو مینې کې وروستي خونړي بریدونه د څو اړخونو مهم دي؟
لومړی : کله چې د افغانستان او سیمې په تړاو د امریکا او غرب تګلارې بدلې شوي او پاکستان داځل په کې د کلک فشار لاندې نیول شوی اسلام اباد غواړي د فشار د کمولو لپاره په افغانستان کې د خپلو منطقوي همکارانو په مرسته لکه روسیه او ایران خپله نیابتي جګړه د امریکا ، هندوستان او ناتو پر ضد نوي پړاو ته داخله کړي او د همدې لپاره يي خونړیو بریدونو ته زور ورکړي .
افغانستان وروسته له ډیرو هلوځلو پدی قادر شو چی د پاکستان دورانکاریو خلاف د ملل متحد د امنیت شورا ته شکایت وړاندی کړي او له ۷ کلونو وروسته کابل ته د امنیت شورا پلاوي سفر وکړ دا پاکستان ته په سیاسي لحاظ د زغم وړ نه دي ، ځکه چې نړۍ د پاکستان په لوبو اوس ډېره ښه پوه شوې ده.
پاکستان له دې زیاته وېره لري چې په افغانستان کې د دوی د لاس وهنې د شواهد په اساس ممکن د امنیت شورا ورباندی ځینی تعذیرات وضع کړي.نو ځکه د پلاوي له تګ دوه درې ورځې وروسته په انټر کانټینینټل هوټل وسلوال برید و شو .
دې کانتینینتل د خونړي برید څخه یوه اونۍ وروسته د صدارت څلور لاره کې موټر بم برید وشو هغه هم په یوه ډیپلوماتیکه سیمه کې چېرته چې اروپایي اتحادې دفتر هم دی، اوورپسی بیا د مشهور جنګسالار فهیم په نامه په نظامي اکادمي خونړي حمله وشوه ، لدې لږ موده وړاندې د روسیه وزیر خارجې په واضیحو الفاظو کې له امریکا او افغانستان و غوښتل چې له طالبانو سره خبرو ته چمتو شي .همدا راز په کابل کې د سولې شورا هم د حکومت او طالبانو تر نمنځ د میانجیګري اماده ګي اعلان کړه او په ورته وخت کې د حزب اسلامي او طالبانو استازو په ترکیه کې سره وکتل خو دفعتا ً په درماتیک شکل د سولی امیدونه د جګړو په لمبو ایرې شول .
اوس سوال دا دی چی ولې د سولی په څرک کی دا حالات را نمنځ ته کیږي؟
کوم داخلي او خارجي عوامل باعث دي ؟
ځما په اند ، اوس دا په ډاګه شوي چې کله افغانانو خپل منځي سولی ته نیږدې شي دفعتاً په ملکیانو حملی زیاتې شي په کندوز کی ددستار بندي په مراسمو بمبار وروسسته دتاشکند له غونډې، او همداراز له کله چی د سرتاسري سولې دټینګښت پخاطر ولسي پرلتونه ولایت په ولایت مخ په زیاتیدو دي تروریستسي حملات هم زیاتیږي .

دویم: پاکستان د نړیوالو د فشار لاندې دی او افغانستان اوس په نړیواله کچه ښه موقف لري دلته زیاته هڅه همدا شوې چې دا نړیوال باور مات شي.
درېم : د کابل پروسې کنفرانس چې د نړۍ او سیمې د مهمو هېوادونو استازي په کې برخه اخیسته وه دلته هم پاکستان پاینټونه له لاسه ورکړل چې اوس د نړۍ ذهنيت او باور د دوی پرخلاف دي .
څلورم: طالبان او داعش دواړه د پاکستان د سخت فشار لاندې دي دوي قصداً هڅول کیږي چی د افغانستان د ننه عملیات وکړي او پدی توګه د ترمپ جنګي ستراتیژي ناکامه کړي که چیری دا ستراتیژي ناکامه شي امریکا به یووځل بیا د پاکستان همکاري ته احتیاج شي.
پاکستان غواړي هم طالبان او هم داعشیان د حکومت او نړیوالې ټولنې پرضد لا ډېر تحریک کړي.
د دې لپاره چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ مذاکراتو کې پاکستان له یوې خوا زیات امتیاز واخلي او له بلې خوا نړیوالې ټولنې او افغان حکومت ته زور وښیي.
پنځم بدلون د سولې غیر رسمي خبرې وې چې د پاکستان له مېز لرې د ترکېه ،تاشکند او چین په مېزو جوړې شوې دلته پاکستان رول له پخوا زیات کمرنګه شوي .
پاکستان د خپل دام په لومه کې راګیر شوی و نو ځکه د خبرو په جریان کې په اتومات ډول د تاوتریخوالي کچه زیاته شوه او د پاکستان د ننه د پښتنو خوځښت اي اس اي او فوج یی داسی سر بد حاله کړي چی لکه لیوني سپي هر خوا خوله اچوي.
پاکستان له دې منافقانه لوبی غواړي په افغان حکومت د خلکو باور راټیټ کړي ځکه یی خپلو افغاني اجیرانو ته وظیفه ورکړي چی دحکومت پام له مهمو مسایلو راواړوي او په داخلي بی موردو مسایلو کی یی مصروف کړي لکه د جمعیت نا روا غوښتنې ملت په وینو کی رغړي صلاح الدین او عطا نور وزارتونه او سفارتونه غواړي هغه متل دی چی وایی" بز د غم جانکدن قصاب د غم چربو" او له بل پلو امریکا او ناتو وننګوي که له دوی سره مرستې نه کېږي نو په سیمه کې به د امریکا او ناتو ګټې د خطر سره مخ کېږي.
افغانان تر څو چی د جنګسالارانو ، لنډغرو ، قلدریانو او مافیایي کړیو ځان خلاص نکړي همدا د غم لړي به روانه وي زه په هغو افغانانو غږ کوم چی وطن مور ورته ګرانه ده چی په ټول قوت او توان د بین الافغاني سولې په رانمنځه ته کولو او پنځم ستون په رسوا کولو کی لاسونه سره ورکړي او خپل ګران افغانستان پخپله لدی دردلي حالت څخه خلاص کړي.