په قطــــر کې  هـــــم د طالبانو دفتر پرانســـــتل شوی او هــــــم یې په کار  پیل کــــړی دی

 

تاند(جمعه/جنوري۲۷) د طالبانو یو پخوانی چارواکی وايي چې په قطر کې د طالبانو دفتر پرانستل شوی او خبرې یې پیل کړي دي.

ارسلا رحماني دا هم وايي چې رسنیو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د طالبانو دفتر په دوحې کې وویني د افغانستان د سولې د عالي شورا یو جګپوړي غړي ارسلا رحماني وايي چې په قطر کې د طالبانو دفتر پرانستل شوی او عملاً یې کار پیل کړی دی.

ده وویل، طالبان غواړي چې خپل پخواني سخت دریځونه نرم کړي او د دوی مشر د سولې د خبرو لپاره قطر غوره کړی دی.

ارسلا رحماني، چې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې وزیر و، وویل:طالبان له ناټو ځواکونو سره له لس کاله جګړې وروسته حاضر شوي چې خپل سخت او بنسټپال دریځونه بدل کړي.

ده همداراز وویل چې په جرمني او قطر کې له امریکايي مقاماتو سره پټو خبرو، چې د ۲۰۱۰ کال له نومبر څخه پیل شوې دي، د د سولې د بریالیتوب لپاره ښه چانس رامنځته کړی دی.

د ارسلا رحماني په وینا طالبان نور هماغه لاره نه تعقیبوي چې د خپل حکومت په وخت کې یې غوره کړې وه.که دوی پخلا شي د نورو افغانانو په شان به وي.

رحماني، چې په کابل کې په خپل کور کې له رویټرز خبري اژانس سره خبرې کولې، دا هم وویل:«طالبان بیا په زور د افغانستان د نیولو هڅه نه کوي بلکې د دوی هغه کسان به چې استعداد او وړتیا لري د ولسمشرۍ یا پارلمان په انتخاباتو کې ځانونه کاندید کړي او یا به په کابینې کې غړیتوب ترلاسه کړي.»

په کابل کې د افغانستان د چارو د یوې خپلواکې څېړنیزې موسسې غړې مارتین وان بیجلیرت وویل:« هیڅوک داسي نه شي انګېرلی چې له طالبانو سره خبرې نتیجه نه شي لرلی. داسي ښکاري چې اوس ښه چانس برابر شوی وي.»

دې د سولې په پروسه کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د رول یادونه وکړه، ویې ویل چې دا شورا خوشبینه او په عین حال کې لېواله ده.

طالبانو په وروستیو کې اعلان وکړ چې حاضر دي په قطر کې سیاسي دفتر پرانیزي.

رحماني وویل چې د قطر په دفتر کې کار دوام لري او د ملامحمد عمر جګپوړي استازي په دوحه کې په خبرو بوخت دي.

ده دا هم وویل:« فکر کوم چې د قطر دفتر فعال دی خو رسنیو ته اجازه نه ورکول کېږي چې ورشي.»

رحماني وویل چې که هره پرېکړه د ملا عمر استازو، چې اوس په دوحې کې دي، وکړه، عام طالبان به یې ومني.او په دې باور لري چې له امریکایانو او د افغانستان له حکومت سره به بالاخره د طالبانو خبرې بریالۍ شي.

 

دیوبل خبر له مخې د طالبانو پنځه کسيز پلاوی، امريکايانو سره د مذاکراتو لپاره قطر ته رسيدلی.

وروستي رېپوټونه وايي، چې قطر ته د طالبانو پخواني لوړ پوړي چارواکي رسيدلي، تر څو له امريکايانو سره د سولې د منځ ته راتګ پر شرايطو خبرې وکړي.

په دغه پلاوي کې، چې قطر ته رسيدلی دغه کسان شامل دي:

'طيب آغا'، 'شيرمحمد عباس ستانكزی'، 'مولوی شهاب الدين دلاور'، 'سهيل شاهين'، او 'حافظ عزيزالرحمان.

همدا شېبه یوبل خبر راورسېد، چې شرح یې په لاندې ډول ده :

تاند(یکشنبه/جنوري۲۹) نیویارک ټایمز ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې د امریکا او طالبانو استازو د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو او په خپل منځ کې د اعتماد پیدا کولو پر لارو چارو خبرې وکړې.

دې معتبرې امریکايي ورځپاڼې د طالبانو د څو جګپوړو استازو په قول لیکلي چې په قطر کې د دواړو خواوو د استازو د خبرو یوه مهمه موضوع د ګوانتنامو له زندانه د یوشمېر طالب بندیانو د خوشي کېدا مسله وه.

د افغانستان د سولې د عالي شورا منشي امین الدین مظفري وویل:« د افغانستان حکومت تمه لري چې د قطر د دولت یو پلاوی به کابل ته راشي او د سولې په خبرو کې به د خپل هیواد د رول په اړه افغان چارواکو ته مالومات ورکړي.»

نیویارک ټایمز وايي چې د طالبانو له څلورو تر اتو استازي له پاکستان څخه قطر ته تللي چې په دوحې کې سیاسي دفتر پرانیزي.

تر دې مخکې د جمعې په ورځ د افغانستان د سولې د عالي شورا یوه جګپوړي غړي او د طالبانو د واکمنۍ په موده کې وزیر ارسلا رحماني ویلي و چې په قطر کې د طالبانو دفتر عملاً پرانستل شوی خو رسنیو ته اجازه نه ورکول کېږي چې دا دفتر له نژدې وویني.

ده له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، طالبان غواړي چې خپل پخواني سخت دریځونه نرم کړي او د دوی مشر د سولې د خبرو لپاره قطر غوره کړی دی.

ده همداراز وویل چې په جرمني او قطر کې له امریکايي مقاماتو سره پټو خبرو، چې د ۲۰۱۰ کال له نومبر څخه پیل شوې دي، د د سولې د بریالیتوب لپاره ښه چانس رامنځته کړی دی.

خو نیویارک ټایمز وايي، داسي ښکاري چې طالبان له دې سره سره چې نه غواړي د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې په خبرو کې د خپلو استازو د ګډون په اړه رسماً څه ووايي، د لومړنیو خبرو لپاره تیار دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي د تېرې اوونۍ په لومړیو کې په کابل کې د افغانستان ولسمشر ته په قطر کې له طالبانو سره د خپلو خبرو په باب مالومات ورکړل او بېرته قطر ته لاړ.وروسته مارک ګراسمن په قطر کې له طالب او قطرې مقاماتو سره د خپلو وروستیو خبرو په اړه د چهارشنبې په ورځ ولسمشر کرزي ته د ایټالیا په پلازمېنه کې مالومات ورکړل.

درنو لوستونکو!

نښترویبلاګ مو ددې لاندې مطلب  لوستلو ته هم رابولي اوهیله لري، چې مالومات به مو نور هم ورسره زیات شي :

د طالبانو او امریکایانو رسمي خبرې: پایلې او هیلې

چرچل یو وخت ویلي و چې له امریکایانو څخه د یوه ښه کار انتظار یوازې هغه وخت کېدای شي چې دوی نورې ټولې لارې چارې وازمویلې.

 په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پرانستل د دې خبرې ژوندی مثال دی. دا موضوع د افغانستان د اوږده جنګ په تاریخ کې نوی فصل او له تاریخي پلوه د افغانانو لپاره یو ستر سمبولیک بری دی.

له دې سره سره چې دا یوازې پیل او ناڅرګندې ستونزې لا په مخ کې دي، که چېرې امریکایان په خپل نیت او ژمنو کې صادق وي او طالبان له ځانه ځانګړې سیاسي پوهه او هوښیاري وښيي او د افغانستان او نړیوالو حقایقو په باب ژور نړۍ لید ولري، زموږ په جنګ ځپلي هېواد کې د یوې دایمي سولې لپاره لاره اواره کېدای شي.

په قطر کې د طالبانو دفتر دوه مهم واقعیتونه څرګند کړل:

لومړی د کابل حکومت ـ په تېره په اوسنۍ بڼه ـ د افغانستان په برخلیک کې د اخلاقي او حقوقي ونډې لپاره هېڅ بنسټ نه لري. بل دا چې پاکستان یا ښه به وي چې ووایو د پاکستان پوځ او د ای اس ای جواسیس د افغانستان د جنګ په باب په خبرو کې د هیڅ ډول رول لوبولو حق نه لري. له بلې خوا د پاکستان هغه لوی دروغ چې پرته له دې هېواده له طالبانو سره د خبرو اترو امکان نشته ټولو ته څرګند شو.

زموږ د معاصر تاریخ د درسونو او تجربو په رڼا کې د طالبانو او امریکایانو د مستقیمو خبرو اترو د پرمختګ او وروستي بري ته د رسېدو په لاره کې له  دریوو منابعو څخه خنډونه او لانجې رامینځ ته کېږي.

لومړی: پاکستان او ایران د پاکستان د پوځ او ای اس ای لپاره د افغانستان په باب هر ډول نړیوال تړون چې په هغه کې طالبان په خپلواک ډول فاعلانه ګډون ولري د پاکستان د وجودي پایښت لپاره د مرګوني ګواښ معنی لري. پنجابیان په خپلو ناولو ذهنونو کې همدا اوس اوس طالبان د خپلو اوږد مهالو ګټو او په کابل کې د پاکستان د یوه ګوډاګي رژیم د جوړولو په لاره کې خپله دارایي ګڼي. له همدې کبله اسلام اباد په سلو جبهو کې فعال دی څو په افغانستان کې د سیاسي او پوځي تحولاتو کنټرول په ښکاره او پټ ډول په خپل لاس کې ونیسي.د افغانستان د اوضاعو کتونکي او سیاسي شنونکي په دې اند دي چې ای اس ای د حقاني په ډلې بشپړ کنټرول لري او دا ډله هڅوي څو له امریکایانو سره اړیکې ونه نیسي او که چېرې په مرکو کې برخه اخلي دا به د ای اس ای تر لار ښوونې او نظارت لاندې وي. د مثال په ډول واشنګټن پست د روان کال د جنوري په ۱۱مه په همدې اړه ولیکل: « د ای اس ای رئیس شجاع پاشا له امریکایانو سره د خبرو اترو لپاره ابراهیم حقاني د تېر اګست په میاشت کې له ځانه سره متحده عربي اماراتو ته بولی و، خو خبرو کومې پایلې نه درلودې.»  د احمد رشید له قوله د امریکا کرسچن ساینس مانیټور اونیزې تېره اونۍ زیاته کړه «  پاکستان  به ټولې هلې ځلې وکړي څو په قطر کې ځانګړي امتیازونه تر لاسه کړي او مخکې له دینه چې ملا محمد عمر افغانستان ته لاړ شي له هغه نه به د پاکستان په ګټه ژمنې واخلي.»د پاکستان د ډیلي ټایمز ورځپاڼې تېره اونۍ ولیکل: « که چېرې موږ حقاني هم خپل دښمن کړو، موږ ته به همدا خوارکی حکمتیار راپاتې وي چې د پاکستان له ګټو نه دفاع وکړي. »د امریکایي سیاستوالو بله ډله وایي چې د طالبانو د کوټې شورا د زړه له کومې غواړي ځان د پاکستان د پوځ او جواسیسو له اغېزو څخه خلاص کړي او نورې ډلې یې بیا د دایمي جهاد په پلمه غواړي د ای اس ای تر اسارت لاندې پاتې شي.زه دلته د خپلې لیکنې لپاره مجبور یم خپاره شوي اسناد لوستونکو ته وړاندې کړم، خو دا چې دا نظرونه رښتیا دي او یا دروغ زه څه نه شم ویلای. سیاسی څېړنې اوس ورځ تر بلې پېچلې کېږي ځکه تبلیغ او پروپاګند د روانې جګړې یوه مهمه برخه ده. اوس چې د طالبانو لپاره په نړیواله کچه سیاسي حجره جوړېږي، هیله من یو په راتلونکې کې طالبان په دې باب موږ او ټولې نړۍ ته د دې ډول اسنادو سپیناوی وکړي.د دې تر څنګ د جرمني او قطر په منځګړیتوب د امریکایي دیپلوماتانو او طالبانو مستقیمې خبرې اترې د پاکستان لپاره ښه خبر نه و. د دې هېواد مطبوعاتو او سیاسي شنونکو په دې باب له اندېښنو څخه ډک غبرګونونه خپاره کړل. د مثال په ډول د پاکستان -  نن انګریزي ورځپاڼې تېره اونۍ ولیکل: « اوس چې موږ د امریکایانو له خوا تر زیات ګواښ لاندې یو، طالبانو موږ ته شا کړه او له موږ نه یې پرته له امریکایانو سره خبرې اترې پیل کړې.»همدې ورځپاڼې ځينې هغه طالبان چې په کیوبا کې د امریکا د ګوانتانامو له زندان نه خلاصېږي د بشري حقوقو پر تېري تورن کړي دي. د دې علت ښایي دا وي چې یو شمېرطالب بندیانو ته د پاکستان د پوځ او ای اس ای غداري معلومه ده او دوی په خپلو سترګو لیدلي چې ګڼ شمېر طالبان د پیسو او د شرابو په بوتلو خرڅ شوي دي. پنجابیان تل دا وېره لري چې د طالبانو په باب د دوی جنایتونه رسوا نشي.  

د پاکستان لاسوهنې ټولو ته جوتې دي. دوی پخوا هم دا کار کړی دی، د ملا عبدالغني برادر او نورو نیول یوه پخوانۍ بېلګه ده، همدا ډول د جنورۍ په څلورمه د لندن د اکانومیست اونیزې ولیکل: « تېر کال هغه وخت چې طیب اغا د طالبانو په استازیتوب له الماني او امریکایي دیپلوماتانو سره خبرې سرته ورسولې د ده ټوله کورنۍ په پاکستان کې په کور کې کلا بنده شوه.»

د دې ټولو عواملو تر څنګ د پاکستان یو بل په زړه پوری حقیقت سر راپورته کوي. د پاکستان بې بنیاده شتون، د نویو جغرافیایي او سیاسي بدلونونو او د لویو ځواکونو د نویو لوبو په طوفان کې راګیر شوی دی. دا هېواد انګریزانو په ۱۹۴۷ کال کې له اسرائیل سره غبرګ د دریو موخو لپاره جوړ کړ. انګرېز او امریکا د دې لپاره چې د کمونیزم پر ضد او د هند د سمندر تودو اوبو ته د روس د امپراطورۍ د رسېدو مخه ونیسي او د اسلامي نړۍ کورني حالات کنټرول شي پاکستان جوړ کړ. د یوه اوسپنیز دیوال په توګه امریکایانو پاکستان تر دې دمه په خپلو پیسو او وسلو وساته خو اوس د نړۍ د ستراتېژۍ پوهان ټول په دې اند دي چې دا وسپنیز دیوال پر امریکایانو د لوېدو په حال کې دی. شل کاله وروسته او ښایي حتی له دې مودې نه ژر چین ابر ځواک شي او د هند د سمندر تودو اوبو ته به ورسېږي، همدا اوس اوس د پاکستان په شمال په ګلګیت اوقراقرم کې د چین تاڼې جوړې شوې دي او خبري سرچینې شهادت ورکوي چې ښایي په پښتونستان کې هم چینایان په راتلونکي کې دا ډول نظامي اډې جوړې کړي.چین لا پخوا پاکستان خپل اسراییل بولي او په بلوچستان کې د نوي بندر په جوړولو لګیا دی. له دې کبله امریکایان پاکستان ته په پخوانۍ سترګه نه ګوري. د پاکستان کورني تناقضات تر ټولو زیات په بلوچستان کې لیدل کېږي. بلوچان هوډمن دي چې ځانونه د پنجابیانو له غلامي او اسارت نه خلاص کړي. د دوی وسله وال جنګ ژور شوی او د ورځپاڼو غټ عنوانونه یې نیولي دي، خو د پښتنو حال ویجاړ دی او لا تر اوسه د پنجابیانو له خوا په راز راز ډولونو غولول کېږي. اسلام اباد له یوې خوا نشنلیستانو ته حلوا په خوله کې ورکړې ده او له بلې خوا پښتانه هڅوي چې په ټوله نړۍ کې اسلامي خلافت جوړ کړي.پښتانه به څنګه خلافت جوړ کړي چې دوی په ذلت کې وي او د پنجابي اسارت رسۍ یې په غاړه وي. تر هغو چې یو ملت خپلواک شوی نه وي، نه اسلام ته او نه ځان ته خدمت کولای شي. دغو ژوندیو حقایقو پاکستاني واکمنان د مرګ په تبې اخته کړي دي او لکه زخمي ماران له هرې خوا سرونه را پورته کوي. جنرال مشرف له لندن او دبۍ نه، عمران خان په بدمعاشۍ او پنجابي پوځ او جواسیس د کودتا په کولو غواړي پاکستان وژغوري. که چېرې د امریکایانو ډار نه وی اوس به وخته پنجابي جنرالانو مارشال لا اعلان کړی و.د بلوچستان د مقاومت پیاوړتیا، د پاکستان اقتصادي افلاس او نوي سیاسي تحولات ښایي پښتانه هم راویښ کړي او د ځان ژغورلو ته لومړيتوب ورکړي. په هر حال اسلام اباد به ټولې هڅې وکړي څو د امریکا او طالبانو د سولې بهیر ړنګ کړي او یا یې تر خپل کنټرول لاندې راولي.د پاکستان تر څنګ زموږ بل ګاونډي هم تل هڅه کړې چې په افغانستان کې د جنګ اوربل وساتل شي. د طالبانو او امریکایانو مستقیمو خبرو اترو ایراني واکمنان هم رنځور کړي دي. له عراق نه د امریکایانو له وتلو نه وروسته د ایران واکمنان د خپلې مجوسۍ او صفوي دورې خوبونه ویني.تهران د طالبانو او پښتنو عروج په کابل کې نه مني او ټولې هڅې به وکړي چې خپل ګوډاګیان وکاروي. ایران د افغانانو او په تېره بیا د پښتنو په هغه پوتانسیل ښه پوهېږي چې کېدای شي وروسته له درې لسیزو جګړې نه افغانستان په سیمه کې په یو ستر او ټاکونکی ځواک بدل کړي. د شمال ائتلاف د ایران لپاره په افغانستان کې د شر او فساد په خپرولو کې مرسته کوي او له دې کبله ایران غواړي د نویو ائتلافونو په جوړولو سره په افغانستان کې د طالبانو د وروستي بریالیتوب مخه ونیسي. د تهران هغه هلې ځلې چې دوی د امریکا پر ضد د طالبانو ننګه کوي یو عوام غولونکی تاکتیک دی. په اوږد مهال کې ایران تر ټولو زیات د افغانانو د یووالي او د طالبانو د بریالیتوب تر ټولو شیطاني دښمن دی.که چېرې د امریکا او ایران روان تاوتریخوالی په جنګ بدل شي، ښایي په لنډ مهال کې د افغانستان پر اوضاعو اغیزې وکړي، خو په اوږد مهال کې د پام وړ بدلون نشي رامینځ ته کولای، خو په اسلام اباد کې پنجابي واکمنان لاس په دعا ناست دي چې د امریکا او ایران جنګ شي او دوی د امریکایانو له فشاره خلاص شي. ښایي پاکستان امریکایانوسره د ایران پر ضد هر اړخیزې همکارۍ وکړي. په هر حال د طالبانو او امریکایانو د مستقیمو خبرو اترو د پرمختګ په لاره کې د امریکا او ایران اړیکې مهم فکتور ګڼل کېږي.دوهم: امریکادا په بشپړه توګه جوته نه ده چې ایا امریکایان له طالبانو سره د سولې په خبرو کې صداقت لري او یا د پردو تر شا نورې موخې لري؟ که چېرې امریکایان دې ته حاضر وي چې د افغانستان بلقوه حقایق ومني او د یوه ګوډاګي رژیم د جوړولو پرځای په افغانستان کې یو دوست او خپلواک دولت ومني له افغانانو سره د روغې جوړې امکان شته.امریکایان علی القاعده په خپله پالیسۍ کې هڅه کوي څلور یا پنځه واریانته ولري او بیا په هغه واریانت چې تر ټولو زیاتې اوږد مهالې ګټې ولري عمل وکړي.امریکایان لکه موږ غوندې نه دي، دوی د پنځوسو او سلو کلونو په ګټو پسې ګرځي. زما په اند د هغو حقایقو په رڼا کې چې ما په دې لیکنه کې ورڅخه یادونه کړې پرته له طالبانو سره له جوړجاړي نه امریکایان هېڅ بله لاره نه لری. که څه هم سیاستوال پوهېږي چې له امریکایانو سره سوله د جګړې په نسبت زیات ګران کار دی، خو که امریکایان په خپل نیت او اهدافو کې صادق وي په سوله کې به تر ټولو دوی زیاته ګټه وکړي. دا اوس په لویدیځ کې یو متل شوی دی چې افغانان په نړۍ کې تر ټولو ښه دوستان او همدا راز تر ټولو بد دښمنان دي.امریکایان کولای شي افغانانو سره خپله دښمني په دوستۍ واړوي. له طالبانو سره د دوی د مستقیمو او خپلواکو خبرو اترو بریالیتوب زموږ او د دوی د خلکو او د ټولې نړۍ او سیمې په ګټه دی.د تېرې اونۍ هغه جنګې جنایت چې امریکایي ماڼوګانو د طالبانو پر اجسادو باندې په بولو کولو باندې تر سره کړو دا جوتوي چې د امریکا په واکمنانو کې داسې خلک شته چې له افغانانو سره روغه جوړه نه غواړي. د دې عمل ویډیو د نړۍ په مطبوعاتو کې تصادفي نه وه. دا د امریکایانو د رواني جنګ یوه برخه ده. دوی د ویتنامیانو پر اجسادو هم همداسې نارواوې کړې وې.دا د یرغلګرو دستور وي. کله به چې د چنګیز پادې پر یوه مفتوحه کلي یرغل وروړ دوی به د اجسادو سرونه د دښمن سنګرونو ته غورځول. د اسونو په لکیو کې به یې له خاورې ډکې کڅوړې تړلې او هر جنګیالي به دوه څراغونه له ځانه سره ګرځول څو خپلې پادې ډېرې او ډاروونکي وښیی. زما په اند د امریکایي ماڼوګانو د دې عمل اصلي هدف دا و څو د افغانانو په لاشعور کې د هغه تاریخي او سمبولیک بري احساس چې ما ورڅخه په پیل کې یادونه وکړه ووژني.که چېرې امریکایان غواړي له طالبانو سره له خبرو اترو څخه هغه پایلې چې اسراییل له یاسر عرفات او د هغه له ډلې سره د تقلبي سولې تر نامه لاس ته راوړي، دا خبرې اترې به هېڅ ځای ته ونه رسېږي. امریکایانو په ۱۹۷۳زېږدیز کال کې له شمالي ویتنام سره هم خبرې اترې پیل کړې خو په ۱۹۷۵ کال ریچارډ نکس په خپله ناکامې کړې.

دریم : د کابل حکومت

د کابل حکومت د نظامي او ټولنیز اهمیت له پلوه کوم د پام وړ ځواک نه دی او نه د خپلواکه تصمیم نیولو توان لري، خو کولای شي د طالبانو او امریکایانو د سولې په پروسه کې خنډونه رامینخ ته کړي. د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر له خبر سره متوازي په کابل کې د پخوانیو مجاهدینو ځينې ډلو، د چورپوریانو، ګلیم جمع او ګلیم غم سره هغه زړې او ناکامې تجربې له سره پیل کړې چې ګټه یې د افغانستان دښمنانو ته رسېږي. د نویو ډلو ټپلو او پټو ائتلافونو د جوړېدا تر شا د پاکستان، ایران، روس، هند او پخپله د امریکا د اطلاعاتي کړیو لاسونه موجود دي. دا ډول ائتلافونه د امریکایانو او ناټو د پوځونو له شا کېدو نه وروسته په افغانستان کې د کورنۍ جګړې مقدمات برابروي.څرنګه چې د کابل د حکومت تر ټولو لوړ تصمیم نیوونکی ځواک د شمال د ائتلاف جنګسالاران او په کابل کې د امریکا سفارت دی، له دې کبله له دې حکومت نه د کوم ګټور ملي اقدام هیله نه کېږي. د طالبانو او امریکایانو د مستقیمو خبرو اترو له کېدو څخه د پاکستان او د کابل حکومت شړل د افغان اولس غوښتنې څرګندوي، ځکه کابل خپلواک نه دی او پاکستان نامشروع ګټې غواړي. که چېرې د کابل حکومت په خپل جوړښت کې ژور بدلون راوړي او وغواړي د خپلو کارنامو په لړ کې یوه نوې پاڼه رامینځ ته کړي ښایي د خبرو اترو لپاره وړتیا ومومي، اولس د کابل حکومت نه دا غوښتنې لري.ـ د شمال د ائتلاف ځواکمن باید له دې حکومت نه لرې شي.ـ په هېواد کې د شمال د ائتلاف د شخصی زندانونو په شمول په ټولو زندانونو کې باید د مخالفینو شکنجه او وژل بند شي.- د رژیم اوسنی اساسي قانون ملي نه بلکې د افراطي ډلو له خوا د هېواد د ملي ګټو پر ضد لیکل شوی دی، له دې کبله نوی اساسي قانون باید جوړ شي.ـ د رژیم په میډیا کې باید د ایران او نورو فرهنګي اشغال ختم شي.ـ د رژیم د سولې او علماوو شوراګانې له درباري او پلوخورو ملایانو نه ډکې دي، او د اولس لپاره د منلو وړ نه دي. د سولې شورای باید ملي، نا پییلې او د مخالفینو په ګډون جوړه شي.ـ د کابل حکومت باید له پاکستان او نورو غیر ملي ډلو سره د طالبانو او امریکایانو د خبرو پر ضد هیڅ ډول معامله ونه کړي.په پای کې د قطر خبرې اترې او د طالبانو سیاسي دفتر یو مثبت ګام دی او ټول افغان اولس یې تر شا ولاړ دی. دا طالبانو ته امتیاز نه بلکې د غرونو په شان د دوی پر اوږو د امانت او تاریخي مسئولیت پیټی دی. د اسلام یو لوی فیلسوف او مؤرخ ابن خلدون په خپلې « مقدمې » کې د یوې ټولنې د ناورین او د هغې د خلکو له عذاب نه د خلاصون لپاره ډېر غوره نظر وړاندې کوي. ابن خلدون وایي چې په یوه ټولنه کې پرمختګ او سوله هغه وخت شونې ده چې په یوه هېواد کې ډله ییزه همغږي او اتحاد رامینځ ته شي. داسې همغږي هغه وخت شونې ده چې فردي، عقیدتي او قومي هویت د ملي ډله ییز هویت ځای ونه نیسي. د داسې ډله ییزې همغږۍ لپاره زما په اند یوه ملي محور ته اړتیا لرو چې ټول خواره واره افغانان پرې راټول شي. دا محور د افغانستان لنډ مهالې او اوږد مهالې ګټې دي. که خدای مکړه افغانستان نه وي موږ به هېڅ یو او که چېرې افغانستان زخمي او کمزوري وي موږ هم زخمیان او کمزوري یو.د افغان اولس او د تاریخ غوښتنې له طالبانو نه دا دي چې یوه رڼه ملي او نړیواله پالیسي غوره کړي او ځانونه د ټولو افغانانو استازي وبولي، هم د خپلو دوستانو او هم د خپلو مخالفینو او د هر عمل د کولو نه مخکې د افغانستان ګټو ته د لومړیتوب حق ورکړي.زموږ تاریخ زموږ پوهنتون دی، په نولسمه پېړۍ کې دوه ځلې افغانانو انګریزانو ته ماته ورکړه، خو بری په پای کې د انګریزانو شو، ځکه انګریزانو افغانستان د روس او د برتانوي هند تر مینځ یوه حایل سیمه کړه او بیا یې زموږ په خاوره ـ پښتونستان ـ د بل حایل په توګه جلا کړ.

که چېرې افغانان ویښ نه شي او ېوازې د دولتي قدرت په لټه کې وي چې له پیاده نه تر وزیره باید ټول د یوې عقیدې خلک وي، افغانستان به بیا هم بریالیتوب تر لاسه نه کړي. 

پرون له انګرېز سره په جنګ وو، بیا له روس سره په جنګ شوو، اوس له امریکایانو سره او د سبا نسل به خدای مکړه د چین ( د راتلونکي ابر ځواک) د یاجوجو او ماجوجو سره لاس او ګرېوان وي. دا د یوې نیمې پېړۍ د جنګ او ناکامۍ منحط فرهنګ باید له افغانستان څخه ورک شي. 

له تاند او لوی افغانستان څخه په مننه