دغه «خبیثه نظام» باید ړنګ شي

نن که د اوسني نظام په اړه له ولس څخه دا پوښتنه وشي چې پر ځای پاتې شي او که ړنګ شي ښایي تر ۹۰ سلنه د زیاتو افغانانو نظر دا وي چې اوسنی نظام نه غواړي، باید بدل شي، دغه نظام زموږ د ارمانونو په تر سره کولو کې ناکام دی، خو د عام ولس له دغه ذهنیت څخه د اوسني نظام تر ټولو فاسدې کړۍ، تر ټولو کرغیړنې څېرې او تر ټولوكركجن اړخونه دا پروپاګند کوي چې افغان ولس د حکومتي نظام مخالف دی، دوی په همدې پلمه د حکومتي نظام او سیستم د بدلون نغارې ډنګوي خو اصلاً افغان ولس په ټوله کې د اوسني نظام د ټولو اړخونو څخه ناهیلی او مایوس دی، اوس ولس په دې پوهیدلی چې دلته د مرستې او امنیت په نامه راغلي بهرني پوځونه د دوى په وژلو او ربړولو بوخت دي، د بهرنیو مرستو په نامه راغلې مرستې په ډېره ظالمانه بڼه یا د بهرنیو او کورنیو لوټمارانو جیبونو ته لوېږي او یا د یوې ځانګړې ډلې په ظاهري کش او فش، لوکسو دفترونو، مرمي ضد موټرونو او خرمستیو لګیږي، د بشر د حقوقو په نامه، د بیان د آزادۍ او د آزادو رسنیو په نامه چې ولس د کومو څېرو د پړسیدو او راپورته کیدو شاهد دی او په دې نامه چې د څو ذلیلو کرکټرونو لوبې جوړې دي ولس په دې ښه پوهېږي ددغه بهير مخالف دی او دوی اصلاً د نظام په نامه د دغه ظالمانه او د وحشت تر بریده غیر عادلانه نظام مخالف دي، د حکومت ناخوالې او کمزورۍ اصلاً په ټوله کې د دغه خبیث نظام او اړیکو زیږنده دي.

په ټوله کې د حکومت او حکومتي چارواکیو او په هغو کې بیا د ولسمشر کرزي تر ټولو لویه غلطي دا ده چې ولې یې له پیله له بهرنیانو سره د شفاف حساب کتاب غږ اوچت نه کړ، ښایي د نوموړي یوه مجبوري به همدغه وه چې افغانستان د بربادۍ پر ګړنګ دریدلی او د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړ‌ؤ، او دوی به له بهرنیانو نه د داسې منظم خیانت او جفا تمه نه درلوده چې زموږ د نظام هره برخه دې دوی د خپلو موخو له مخې یوازې د راجستر شویو نوکرانو نه ورغوي.

متاسفانه د بن له کنفرانس نه تر ننه په ټوله کې ډیرې منظمې هڅې شوې چې افغان ولس نه د ثبات او پیاوړي پر خپلو پښو ولاړ نظام خاوند شی او نه په ملي کچه د دې جوګه شي چې له بحرانونو سره مقابله وکړي.

د آزادو رسنیو په نامه داسې رسنۍ رامنځته کړای شوې چې د افغان ولس په منځ کې بې باوریو او مخالفتونو ته لمن ووهي، د بهرنیانو له شومو توطیو نه د ولس پام نورو وړوکیو مسایلو ته واړوی، کاذبې څېرې را مطرح او ملي څېرې بدنامې کړي.

د آزادو رسنیو د ملاتړ په نامه ادارې جوړې شوې، ذلیلې څېرې پکې وګومارل شوې چې د ملي او دینی ارزښتونو پر ځای د نورو د اجندا وو په چوپړ کې وي، او د بیان د آزادۍ تر شعار لاندې د کوڅې او بازار په کچه کنځبازي پکې وکړای شي.

د مدني ټولنې په نامه د افغان ولس او افغاني ټولنې له نورمونو او ارزښتونو بې خبره د ګوتو په شمار څېرې یوازې د څو ټنګو په بدل کې وګومارل شوې، همدغه بهرنیو اړخونو د اقتصادی مافیا په وده کې هم رول ولوباوه، اوس په ټوله کې بهرنۍ سیاسي او پوځي کړۍ، د آزادو رسنیو په نامه د دوی رسنۍ، د مدني ټولنې په نامه په دوي پورې تړلې کړۍ او په حکومت او نظام کې دننه له همدغه اړخ سره تړلي کرکټرونه د اوسني نظام خبیثه توکي دي چې وخت پر وخت زموږ د ولس د ملي ارزښتونو، هویت، تاریخ او ګټو پر خلاف له ټولو نه یو غږ راپورته کیږي.

ځکه خو د افغان ولس د هر باضمیره انسان د زړه له کومي غوښتنه همدغه ده چې دغه خبیثه نظام باید ړنګ شي، ددې خبیثه نظام اصلی توکي حکومت او چارواکي پر دې ګواښي چې د عربو د پسرلي په څېر ولسي پاڅون به یې پر خلاف پیل شي، خو ولسي پاڅون به اصلاً د لوټ، چور، غلا، وژنو، بې عدالتۍ، پستۍ او ذلت د دغه روان بهیر پر خلاف وشي چې تر غوړو شعارونو لاندې یې تور وحشت راوستی او د ولس پر ژوند لوبې کوي.

پاڅون به هغه څېرې ورسره واخلي چې پر هېواد یې د وحشت توپان ته هرکلی ویلی، هغه څېرې به محاکمه کوي چې له (جانتن اډیما) سره یې په ګډه زندانونه جوړول او افغانان یې پکې ځورول، هغه ذلیل کرکټرونه به د سیاست له بامه راغورځوی چې بهرنیانو ته یې د هیواد د ځمکې او فضا واک سپارلی، ولسي پاڅون به د هغو لوریو پر خلاف کیږي چې په تېرو کلونو کې یې د پردیو لپاره په ولس کې د وینو لښتې بهولي او اوس لګیا دي له روراباکر خېلو او ګالبرایت خېلو سره د افغان ولس د ملي یووالي، ویاړنو، تاریخ او هویت پر خلاف په توطیو ناست دي.

زموږ باور دی چې نور افغان ولس د دغه خبیثه نظام د دوام زغم نه لري چې د ولس د وینو سوداګر پکې د سیاسي کرکټرونو په نامه مطرح دي او د ولس د هیلو او غوښتنو پر خلاف د څو ګوتو په شمار خرمستۍ روانې دي.

ولس به د هغو په فساد او ذلت کې ډوبو څېرو پرخلاف پاڅون کوي او حساب کتاب به ترې غواړي چې د ولس په ننګ او ناموس یې معاملې کړې، د ولس په آبرو او غیرت یې بلوسلي، ولس دومره ړوند نه دی چې د فساد  اصلي څېرې او د اوسني نظام خبیثه اړخونه ونه پیژني، ان شا ء الله د عربو د پسرلي په څېر به دلته هم تر ټولو لومړی د پردیو ذلیل نوکران خپل کش او فش بایلي، نن وی که سبا د حساب ورځ به یې راورسېږي.

م. ز. شفیقی