طالبان وايي چې دوی به شهزاده هاري ووژني
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې که چېرې د برتانيې شهزاده (هاري) افغانستان ته د جګړې لپاره راشي دوی به يې يا ووژني او يا به يې ژوندی ونيسي. مجاهد وويل، چې د يوه شهزاده دنده دا ده چې له خلکو سره مرسته وکړي، نه دا چې خلک ووژني. شهزاده هاري چې په 2008 کال کې يې هم په افغانستان کې پوځي دنده ترسره کړې ده، لږه موده مخکې د (اپاچي) چورلکو د پيلوټ په توګه فارغ شو او داسې ګونکسې اورېدل کېږي چې دا ځل نوموړی غواړي په افغانستان کې د پيلوټ په توګه پوځي دنده ترسره کړي.