قومــــي مشــــران:

 د پنجـــــوايي پېښه يو پـــــــلان شوى غــــــــچ و

د کندهارد پنجوايي ولسوالۍ قومي مشران او سپين ږيري د زنګ آباد د پېښې دقيقه څېړنه غواړي او عاملينو ته يې په افغاني محکمه کې د محاکمې غوښتنه کوي. 

د پنجوايي ولسوالۍ لسګونه سپين ږيري او مخور، چې د کندهار د ولايتي  شورا غړى حاجي اغا لالى دستګيري او په ولسي جرګه کې د دې ولايت د خلکو استازى عبدالرحيم ايوبي هم  پکې شامل وو، وړم ماښام په کندهار پريس کلب کې د احتجاج په توګه راغونډ شوي وو. 

هغوى د پنجوايي ولسوالۍ په دوو کليو نجيبيانو او الکوزو کې پر دريو کورنو د بهرنيو ځواکونو هغه عمليات په سختو ټکو وغندل، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ٢١ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. 

د پنجوايي ولسوالۍ قومي مشر او د ولايتي شورا غړي حاجي اغا لالي دستګيري په دې اړه پژواک  ته وويل، چې تر پېښې څو ساعته وروسته پنجوايي ولسوالۍ ته لاړ، د پېښې ځاى له نژدې کتلى او خلکو ورته ويلي، چې په پېښه کې يو بهرنى سرتېرى لاس نه لري، بلکې يو پلان شوى کار و.

هغه زياته کړه، د سيمې خلک سخت قهرېدلي وو او غوښتل يې لاريونونه وکړي، خو هغوى يې ځکه مخه ونيوله، چې خلکو ته په کې نوره مرګ ژوبله وا نه وړي.

د نوموړي په وينا، دا د ولس غوښتنه ده، چې ټاکل شوى پلاوى دې د پېښې رڼه څېړنه وکړي، پايلې دې يې د سيمې له اوسېدونکو سره شريکې کړي او عاملينو ته دې يې د يوې افغاني محکمې له لارې سخته سزا ورکړل شي. 

د پنجوايي ولسوالۍ يوه بل قومي مشر حاجي خان اکا  وويل، چې بهرنيان يواځې خلکو ته ځان زيان نه اړوي، بلکې تر دې وړاندې يې د ګڼو کلو په باغونو کې لارې ويستلې، ويالې يې ګډې کړې او د خلکو د کلونو کلونو باغونه يې چپه کړي دي.

هغه وايي، د پېښې په اړه يې د زنګ اباد د سيمې له خلکو پوښتنې کړي او هغوى ورته ويلي، چې دا يو پلان شوى کار و او ډېرو بهرنيو سرتېرو پکې برخه درلوده ده زياته کړه:

((دا څنګه کېداى شي، چې سرتېرى دې يوازې د يوه کور په بېلابېلو کوټو کې ١١ تنه ښځې او ماشومان و وژني او بيا دې يې جسدونه په يوه کوټه کې را جمع کړي، بړستنې دې ورباندې واچوي او بيا دې ورته اور واچوي.))

د سيد محمد عظيم اغا په نوم د زنګ اباد سيمې يو بل اوسېدونکى وايي، چې د بهرنيو ځواکونو دا خبره د منلو وړ نه ده، چې سرتېرې يې خپل اعصاب له لاسه ورکړي او دا کار يې تر سره کړى دى.

د هغه په وينا، که سرتېرى په رښتيا هم لېونى و، نو بيا يې ولې خپل ملګري نه وژل. نوموړى وايي، په سيمه کې مېشت بهرني ځواکونه د ضديت له مخې له خلکو سره چال چلند کوي، تر دې مخکې يې د خلکو باغونه، کروندې، ويالې، ونې او نور له منځه وړي او په هماغه دوام يې دا دى اوس بې دفاع خلک و وژل.

هغه له افغان حکومت او نړيوالو څخه د دغه راز پېښو د مخينوي غوښتنه وکړه او زياته يې کړه، چې دغه راز پېښې بې له دې، چې خلک نور هم وپارول شي، بله کومه معنا نه لري.

د پنجوايي ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي احمد شاه بيا پژواک اژانس ته وويل، چې تر پېښې درې ورځې مخکې د زنګ اباد د بلندي څلور لارې په سيمه کې پر بهرنيانو درنې چاودنې شوې وې او هغوى ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې وه.

دى وايي، بهرنيو د ملکي خلکو په وژلو سره د همدې پېښې غچ واخيست، هغه د خپلې دغې خبرې د اثبات لپاره وويل:

((د سيمې خلکو ورته ويلي، چې تر چاودنې وروسته په بېس کې مېشتو بهرنيو پوځيانو د سيمې سپين ږيري ورغوښتي او هغوى ته يې ويلي، چې د دې چاودنو غچ به د هغوى له ماشومانو او تور سرو څخه اخلي.))

هغه زياته کړه، چې نور ولس د دغه راز پېښو د زغم توان نه لري، د پېښې عاملين دي محاکمه او په راتلونکې کې دې د دغه راز پېښو مخنيوى وشي.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي عبدالرحيم ايوبي توندې خبرې وکړې او له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له ادارو او حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې پر حقايقو ولاړه رښتينې څېړنه دې وکړي او دا دې په ډاګه کړي، چې د کوم پلان له مخې بې دفاع ملکي وګړي و وژل شول؟

نوموړي زياته کړه:

((مسوولين دې په هر حالت کې خلکو ته د پېښې اړوند رښتينى ځواب ووايي، که نه نو د خلکو اوسنۍ خاموشي به ډېرې خرابې پايلې ولري.))

هغه دا هم وويل، چې د کندهار ولسونه تر هغه له امريکا سره د ستراتېژيک تړون د لاسليک ملاتړ نه کوي، تر څو چې خپل سري عمليات، د خلکو عامه وژنه نه وي بنده شوې او په بهرنيانيو پورې تړلې زندانونه حکومت ته نه وي سپارل شوي.

درنو لوستونکو!

نښتر وېبلاګ دپنجوايي دغمیزې په اړوند د لوی افغانستان له برښناپاڼې څخه دا لاندې مطلب راخیستی هیله ده نور مو هم له افغان او انسان دښمنو څېرو څخه خبر کړي :

په امريکايي وحشت څوک پټه خوله دي؟

Wednesday, 14 March 2012 08:28 administrator

د کندهار په پنجوايي کې د امريکايي ځواکونو وروستي وحشت ډېر زړونه ودردول، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلکو دا وحشت وغانده او پر وړاندې يې خپل غږ پورته کړ. خو په افغانستان كې د جهادي رهبرانو په نوم امريکايي مزدورو څېرو او د قوم او ژبې په نوم جوړو شوو ډلو، ټپلو، ټلوالو او اېتلافونو په دې وحشت يوه ( آه ) هم ونه کړه.

په پنجوايي کې بې ګناه، غريب او عام افغانان وژل شوي، دا د سياسي او تش په نوم جهادي رهبرانو او د قوم او ژبې په نوم د سوداګرو مشرانو زامن نه دي، نو ځکه غبرګون هم يوازې د هغو خلکو دى چې له وژل شوو خلکو سره د ازرښتونو تړاو لري. پر موږ تپل شوو، يا موږ ته منسبو سياسي مشرانو خپل هويت او ارزښتونه له لاسه وکړي، نو ځکه له موږ سره ګډ درد او ازرښتونه نه لري.چېرته دي، په ټلويزيونونو کې د امريکا مزدور سياسي شنونکي چې ددې پېښې غندنه وکړي؟ چېرته دي رهبران، ستر جنرالان، شيخ الحديثين، پيران، د ملت غږ، د اسلام او مسلمانانو مدافعين او د جهاد ميراث خوړونکي؟؟؟ چېرته دى کريم خليلي چې د افغانانو له وينې څخه د دفاع لپاره له دوى سره خيمه ووهي؟ چېرته دي د ( افغان ملت ) لېډران؟؟؟ چېرته دى د ولس له غمه مړ عبدالله عبدالله او ملګري يې؟؟؟ چېرته دى د امريکا مزدرو د بشر حقونو تش په نوم خپلواک کميسيون؟؟؟  او چېرته دي هغه کسان چې د واک د ويش پر مهال لويې لويې دعوې کوي؟؟؟

د خلکو رېښتيني رهبر نشته، خلک اوس پوره پوه شول چې دغه کسان د خلکو سره څومره نږدې دي، دوى د خپل هېواد او خلکو پر ځاى د خپلو شخصي ګټو لپاره په افغانستان کې پر امريکايي ريکارډ ټينګوونکي وحشت پټه خوله دي، دوى د خپل خداى او خلکو د خوشالولو پر ځاى امريکا خوشاله کوي، ځکه دوى اوس خپل غزت له خپلو خلکو او خداى سره د دوستۍ پر ځاى له امريکا سره په دوستۍ کې لټوي او همدا د دوى اصلي څېره ده.  امريکايي وحشت چې ټوله نړۍ يې ولړزوله او ښايي د يوويشتمې پېړۍ د ستر جنايت نوم ورکړل شي، په ټوله نړۍ کې وغندل شو، خو دوى پټه خوله دي.

هو! همدا پر موږ د واکمنو، تپل شوو او موږ ته د منسبو مشرانو هويت دى، اوس نه افغانيت شته، نه جهاد شته او نه هم انسان دوستي او نور ارزښتونه،  هر څه سر خوړلي دي او موږ بايد له سره په داسې رهبرانو فکر وکړو، چې زموږ له درد سره ودرديږي، زموږ له غم سره وژاړي، زموږ له وژل کېدو سره ووژل شي او خپل عزت او ذلت د خپل ملت په غزت او ذلت کې ولټوي.

له لوی افغانستان څخه په مننه

دیادولو ده، چې په جرمني کې بایرن مېشتو افغانانو دخپل شدید احتجاجلیک په کرښو کې دپنجوايي وروستۍ پېښه او له هغه څخه مخکیني امریکایي جنایتونه د تحمیلي جګړې دلاپراختیا او اوږدېداپه موخه عمدي بللي دي دپنجوايي دپېښې په اړوند یې زیاته کړې ، چې دا پېښه دیو کس له وسه نه ده پوره داجنایت دیو تنظیم شوي پلان له مخې دیو ګروپ په ذریعه ترسره شوی دی :

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/17991

دافغان په غم شریکو خویندو او وروڼو!

دپنجوايي دغمیزې او نوروامریکايي جنایتونو په اړونددلاندې لینک په کښېباسلو سره له ښاغلي ډاکتر داود میره کي سره د پرس ټي وي مرکه لیدلای شئ:

http://www.youtube.com/watch?v=dEl-RjGLQHA&feature=player_embedded#!

http://www.youtube.com/watch?feature=endscreen&NR=1&v=WD7tMRK356Q