برلین:
دافغانستان دکړکېچ یوازینی حل سوله ده !
دافغانستان دسولی بیارغونی اوکلتورکمیټه اودآلمان په پارلمان کی دسوسیال ډیموکرات ګوندګډه ناسته!!!
د۲۰۱۲ کال دجنوري میاشتی په ۱۸ نېټه،مازدیګرمهال دآلمان دسوسیال ډیموکرات ګونددنړۍ وال سیاست،سولی اوپرمختیاکمیسیون اودافغانستان دسولې،بیارغونی اوکلتوردکمیټې ګډه غونډه دبرلین دپارلمان په ودانۍکی جوړه شوه.
دسوسیال ډیموګرات ګونددلس ګونوغړوبرسېره،افغان پیژندل شوی حقوق پوه ښاغلي استادروستارتره کي،دآلمان له نوروښارونو څخه راغلوافغان سیاست والو،برلین میشتوافغانانواومحصلینوپه دې غونډه کی ګډون کړی ؤ.
په دې غونډه کی په افغانستان کی په روان کړکیچ،په افغانستان کی د(آیساف) دوظایفوداوږدیدواودالمان دنظامی قواوودماموریت په باره کی هراړخیزبحثونه وشوه.
دغونډی په پیل کی ښاغلي ډاکټر ګلرحیم صافی راغلوګډون کونکوته ښه راغلاست ووایه اودغونډی اجنډایې برخه والوته واوروله. نوموړي دافغانستان په اوسني وضعیت اوحالاتوهراړخیزه رڼاواچوله،چی دحاضرینودپاملرنی وړوګرځیده .
- دافغانستان اوپاکستان لپاره دآلمان دسوسیال دیموکرات ګونددضربتي ډلی غړی اوویاند Johannes Pflug, M.d.B.،دبرلین ګروپ ویانده،دالمان په پارلمان کی دسوسیال دیموکرات ګونددپارلمان غړېMechthild Rawert, M.d.B.،دبرلین دګروپ نه دآلمان دپارلمان د (SPD) دګونددوه نورغړيSwen Schulz او Petra Merkel دغونډی نورویناوال وچې په ټولویې پرلاندی مسایلوبحثونه وکړل :
تر۲۰۱۳وروسته کله چی دآلمان پوځیان له افغانستان څخه وځي،دافغانستان دملکي حکومت دملاتړلپاره څنګه پالیسي غوره شي.
- دوی ته مهمه مسئله دافغانستان بودیجه ده چې افغان حکومت نه شي کولای خپله بودیجه دخپلوکورنیوعوایدوله لارې ترلاسه کړي. ددوی سره ترټولولویه اندېښنه نظامي بودیجه وه چی څنګه وتوانیږي دافغان حکومت سره په دې برخه کی خپله ستراتیژي تدوین کړي.
- په تیره میاشت کې دځینوافغاني سیاسي کړیوپه هغه غونډه هم خبری وشوې چی په برلین کی د(آسپین انستیتوت )له خواجوړه شوې وه. دسوسیال ډیموکرات ګوندغړودغه غونډه داهمیت وړ ونه وبلله اوپه ډاګه یې کړه چې په دغه غونډه کی افغاني اړخ دټولوافغانانواستازیتوب نه شي کولای.
- ترډېروبحثونووروسته دوی په یوه خوله وویل چې دافغانستان دکړکېچ یوازینۍحل سیاسي حل لاره ده اوبایدټولی هلې ځلی دمخالفووسله والوسره دسولې پر پروسه متمرکزی شي.
- په همدې ډول یې په نوروموضوعاتوهم خبرې وکړې.
آغلې لیلاچی دفرانګفورت څخه دهغه ښاردښځودټولنی په استازیتوب راغلې وه،دموضوع اړوندیې خبری وکړې. هغې په هېوادکی دننه دښځودحقونوپرحالت رڼاواچوله اوزیاته یې کړه چی دبهرنیوځواکونوتروتلووروسته به دښځوحقوق بېرته ترپښولاندې شي. نوموړې زیاته کړه،چی بهرنیوکړیوڅودګوتوپه شمارجنایتکاران په افغان ولس برلاسي کړي اوترڅوچې دوی خپلې دغی ناوړی کړنی ته دپای ټکی کې نږدي دیوباثباته افغانستان جوړول ممکن نه دي.
میرمن الهام مسعودآزاده ژورنالیسته اودفرانګفورت ښاردښځودټولنی غړې هم بله ویناواله وه چې دموضوع اړوندیې اوږدې خبرې وکړې . دنوموړې خبری ډېروبرخه والوته په زړه پوری وې . هغه دښځودحقوقوپه هکله سخته ناهیله وه اوپه افغانستان کی یې دښځودحقوقوپایمالول چې دډېرپخواڅخه جاري دي داندېښنې وړوبلل.
دآلمان دمګډيبورګ ښارڅخه ښاغلی انجنیرسیدعبدالقادرهم دغونډې بل برخه وال ؤ چی خپلی اندېښنې یې دغونډی له برخه والوسره شریکی کړلې. هغه په افغانستان کی دسولی دژرراتلولپاره داسی یووړاندیزدرلود: چی دملګروملتونوترمشري لاندی دی دجګړې ددوواړخونوسربېره دملي اوډموکراتیکوشخصیتونوپه ګډون یوه جلسه جوړه کړل شي،چی پریکړی یې دملي ګټوپه پام کی نیولوسره وټولواړخونوته دمنلووړوي اوترڅنګ دی یونړیوال تضمین هم واخیستل شي،چی په راتلونکووختونوکې بیادافغانستان په چاروکی دنوروملکونوواکمنان هیڅ ډول لاسوهنه ونه کړي.
ډاکټر روستار تره کي دغونډی ځانګړئ مېلمه ؤ هغه هم خپله عالمانه ویناګډون والوته واوروله،چی دویناځینې برخی یې دلته راخیستل شويدي:
که دشوروي اتحادواحداومتجانس پوځ په دې باندی بریالئ نشوچی افغانستان لاندی کړي،په ډاګه ویلای شوچی دناټوکثیرالاضلاع اوغیرمتجانس پوځ هیڅکله دجګړې دلاری خپلومقصدونوته رسیدلای نشي. دوسله وال مقاومت سره خبری اتری چی اوسمهال ترلاس لاندی دي دجګړې دپای زیرئ ورکوي اوددې زمینه برابروي چی:
- دافغانستان ملي واکمني تأمینه شي.
- دافغانستان دننه سوله اوسیاسي ثبات برقرار شي.
- دجګړې لګښت بیارغونې ته ځانګړی شي.
- کوم پښتانه چې دډیورندپه دواړوخواووکې دوسله وال مقاومت دملاتیرجوړوي،ددوی سره پخلاینه،ددې لامل ګرځي، چی دپښتونخواپه سیمه کی دناټودلوژیستیکي لاری امنیت تضمین شي.
- دلنډی مودې په ترڅ کې چی ناټوپه افغانستان کی نظامي حضورلري،دجګړې استقامت دتروریزم اصلي مرکزونوته را اړولای شي.
افغانستان به دې ته چمتووي چی دیومتساوي الحقوق پارتنیرپه دریځ کی دخپلوملي ګټوپه نظرکی نیولوسره،دبهرنیوقوتونو ، لنډمهال حضور ومني،په دې شرط چی دغه حضور د کورنیواونړیوالوقوانینو په درناوی اودیوملي واکمني له لاری تنظیم شي . ملي واکمني به د وسله وال مقاومت په توافق دناپیېلوتکنوکراتانوپه ترکیب دیولنډمهاله حکومت دلاری تمثیلیږي.
په افغانستان کی دناټوحضورپه سیمه کی حساسیتونه راپارولي دي. افغانستان دنړیوالواوسیمه ییزوسیالیواوټکرونوپه میدان بدل شوی دی. خولنډمهاله واکمني به دنده ولري چی دبهرنیانولنډمهال حضور د سولی اودسیاسي ثبات سره وتړي.
دناټوپوځونه دافغانستان په جګړه کی دبې شمېره جنګي جرمونوپه ارتګاب تورن دي اودغیرعادلانه جګړې دپیل اودوام له امله دجګړې دتاوان اړخ ګڼل کېږي. په افغانستان کی ناټودخپل راتګ سره دیومرکزي پیاوړي حکومت دجوړېدومخه نیولې. جګړې اوبې ثباتۍته یې لمن وهلې ده. ناټوسیاسي اواخلاقي دنده لري چې دخپل پوځونوپه ایستلوسره دسولی اوسیاسي ثبات خاوندافغانستان،افغانانوته وسپاري.
ځینوافغاني سیاسي کړیودېته چمتوالی ښودلی دی چی دسولی دیومنظم پلان چی په کی دیولنډمهال حکومت جوړول ځای لري دجګړې اړخونوته وسپاري اوپه عملي توګه دسولی په پروسه کی رول ولوبوي.
غونډه ناوخته ماښام داستاد روستارتره کي له خبرو وروسته دافغانستان دسولی بیارغونی اوکلتوردکمیټې دمشر ډاکټر ګلرحیم صافی لخوا چی ویل یی «داکمېټه به تر دې وروسته نور هم خپلو هلو څلو ته دوام ورکوی او دالما ن دنورو مسولینو او چارواکوسره به په المان کی دنورو افغانانو اوسیاستوالو په ګډون او ملګرتیا ګډی غونډی او سمینارونه دایروی . دافغانستان دسولی بیارغونی اوکلتورکمیټه به د خپلو مخو او اهدافودسرته رسولوپه لاره کی ستاسو حاضرینو او افغانانوغوښتنی او پیشنهادونه را ټول او په ګډه به غور ور باندی کوو .»پای ته ورسېده.