طالبانــــــو د ملاعبيـــــدالله اخونــــــــد مړينــــــه تاييـــــــد کـــــــړه

 

وسله والو طالبانو د خپلې واکمنۍ پرمهال د دفاع وزير ملا عيبدالله اخوند وژنه تاييد کړه، د وسله والو طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې نومړى شاوخوا دوه کاله وړاندې د کراچۍ په يوه زندان کې مړ شوى دى دى. سرچينه وايي د ملا عبيد الله اخوند کورنۍ ته اوس خبر ورکړل شوى چې نوموړى د ٢٠١٠ کال په مارچ مياشت کې د زړه د ناروغى له امله مړ شوى دى، خو د طالبانو په خبرپاڼه کې ويل شوي چې لا هم نه ده څرګنده چې دى ريښتيا هم د زړه د ناروغۍ له امله مړ شوى او که په زندان کې د شکنجو له لاسه. طالبانو په خپله خبرپاڼه کې د پاکستان له حکومت نه غوښتنه کړې چې د ملا عبيدالله اخوند د ناروغۍ او مړينې په اړه دوى ته پوره معلومات ورکړي، دوى د دې ترڅنګ د سرې مياشتې پر نړيوالې ټولنې د نيوکې په ترڅ کې ويلي چې د بنديانو د حالت په اړه د هغوى کورنيو ته خبر ورکول د دوى دنده ده او بايد تر سره يې کړي. ملا عبيدالله اخوند د طالبانو د تحريک له مخکښو کسانو څخه وو چې د ٢٠٠٧ کال په جنورۍ کې د پاکستان په بلوجستان ايالت کې د پاکستاني ځواکونو له لوري ونيول شو