دانګـــــرېزانو دملکې لمسی دا ځــــل بیا د میونــــــــد په خـــــوا روان دی
د انګلستان د ملکې دوهمې ايليزبېت لمسی، شهزاده هېري به دا ځل د چورلکې د کوپيلوټ يا مرستيال پيلوټ په توګه په افغانستان کې په دنده پيل وکړي.
د ټېلګراف ورځپاڼې د شاهي کورنۍ له سرچينو دا خبر په ډاګه کړی او زياتوي، چې لومړی ځل دغه شهزاده د لسو اوونيو لپاره، په 2008 ز کال کې افغانستان ته سفر کړی و.
دغه شهزاده په دې وروستيو کې د اپاچي څرخکې اتلس مياشتنی کورس سرته رسولی او په ښو نومرو بريالی شوی.
افغانستان ته د شهزاده هېرې تګ به د انګلستان شاهي کورنۍ د پرستيژ د لوړولو او په افغانستان کې د انګريزي ځواکونو د مورال د پياوړي کولو لپاره به ښه وي؛ همدا راز طالبان به هم وايي، چې خدای دې راوله او که نښې ته يې برابر شو بيا به اصلي ګټونکي دوی وي؛خو په جګړه کې تل عام خلک اصلي بايلونکي دي او دغه شهزاده به له هوا ډزې کوي او بمونه به غورځوي.
د طالب او عامو خکلو تر منځ په ځمکه بهرنيان توپير نشي کولی، له هوا خو به ناممکنه وي.
