دبایـــــــرن مېشتو افغانانـــــــو شـــــــدیــــــــد احتجاج لیـــــک

موږبایرن مېشتي افغانان په یوه خوله نه یوازې دپنجوايي پېښه په کلکه غندو، بلکې دعاملینو محاکمه یې  د افغانستان له اساسي قانون سره سمه دهېواد په دننه کې غواړو.

په دې هم ټینګار کوو، چې ددې وحشي پېښې عامل یو کس نه بلکې یو ګروپ  دی دا هم زیاتوو، چې  دا ګروپ بې له کوم هدایته پخپل سر داسې خونړۍ پېښه نه شي  رامینځ  ته کولای .

دپنجوايي له دردوونکې او نه بخښوونکې پېښې څخه دې نتېجې ته رسیږو، چې د امریکايي سادستانولخوامخکیني اعمال لکه دمړیو دګوتوغوڅول ، په مړیوبولې کول اومسخرې یانورې ناروا چارې داهر څه  دافغان ولس د غوسي  پارولو په موخه وو ترڅوجګړه په لوی لاس پسې اوږده کړي دا ځکه، چې که جګړه نه وي نوبیا خو یې  رقیبان ورته وايي ، چې اوس څه شی کوئ  چې پراته یاست .

موږ په بلجیم کې دافغان کولتوري بهیرله غبرګون، په کابل کې دسلام فرهنګي ټولنې ، په سويډن کې د افغانانودعلمي اوفرهنګي مرکز احتجاج ليک، همدا راز دخواخوږي ادبي او کلتوري ټولنې له غبرګونونو  څخه  په کلکه  خپل ملاتړ اعلاموواودنړۍ په ګوټ ګوټ کې له ټولو فرهنګي ملګرو او کړیو څخه هیله کوو، چې خپل غبرګونونه په سولیز ډول وښيي .

موږ  ددې درانه او نه زغموونکي غم په طرځ کې دشهیدانو درنوکورنیو ته تسلیت، جمیل صبر او شهیدانو ته فردوس جنت له پاک الله  څخه غواړو، له ټول افغان ولس څخه  هیله کوو، چې  دملي یووالي لپاره  اړین ګامونه اوچت  کړي .

په قدرت سپرو . . . ته وایو، چې پردی کټ ترنیمو شپو وي  ځکه  خو له امریکا سره  دستراتیژیک تړون  په اړوند له سره  سم فکر وکړئ .

دجرمني په بایرن آیالت کې مېشت افغانان

درنولوستونکو!

دامریکايي سادستانو وحشت خو اوس ټول نړیوال په رڼو سترګو ګوري  خو دشرم وړ دا ده، چې د مارچ په لمړیو ورځو کې ساراپيلن چې د سناتور مک کين مرستياله وه په  ډېره سپین سترګي سره افغانان وحشي وبلل . 

ساراپيلن افغانان وحشي وبلل

Sunday, 04 March 2012 08:55 administrator

تينګ پراګرس:

د امريکا په تيرو ولسمشريزو ټاکنو کې د ولسمشر مرستيالۍ ته کانديدې ساراپيلن چې د سناتور مک کين مرستياله وه په يوې وروستۍ مرکې کې ويلي چې ولسمشر اوباما د وحشي افغانانو څخه په بښنې غوښتلو سره غلط کار کړى دى.

ساراپيلن په جمهوري غوښتونکي ګوند پورې تړلې ده.

د جمهوري غوښتونکي ګوند درى واړو کانديدانو په بګرام کې د قران کريم د سوځولو په پېښه کې د بارک اوباما پر بښنې غوښتنې باندې سخت انتقادونه کړي دي.ساراپيلن په خپلې مرکې کې ويلي چې زموږ ښځې او نارينه په افغانستان کې ډېرې قربانۍ ورکوي خو بارک اوباما په ډېر ساده توب له وحشي افغانانو څخه چې زموږ عسکر وژني بښنه غواړي.

دامریکايي وحشت په وړاندې چین هم نن خپل غبرګون وښود:

چین د کندهار د پنجوايي پېښه وحشتناکه وبلله
Tuesday, 03.13.2012, 02:27pm (GMT)

تاند(سې شنبه/مارچ۱۳) د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوه امریکايي پوځي له لوري د افغانستان په کندهار کې د شپاړس بې ګناه ملکي افغانانو وژنه د ټکان وړ وبلله.

د چین د بهرنیو چارو وزرات ویندوی لي وي مین نن/سې شنبه/ له خبریالانو سره د خبرو په مهال د امریکايي پوځي له لوري د نهو ماشومانو او درو ښځو په شمول د لږترلږه شپاړس تنو ملکیانو بې رحمانه وژنه وحشتناک او بوږنوونکی وباله.

ده د قربانیانو د کورنیو له غړیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې زیاته کړه:«چین د افغانستان د یوه ګاونډي او دوست هیواد په توګه هیله لري چې په دې هیواد کې ژر تر ژره سوله او ثبات ټینګ شي.

د چین ګڼو رسنیو هم د امریکايي پوځي اقدام د حیرانتیا وړ بللی دی. د دغه هیواد د واکمن ګوند یوې نشریې نن په یوه لیکنه کې د افغانستان په اړه د امریکا پر پالیسۍ او له ملکیانو سره د امریکايي پوځیانو زورزیاتی د غندلو وړ وباله.

د چین ګلوبل ټایمز ورځپاڼې ولیکل:« د امریکا او ناټو پوځیانو د بې ګناه خلکو په وژلو او د مسلمانانو مقدساتو او د هغوی مړو ته په سپکاوي سره ، نړیواله ټولنه د ځان پرضد پارولې ده.

د چین د واکمن کمونست ګوند دې ورځپاڼې همداراز لیکلي:درسته نړۍ په دې پوهېدلې چې امریکايي پوځیان په افغانستان او عراق کې بریالي نه ول او هره ورځ په خپل ماموریت کې له ستونزو سره مخامخ کېږي.

ګلوبل ټایمز وايي چې پینتاګون د پېښو د توضیح لپاره د قناعت وړ دلایل نه لري، له همدې کبله امریکا اوس حیرانه ده چې څه وکړي.

دې ورځپاڼې د خلکو له کلتور او اسلامي اقدارو سره د امریکايي پوځیانو نه بلدتیا د امریکایانو د ستونزو اصلي علت بللی دی.

د دې ورځپاڼې په ادعا امریکایان له هغه ماموریته چې دوی په پیل کې تعریف او تشریح کړی و، بالکل منحرفه شوي دي.

دیادولو ده، چې دچین له غبرګون څخه وروسته فرېبکار اوباما په لاندې ډول دمکر جال دخپرېدو هڅه وکړه خو فکر نه کوم، چې افغانان او نړیوال باور پرې وکړي:

اوباما: د کندهار د ملکیانو له وژونکي سره به هغسي چلند وکړو لکه چې ده زموږ خپل بچیان وژلي وي
Tuesday, 03.13.2012, 07:39pm (GMT)

تاند(سې شنبه/مارچ۱۳) د امریکا ولسمشربارک اوباما نن/سې شنبه/ ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به له هغه امریکايي عسکر څخه هغسي تحقیق وشي لکه څرنګه چې «د ده په لاس وژل شوي کسان زموږ خپل اتباع او زموږ خپل بچیان وي.»

اوباما په عین حال کې ژمنه وکړه چې د افغانستان جګړه به په مسوولانه ډول پای ته ورسوي.

سپینې ماڼۍ وویل چې د پنجوايي د پېښې په خاطر له افغانستانه د ځواکونو د ژر ایستلو پر انتخاب غور نه کوي او اټکل نه کوي چې په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر په اړه پرېکړه د مې په شلمه او یوویشتمه په شیکاګو کې د ناټو ترسرمشریزې مخکې وکړي.

د یکشنبې په سهار وختي په کندهار کې د یوه امریکايي پوځي په وحشیانه برید کې د نهو ماشومانو او درو ښځو په ګډون د لږترلږه شپاړس بې ګناه ملکیانو وژنې د امریکا او افغانستان ترمنځ اختلاف په داسي وخت کې نور هم زیات کړل چې دواړه هیوادونه غواړي په خپل منخ کې د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړي. د دې تړون پر اساس به امریکايي پوځیان له ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان په څو اډو کې پاتې کېږي او په مقابل کې به یې امریکا  افغانستان ته مرستې جاري ساتي. دغه راز به د امریکا پوځي او ملکي سلاکاران له افغان حکومت سره مرستو ته دوام ورکوي.

د کندهار پېښه چې د امریکا د انتخاباتو په کال شوې، د ولسمشراوباما د افغان پالیسۍ په وړاندې د جمهوري غوښتونکي ګوند د ولسمشرۍ کاندیدانو ته د نیوکو زیاتې پلمې په لاس ورکړي دي.

ولسمشر اوباما په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل:« د امریکا متحد ایالتونه دا مسله هومره جدي ګڼي لکه څرنګه چې دغه پوځي زموږ خپل امریکایان وژلي وي او زموږ خپل ماشومان یې قتل کړي وي، ده همداراز وویل چې دا پیغام یې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته په ټېلفون کې هم رسولی دی.

ده وویل:« د بې ګناه انسانانو پر وژل کېدو زموږ زړونه هم مات شوي. د بې ملکیانو وژنه د غوسې او قار وړ ده، دا د نه منلو وړ ده، دا د هغه چا کار نه دی چې زموږ خلک یې کوي، او دا زموږ د پوځ استازیتوب نه کوي.»

اوباما وویل چې پینتاګون د پېښې په اړه تحقیقات کوي:« زه د امریکا خلکو او دغه راز افغانانو ته ډاډ ورکولی شم چې موږ به حقایق ومومو که هغه هرڅه وي او دا به یقیني کړو ، هر څوک چې ملامت و هغه به په پوره قانوني قوا مسوول وګڼو.»

په رسنیو کې دتېرې ورځې جریان دلاندیني لینک په کښېباسلو سره لوستلای شئ :

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/17977

زموږ دشاعرو ملګرو داحساس پنځونې په لاندي لینک کې لوستلای شئ :

http://talafghan.com/messegesandreports/dapanjwaeepesha=ghampana.html