دبګرام په زندان کې  ٢٠٠ ماشومان هم بنديان دي

 په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو په زندانونو کې د  ناوړه چلند او په دغو زندانونو کې د بشري حقونو د تر پښو لاندې کېدو په اړه د راپورونو په لړ کې دغه ځل ويل شوي، چې د بګرام په زندان کې د لويانو ترڅنګ ٢٠٠ ماشومان او تنکي ځوانان هم بنديان دي .

کابل نيوز ټلوېزيون ته يوې موثقې سرچينې ويلي، چې د بګرام د زندان د ٣زرو زندانيانو په منځ کې ٢٠٠يې ماشومان دي .

يادې سرچينې، چې نوم يې نه دى په ډاګه شوى، ويلي، د بګرام په زندان کې، چې په پروان ولايت کې دى، ٢٠٠ داسې ماشومان بنديان دي، چې عمرونه يې تر ١٨ کلونو لږ دي .

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشر دغه کړنه د نړيوالو قوانينو خلاف بللې او په سختو ټکو کې يې غندلې ده.

د حقوقي چارو کارپوهان هم وايي، چې تر اتلسو کلونو د لږ عمر کسان، ماشومان ګڼل کېږي او ماشومان د اصلاح په موخه له نيول کېدو پرته په هېڅ صورت نه شي توقيف کېداى .

د حقوقي چارو پوه اجمل هوډمن وايي، د افغانستان د قوانينو پر بنا، هر هغه څوک چې عمر يې تر ١٨ کلونو لږ وي، ماشوم بلل کېږي او هېڅوک حق نه لري، چې د هغه ازادي سلب کړي .

دى وايي، چې يوازې د اصلاح په موخه کېداى شي ماشومان توقيف شي، هغه هم په داسې ځاى کې بايد وي، چې د اصلاح لپاره يې ټول امکانات برابر وي؛ چې په بګرام کې دغه امکانات نه دي برابر.

هوډمن وايي، دا د افغانستان د نافذه قوانينو، نړيوالو اصولو او په ځانګړي ډول د ماشومانو د نړيوال کنوانسيون پر خلاف کړنه او جنايت دى .

دى وايي، چې امريکا بايد دغه جنايت پاى ته ورسوي، د هوډمن په باور، بګرام زندان د افغانستان په خاوره کې دى او له زندانيانو  سره يې هم بايد د افغانستان د قوانينو په رڼا کې چلند وشي .

دى د بهرنيانو دغه کار ته د جنايت په سترګه ګوري او وايي، چې د بشري حقونو په نوم ټيکه داران دې خپل دغه جنايت ته د پاى ټکى کېږدي .

د بګرام زندان په اړه دغه رپوټ په داسې حال کې خپريږي، چې افغان حکومت وايي، له دغه زندانه شاوخوا ٦٠٠ زندانيان يا خوشي شوي او يا هم د افغان دولت زندانونو ته لېږدول شوي دي، خو د دغه زندان د مدريت چارې لا هم د بهرنيو ځواکونو په لاس کې دي .

دنښترویبلاګ اړین یادښت :

درنولوستونکو!

راځئ، چې دافغانستان قوانین یوه شېبه اخوا پرېږدو،رابه شو د لویدیځوالوخپلو او منلو قوانینو ته، په لوېدیځ کې ماشومان مانا له اتلس کلنۍ څخه ټیټ عمره کسان که  په غټو یا وړوجرمونو مرتکب شي  په لمړي ګام کې یې والدین له قانون سره سم په سزأرسیږي دا ځکه، چې والدین دخپلو اولادونو دروزنې مسؤلیت په غاړه لري .

په ځینو حالاتو کې بیا ماشومانو ته په ځانګړو مرکزونو کې یو لړاصلاحي  سزاوې ورکول کیږي خو په هیڅ ډول ماشومان دزندان میلو ته نه کشوي .

زموږ داسې ګمان کیږي، چې امریکایي مغرور او لار ورکي سیاستوال دخپلې ناولې ستراتیژي له مخې دافغان په مېله داوږدې جګړې لپاره دسون مواد برابروي .

دا ماشومان که همدا اوس له زندان څخه خوشي هم شي ذهن به یې دکینې له تورو لوګیو څخه خوشی نه شي، کله چې ذهن یې په تور تم او غچ اخیستلو کې مشغول وي نو هغه څه ته به دوام ورکوي کوم څه، چې امریکايي سیاستوال غواړي مانا اوږده او پردۍ جګړه .

دا، چې زموږ دیو شمېر بې ننګو، پردي پالو، پس فطرتو اوتش په نامه افغان چارواکو دبې ننګي له کبله  زموږ په ماشومانو کې زولنې اچول شوې دي داځواب به  له همدې  نننیو تش په نامه واکمنو څخه وغوښتل شي .