کابل ښاريان د برېښــنا لګښت له ناسم سنجش څخه سرټکوي
د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د هغوى د برېښنا لګښت سم نه سنجش کېږي؛ د برېښنا مسوولين هم په ځينو مواردو کې دا ستونزه مني، خو وايي چې اوس هواره شوې ده.د کابل ښار د خيرخانې مېنې د پنجصد فاميلي اوسېدونکی ٢٣کلن حميدالله، د هغو کسانو له ډلې څخه دی چې له رسنيو سره يې په خبرو کې د برېښنا له ناکره سنجش څخه سر وټکاوه.
د هغه په وينا، د تلې او لړم په مياشتو کې له اوتو، اب ګرمي او داسې نورو برېښنايي وسايلو څخه يې په خپل کور کې ګټه اخيستله؛ خو بېل يې له سلو افغانيو څخه لږ سنجش شوى و.
خو د حميدالله په وينا، د ليندۍ او مرغومي په مياشتو کې له دې سره چې د هغوى د برېښنا په لګښت کې بدلون نه و راغلى، د کور د برېښنا لګښت يې څه باندې لس زره افغانۍ سنجش شوى و.نوموړى وايي: ((زما په ګومان د برېښنا شرکت په دې خاطر دا کار کوي، چې غواړي د برېښنا کيلوواټ په خلکو لوړ کړي؛ ځکه چې له ٣٠٠ کيلو واټو څخه د برېښنا زيات لګښت يو کيلو واټ څلور افغانۍ حسابوي.))د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په سوداګريزو سيمو کې د برېښنا د يو کيلوواټ بيه لس افغانۍ ده، د استوګنې په سيمو کې تر ٣٠٠ کيلو واټو پورې، يو کيلو واټ په يوه نيمه افغانۍ وېشل کېږي.خو د استوګنې په سيمو کې له ٣٠٠ – ٧٠٠کيلوواټو پورې، يو کيلوواټ د څلورو او له ٧٠٠ کيلوواټو څخه زيات، يو کيلو واټ د ٦ افغانيو په بدل کې وېشل کېږي.د کابل ښار د درېيم پروان د رستم حيدري ښارګوټي اوسېدونکى ٤٥ کلن قاضي مختار هم وايي، چې د برېښنا د مسوولينو له خوا د مېټرونو سنجش کره نه دى.
د هغه په وينا، د تلې او لړم په مياشتو کې سربېره له دې چې په کور کې يې له اب ګرمي، بايلر او نورو برېښناييزو وسايلو څخه استفاده کوله، د هغوى د برېښنا لګښت ١٩ افغانۍ سنجش شوى و.
نوموړي چې د برېښنا د لګښت بلونه يې هم له ځان سره درلودل، وويل چې د ليندۍ او مرغومي په مياشتو کې د دوو تېرو مياشتو په پرتله د هغوى د برېښنا لګښت لږ و؛ خو د برېښنا بل يې ٢٢٧٠ افغانۍ سنجش شوى و.د مختار په وينا، ښايي د برېښنا شرکت د تلې او لړم په مياشتو کې د برېښنا لګښت په دې خاطر لږ سنجش کړى وي، څو په دوو راتلونکو مياشتو کې د برېښنا د کيلو واټ شمېر لوړ شي او زياتې پېسې ترلاسه کړي.د کابل ښار د هوايي ډګر، چهارقلعه وزيراباد، ميرويس ميدان، د خيرخانې مېنې د لومړۍ برخې او ده افغانان اوسېدونکي هم د برېښنا د لګښت له ناسم سنجش څخه سرټکوي.د برېښنا شرکت سوداګريز مشر ميرويس عالمي هم وايي، چې د تلې او لړم په مياشتو کې د کابل ښار ځينو سيمو کې د زوړ سيسټم (انالوګ) په نوي سيسټم (ډيجيټل) د بدلولو پرمهال دې ستونزې شتون درلود؛ خو اوس هواره شوې ده.د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، له تېر شاوخوا يو کال راهيسې د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې ٥٠زره ډيجيټل مېټرونه د انالوګ پرځای لګول شوي دي او دا لړۍ دوام لري.عالمي همدارنګه د مېټرونو د ناسم اټکل په اړه د خلکو د خبرو په هکله وويل: ((موږ په کابل ښار کې ٣٠٠زره مشتريان لرو، په ځينو بلونو کې خامخا ستونزې او نيمګړتياوې راپيدا کېږي او دا ښايي انساني تېروتنې وي، چې د ٩ پرځاى صفر او د صفر پرځاى ٩ راشي؛ په همدې حساب کله کله په بلونو کې توپير راپيدا کېږي.))خو د هغه په وينا، د ياد شرکت د مشتريانو د ستونزو د هوارلو په خاطر، د کابل ښار په شپږو ناحيو کې يې د مشتريانو د خدمتونو مرکزونه جوړ کړي دي او خلک کولى شي، خپلې ستونزې د دې مرکزونو له لارې هوارې کړي.
نوموړي يادونه وکړه، چې د ډاډ د ترلاسه کولو او د بلونو په سنجش کې له تېروتنې نه د مخنيوي په موخه، د دې شرکت د مديريت د غړو په ګډون ١٢کسيزه ډله د مېټرونو د بيا کتنې په خاطر ګومارل شوې ده.
د افغانستان د برېښنا شرکت د بلنګ او عوايدو د راټولولو امر ميرويس عطايي، چې د بلونو د بيا کتلو مسووليت هم په غاړه لري، وايي چې د تلې او لړم په مياشتو کې د برېښنا د بلونو د سنجش په سيسټم کې لږ ستونزه موجوده وه؛خو اوس هواره شوې ده.د هغه په وينا، که چېرته د برېښنا لګښت ډېر سنجش شوى وي، زياتې اخيستل شوې پيسې به د دوو راتلونکو مياشتو په لګښتونو کې محاسبه شي.خو عطايي وايي: ((زه هېڅ وخت د برېښنا شرکت د ګډونوالو ادعاګانې نه منم، چې موږ د يوې مياشتې کيلوواټ د بلې مياشتې په کيلوواټ ورزياتوو، څو د برېښنا لګښت زيات وښيي او دا په بشپړه توګه يوه ناسمه خبره ده.))هغه وويل، که چېرته د ياد شرکت ګډونو ال له ستونزې سره مخ شي، کولى چې د له منځه وړلو په خاطر يې د ٤٤٤ شمېرې له لارې له ياد شرکت سره اړيکه ونيسي.دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د غويي په مياشت کې هم د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکو چې ډيجټل مېټرونه لري، د مشرانو جرګې د شکاياتونو اورېدو کمېسيون ته شکايت کړى وو، چې د دوى د برېښنا لګښتونه د برېښنا له اصلي لګښت څخه څو برابره زيات سنجش شوي وو.د برېښنا شرکت مشر عبدالرزاق صمدي، چې په دې اړه د څرګندونو لپاره مشرانو جرګې ته وربلل شوى و، ويلي و، چې په دې اړه دې له لويې څارنوالۍ او مشرانو جرګې څخه يو پلاوى وګومارل شي او د برېښنا د لګښت بلونه دې د برېښنا شرکت له کارکوونکو سره چک کړي.
عطايي وايي، چې هغه مهال له بياځلي چک څخه وروسته جوته شوه، چې له شپږو کورنيو څخه د برېښنا د لګښت زياتې پيسې اخيستل شوې وې، چې د يادو کورنيو د راتلونکو مياشتو د برېښنا په لګښتونو کې محاسبه شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې د برېښنا شرکت د مسوولينو په وينا، ډيجيټل مېټرونه د انالوګ مېټرونو په پرتله د برېښنا لګښت په کره توګه ښيي.