هنــــد حـــق نـــــه لـــــري چې نــــور دناپییلتـــوب خبره وکـــړي

دښاغلي ش .حصین لیکنه

 هند دناپییلتوب دغورځنګ له مخکښو بنسټ ایښودونکو څخه و.نا پیلتوب ته دهند لیوالتیادیوې تاریخي اړتیا په څنګ کې دانګلیسي استعمار پر خلاف دمهاتما ګاندي دتحریم او «آرام مقاومت» هغه چې ځینې ېې «عدم مقاومت » بولی له تفکر څخه تومنه اخیستې وه.

دغه فکر او سیاست دهندی ټولنې له ملي ،مذهبي او تاریخي کرکتر سره سمون درلود.هند دانګریزي استعمار له اوږدې لاسبرۍ څخه دا تاریخي پیژند ګلوي اوتجربه تر لاسه کړې وه چې استعمار په هره بڼه او هر شعارچې وي داولسونوله ځپلو او لوټ څخه بل څه نه لري.همدغې عملی تجربې مهاتما ګاندي او دهند ډیر نور مشران له پانګوالې نړۍ څخه دژورې کرکې په درلودلو سره داسې ملي افکاروته ورنږدې کړل چې دفکري مضمون له پلوه د یو ډول سوسیالیستي لیوالتیا نوم پرې ولګید.ګاندي پخپله هم په خپل سوسیالیست والي ښکاره څرګندونې کولې.دا سمه ده چې دهغه سوسیالیستي لیوالتیا له هغه څخه چې کمونیزم ېې بولي په لرې واټن کې ولاړه وه، خو همدغه دریځ دده داستعماري او امپریالیستي ضد کرکې ښودنه کوله.دهند له خپلواکۍ وروسته جواهر لعل نهرو او دهندنورو مشرانو ترډیره دګاندي لاره مخې ته نیولې وه.په آسیا او ټوله «دریمه» نړۍ کې دهند محبوبیت هم له همدې ځایه تومنه اخیسته.                                                                             
هغه وخت چې سړې جګړې پراخه غزو نې وکړې او دناتو ،سیتو،سنتو او مخې ته ېې دوارسا پوځي تړونونه را مخ ته شول او نړۍ دتسلیحاتي درنو سیالیو په منګلو کې دیوې نوې نړیوالې جګړې ویره را مخته کړه،هند دخپل ملي اوسوله پال،آرام او انسلاک نه منوونکي سیاست له مخې او په ښکاره له دې پلوه چې په بهرني سیاست کې ېې ځان دوخت سوسیالیستي کمپ ته ور نږدې کړی ود دسکارنو دوخت له اندونیزیا سره دناپییلتوب دغورځنګ بنسټ ایښو دونکی شو.دناپییلتوب غورځنګ پخپله هم سوسیالیستي کمپ ته ډیر ورنږدې و.دغه غورځنګ په دریمه نړۍ کې داستعمار او امپریالیزم ضد دملي خپلواکی غوښتونکو غورځنګونوډیر پیاوړی عملي او نظري ملاتړ و.هند ددغه سیاست له مخې په سیمه او دریمه نړۍ کې ډیره اوچت وځلیده.                                                               
دنیمې وچې ظالمانه له توطئو ډک ویش هند خوا بدی کړی و، له استعمار نه کرکه ېې نوره هم ژوره شوې وه،هند دپاکستان شتون نه شو ځغملی، له همدې کبله ېې دتوان تر کچې دپاکستان خلاف دریځ ساتلو.دهند او پاکستان درې جګړې هم تر ډیره له همدغه دریځ څخه اغیزمنې وې.هند داوږدو کلونو له پاره دافغا نستان دقومو او قبایلودوزارت له لارې بې شمیره پانګونې وکړې.ویلی شو چې پر افغانستان دقومونو په څنګ کې دقبایلو داصطلاح ساتنه هم هندې دیکتات و.هند په دې پوهیده چې د افغانستان دنورو قومونو په څنګ کې له هند سره د پښتنو مینه تاریخي بنسټونه لري.پښتنودهند په خپلواکۍ کې سرونه ورکړي وو،یو شمیر پښتنو مشرانو دپښتنو له جګړه ییزکرکتر سره سره دګاندي دآرام مقاومت لاره غوره کړه او له دې لارې ېې دپښتون زلمي تاریخ خدايي خدمتګارانو ته ورکړ.خدايي خدمتګارانو دهند ویش ونه مانه او کله چې کانګرس او مسلم لیک په دې ویش لاسلیک وکړ پښتنو بیا هم ددغه ویش پر بنسټ انګریزي جوړ کړی ریقرندم تحریم کړ.له دې ټولو سره سره چې بیړنۍ ګوتې ورته ونیول شوې.هند د افغانستان په روانه غمیزه کې دتیري،اشغال او آن په ښکاره دپښتنو دجنوساید لوری غوره کړ.یواځې په دې تمه چې دافغانستان جګړې به پاکستان له پښو را وغورځوي.هند په خپل دې دریځ سره وښوده چې دپاکستان دنابودۍ په لاره کې که افغانستان قرباني شي ددوی جشن دی.                                                    
دپاکستان جوړښت بې له شکه یوه استعماري جوړونه اودسیمي له پاره یوه زوروونکې سرطاني نښه ده.خو دپاکستان له شپیتو کلونو زیات تاریخ دغه هیواد دسیمې  په یوه جغرافیايي واقعیت اړولی دی.پاکستان یواځې ددولتې له غرضه ډکودګاونډیو ضد واکمنو ټولنه نه ده.په پاکستان کې څه دپاسه سل ملیونه انسانان په اسلامي عقیده ژوند کوي.ددغې سترې بشري مجموعې فزیکي وژل یا دنورو مرییتوب ته ور ټیلوهل نه شونی او نه یو بشري عمل دی.داتمه چې پاکستان دې دسیمې په هیوادو وویشل شی او هند دې له دې ویش څخه غټه مړۍ تر لاسه کړي دیوې درنې بشری ضد دښمنۍ نښه ده.له پاکستان سره دهند او افغانستان ځمکني شخړې که دپاکستان په نابودۍ ولاړې وي ،دغه څه په سیمه کې له یوه خونړي ناتار پرته بل څه نشي راوړلی.دهند دریځ په دې خبره دتوجيي وړ نه ده چې پاکستان هم دافغانستان او هم دهند له پاره یو تاریخي سرخوږی دی.په نړۍ کې به ډیر لږ داسې هیوادونه پیدا شي چې خپلو ګاونډیوته ستونزې جوړې نکړي او په کورنیو چارو کې ېې پټې یا  ښکار لاس وهنې ونه کړې.په افغانستان کې قبایلو ته دمرستې په نوم دپاکستان خلاف هندې پانګې اچونې دښکاره دښمنۍ تر کچې لاسوهنه نه وه؟هغه څه دپاکستان له نظره پټ وو؟ پاکستان کولی شوی چې هغه په پټو سترګو وځغمي؟ که داسې نه وې دا یواځې پاکستان نه دی چې افغانستان ته غمیزې جوړوي ،هند هم له دې پړې وتی نشي.                            
هند دشوروي لښکروله خوا د افغانستان په لس کلن اشغال کې دهغه اشغال پلوي واو جهادې ډلې ېې  په تاریخي دښمنۍ نیولې وې ،هغه ېې بنسټپال او تروریست ګڼل ،اوس دمتحده ایالاتو او ناتو له خوا د افغانستان په اشغال کې له هماغو جهادي ډلو سره په څنګ کې دافغانستان داشغال ددوام دعاوې کوي.دا دافغانستان له خلکو سره دوستي ده که دښمني.هند له هر بل چا نه ښه پوهیږي چې دلویدیځ ددمواسۍ،دبشر دحقوقو،له خوارو اولسونو سره دمرستې ننداره څه ده.هند په خپل دغه دریځ دافغانستان له ټولو خلکو په تیره بیا له پښتنو سره هغه تاریخي نامردي مخته کړې چې پایلې ېې ډیرې درنې دي.
هند په دې پوهیده چې د افغانستان د ورکې له پاره ټول اجیر ځواکونه دلویدیځ په پانګه،روزنې او هڅونې را جوړ شول.القاعده ،طالبان او نور هم همدغې ځانګووځنګول.                                                
دسردار محمد داود جمهوري نظام یواځې دپاکستان له پاره د سترګو اغزی نه بلکې دلویدیځ له خوا ېې د کمونیزم تورخوړلی و او دا لویدیځ وچې دافغانستان د تباهۍ زړي ېې درباني،ګلبدین ، سیاف،خالص، محمدي،مسعود او نوروپه نوم کینول.هغه ځوان جمهوریت لاڅلور کلن نه وچې دهمدغو زړو وسلوال پاڅونونه په پنجشیر،لغمان،ارګون او نورو ځایو کې را پورته شول.رژیم هغه وټکول همدې کار دافغاني ټولنې آرام بنسټ ولړاوه،او ویره وونکې سیاسی پوځي لیکې لیکې کیدل را پیل شول.                                
د۱۳۵۷ لمریز هجري کال پوځي پاڅون چې په ښکاره دوخت دپیژندل شوي کیڼ اړخه ګوند په مشرۍ تر سره شو دغه سیاسي پوځي ویش ته ېې داسې رنګ ورکړ چې نور نو د سړې جګړې تود ډګر افغانستان ته را ولیږدول شواو دداود دجمهوریت خلاف هغو پردوکینول شوو زړو دومره اعتبار وموند چې لویدیځ دسړې جګړې دبري خوبونه د همدوي په توره کې لټول.په دې توګه جګړه د افغانستان له پاره نه بلکې دلویدیځ د ستراتیژیو د بري له پاره وه.دا سمه ده چې دفساد غولی پاکستان وخو دفساد جوړوونکي،تمویلوونکي او خوځوونکي نور وو.په دې لوبه کې هم دپاکستان له مجبوریتونو څخه ګټه واخیستل شوه او هم پاکستان ته یو ځان پړسوونکی چانس په لاس ورغی.                                                                       
که له تنظیمونو،القاعدې او نورو څخه تیر شو، نن دتبلیغاتو درنه خبره داده چې : طالبان پاکستان جوړ کړي،طالبان له القاعدې سره تړلي دي،او دتروریزم دودې له لارې ېې نړیواله خوندي پاتې کیدنه تر ګواښ لاندې نیولې ده او له همدې پلوه لویدیځ حق پیداکړ چې طالبان مات او نابوده کړي.دمسألې ظاهري بڼه خو همدا ده،مګر هندوستاني واکمن په رښتیا نه پوهیږي چې داټول دڅه دپاره پلان او دعمل  ډګرته را ووتل.که خبره همدا وي نو هندي واکمنو ته په کار ده چې په خپل عقل له سره کتنه وکړي.داخبره هم ډیره احمقانه ده چې وايي په افغانستان کې دلویديځ پوځي غښتلې په آخرین جګړه ییز تخنیک سمبال له شمیره وتې لښکرې او ددوی اجیر ځواکونه یواځې له دې کبله په ګونډو شوي چې پاکستان طالبانوته پنا ځایونه ورکړي او مرسته ېې کوي.که چیرې په یوه هیواد کې د شخړو او جګړوعوامل په دننه کې شتون ونه لري او دخلکو ملي اراده دپاڅون تومنه نه وي له هیڅ بل هیواد نه دیوه ملي اشغال ضد مقاومت داسې څه نشي را جوړولی چې دمتحده ایالاتو، اروپا او ناتوداستر ماشین له پښو وغورځوي.پاکستان دتیري او اشغال له همغو لومړیوشیبو څخه دامریکا –انګلیس وروسته ناتو او ایساف ملګری و.حامد کرزی له پاکستان څخه  دې خواته را واړول شو.ددیورند د کرښې ها خوا پښتانه له امریکا او ناتو نه دپاکستا ن لښکرو ډیر وځپل.دا څنګه پاکستان دی چې هم خپل او پردی طالبان وژني ،نیسي ېې اوامریکا ګوانتاناموته ېې لیږي او هم مرسته ورسره کوي؟په هر صورت دسیاست ټول شرف په همدې کې دی.دا کار که پاکستان کوي هند هم په بل ډول له هغه وروسته پاتې نه دی.                                       
دتیري او اشغال په وړاندې زموږ دخلکو تاریخي لس کلن مقاومت دپاکستان ښودل زموږ دخلکو ارادې ته ښکاره سپکاوی دی.دغه خلک هرڅه بښلی شي خو سپکاوی نشي بښلی.دا واقعیت د پټیدو نه ده چې زموږ ټولو اولسونو په تیره بیا پښتنو دخپل وطن داستقلال او خوندي ساتنې په لاره کې تاریخي قربانۍ ورکړیدې. دپښتنو ونډه په دې برخه کې خپل ځانګړی ځای لري.پرون همداسې و،نن همداسې ده  او سبا به هم څه ډیر بل شان نه وي.زموږ دخلکو له خوا دپردي تیري او اشغال په وړاندې مقاومت د طالب نه بلکې زموږ د خلکو پاڅون دی.هر پښتون ته طالب ویل او دهغه د مرګ او نابودۍ حکم ورکول دجنوساید ښکاره نښه ده.                                              
هند داشغال دجوړو شواجیرانواو د ښاري ډوله  تش په نوم روښانفکرانو په شان داشغال ددوام دعاوې کوي.دهند درنه هیله داده چې دافغانستان داشغال او په دې هیواد کې دپردو لښکرو اوږد شتون به که خدای کول دپاکستان په ټوټې ټوټې کیدوواوړي او په دي لړ کې به هند غوړه مړۍ تر لاسه کړی.هند په ښکاره ویني چې هم متحده ایا لات او هم پاکستاني لښکرې هغه قبایل دمرګ ا و نابودۍ په ټغر کینوي چې یو وخت ددوي داستعماري ضد مبارزې پاخه سنګرونه وو.دغه ټول وژنې خو کله هم پنجاب یا سند ته  نه دي ورغلي،هند څنګه د خپلو تاریخي استعماري ضد مبارزودغه سر تیري اولسونه په دې حال کې لیدی شي؟که یو وخت دا دزمانې دیو اړخیزې زور زیاتۍ پاڼې واوړي او د افغانستان خلک اودپولې دوو لوروته پراته پښتانه  دخپل برخلیک ټاکلو توان ترلاسه کړي.هغه وخت به هند د ناتو په څنګ کې دافغانستان د خلکو او په تیره د پښتنو په وړاندې له دریدو څخه څنګه دفاع وکړي.                                                 
هند پوهیږي چې حمعیت اسلامي،شورای نظار،وحدت اسلامي،اتحاد اسلامي او دې ته ورته په نوم اسلامي تنظیمونه که تر طالبانو ډیر بنسټپال نه وي تر هغوی کم هم نه دي.څنګه دغه تجارتي اسلام پالنه ځغمې خو هغه دودیز ه له ریا اوتذویره لږ لرې اسلام نشي ځغملی.مګر واقعیت دا نه دی چې هند په یوه ډبره دوه نښې ولي؟متحده ایالات، ناتو او ددوی جوړشوی آیساف له لس کاله زور وهنو وروسته ځان له جګړې ستړی او خپل اقتصاد له پښو لویدلی ویني.امریکا داروپا په بحران ژاړي او اروپا داروپايي او نړیوال بحران ټوله پړه په امریکا يي بانکونو او امریکايي بحران زیږوونکوسیاستونوور غور ځوي.یوځل بیا همدا زموږ په نسل کې تاریخ تکراریږي.امریکا ،ناتو او پلویان ېې دې ته اړ دي چې له تاریخي لویدنې مخکې د «آبرومندانه!» تیښتې لاره غوره کړي. دغه حالت دهند واکمن په توده تبه اخته کړي دي.څوک ېې په ښکاره او څوک ېې تر پردې لاندې متحده ایالاتو ته لمنه خوروي چې ،له طالبانو سره خبرې مه کوی.جګړې ته دوام ورکړۍ،هند دجګړې درول نه غواړي...                                                                           
په متحده ایالاتو کې دهند سفیره میرمن نیرو پاماراهمدغه نارې وهي. هغه دجورج واشنګتن پوهنتون ته لاړه، هلته ېې په ښکاره دجګړې ددوام غوښتنه وکړه. دا وايي په افغانستان کې جګړه باید ونه درول شي،هند ددې جګړې ملاتړ کوي. داخبره په ښکاره ښيي چې هند زموږ دخلکو په وړاندې په جګړه کې ښکیل دی.هند دپرون ناپییلی هیواد نه دی.دمیرمن نیروپامارا دا جوړونه چې که جګړه پای ته ورسي تروریزم بیا را ژوندی کیږي.څه نوې نه ده اومنطق هم نه لری. تروریزم دلویدیځ دسیمه ییزو او نړیوالو لوبو زیږنده دی.پر افغانستان پوځي پراخه تیري او لس کلن اشغال تروریزم مهار نه بلکې هغه ته ېې نړیوال رنګ ورکړ.په لیبیا،بحرین،یمن او لبنان کې چې له تروریستانوڅخه ګټه اخلی هغه دافغانستان طالبان نه بلکې دمتحده ایالاتو جاسوسي شبکې دي.دعراق تر پنځه زره زیات پوهان داسرائیلوپه ګډون دامریکايي بلک واټر اوسیټي تروریستانو په لاسونوووژل شول،په افغانستان کې دننه هره شپه په تیاره کې دخلکو په کورونو ور ننوتل اودښځو،ماشومانو او زړوبیګناه انسانانو وژل او شته ېې لوټول تروریزم نه دی؟ له مړو نه داندامونه پرې کول،ګوتې ېې دجنرالانو دجنایتونو موزیم ته ور وړل،واړه لس کلن ماشومان دې ته اړ کول چې داشغال پوځیانو ته جنسي تحریک ورکړي او د مړیو په جنازوپرتو ګاښونه را خلاصول کوم تروریست ،چیرته او کله ترسره کړیدي. دا هره شپه او ورځ دقبایلوپه کلو او بانډو غلچکې خونړي بریدونه تروریزم نه  دی ؟دغه افغان بچیان او هغه له پولې ورها خوا پښتانه چې خپل ناموس ېې بې عزته شوی ،دهغه انګړ ته سپکاوی شوی،واړه ،زاړه او ځوانان ېې په  وینو کې لمبیدلي که ددې وحشي پردو لښکرو په وړاندې کسات ته نه راووځي او له هر امکان څخه په ګټه اخیستو دخپل زړه غوټې نه خلاصوي بله لار ېې کومه ده.                                                                                  
دپام وړ خو داده چې هند همدا اوس هم په داسې حال کې چې په ښکار د ناتو په څنګ کې ولاړ دی دناپییلتوب دغورځنګ د وراثت دعوې کوي.که  دناپییلتوب دغورځنګ همغې لومړنۍ اعلاميي ته چې د اندونیزیا په باندونګ کې لاسلیک شوه وکتل شي.هند په خپل روان دریځ دهغې اعلاميي له ټول متن سره په مخالفت کې ولاړ یو جګړه لمسوونکی هیواد دی.(دهند دخلکو او اولسونو خبره بیله ده)
دهغې اعلامیي په متن کې لولو:                                              
-دبشر حقوقو او دملګرو ملتونو منشورته درناوی
- دټولې نړۍ داولسونوحاکمیت او ځمکنۍ سلا متیا ته در ناوی
- دنورو په کورنیو چارو کې لاس نه وهنه
- دټولو اولسونو دفردي یا ډله ییزې دفاع دحق منل
- له هغو تړونو څخه چې دیوه یا بل زبر ځواک په ګټه وي ځان لرې ساتل او په نورو اولسونوله فشار را وستلو څخه ډده کول
- له هغو کړو څخه مخ اړول چې دیوه هیواد پر خلاف ګواښ،تیری او دقوې په کار وړل را منځ ته کوي
- ټولې نړیوالې مسأ لې په سوله ییزه توګه حل کول
- دهیوادو تر منځ داړیکو پراختیا
- ټولنیز عدالت او نړیوالو مقرراتو در ناوی.
هندې واکمن ددغې اعلاميي چې د نا پییلتوب دمنشور معنی لري،متن ته په ور ګرځیدو باید دشرم په خولو کې غرق شي.دافغانستان پرخلاف پوځي تیری شوی، افغانستان اشغال او یو نړیوال ځواک له یوه پوځي په ښکاره متجاوز پیمان سره دغه هیواد لاندې کړی،له زور،فشار،ګواښ او مخامخ ځپلو کار اخیستل کیږي،افغانستان استقلال او ملي واکمني نه لري.دپردوجاسوسي شبکو یوه رسوا ډله دواکمنۍ په نوم واک ته رسول شوې،وزیرد رئیس جمهور تابع نه دی،معین دوزیر او والیان خو ځانته پاچایان دي.داټول دافغانستان خلکو جوړ کړي که په یوه حکومت کې ۴۲ حکومته پردو را وستي؟کوم سالم عقل دغه واکمني توجیه کولی شي.هند له تیري او تجاوز سره ولاړ دی. هند د واکمنۍ په نوم په همدې ګډوله کې خپل خوندونه لټوي. لویدیځ خو داخپله اشغال بولي.پوښتنه داده چې هند دغه حالت ته اشغال وايي که نه؟کوم ټولنیز عدالت ،کوم دبشر حقوق له دې پردي اشغال نه دلیدو وړ دي.همدا ددموکراسۍ سیاسي شوې بازاري ننداره هند په دې قانع کړی چې ترامریکايي او ناتو يي جنرا لانو زیات د اشغال او دجګړې ددوام خبرې کوي،او که کوم بل څه هم شته چې له هندي سادو ګانو پرته بل څوک ېې نشې لیدلی؟                                                                          
هند اوس په ښکاره دناتو دیوه غړي هیواد دریځ غوره کړی دی.

هند حق نه لري چې نور دناپییلتوب خبره وکړي.

هند ته به هغه وخت عقل سرته ورشي چې له افغانستانه داشغال لمنه ټوله اومتحده ایا لات او اروپايي متحدین ېې دخپل اقتصادي بحران دشاته وهلو په خاطر آسیا پاسیفیک ته دپرونۍ سیتو دراژوندي کولو په خاطر مخه کړي او ددغه پرمختګ په سر کې له چین، جاپان،او اندونیزیا څخه مخکې هند هدف وګرځوي .