سويډن:د افغان ستور مزلي په وياړ غونډه ترسره سوه
دنښترویبلاګ اداره پخپلو ویاړلو افغانانو ویاړي او له ټولوکیڼ اړخو او ښي اړخو خوځښتونو څخه د وروري هیله کوي ، چې دسولې او خپل ګران افغانستان دځمکني تمامیت او خپلواکي لپاره پروني سیاسي تعصوبونه تر پښو لاندې کړي، خپل هېواد او ویاړلی تاریخ وژغوري . |
|
په سویډن کې دافغانانو له علمي،فرهنګي مرکز اولراوبر څخه په خورازیاته مننه دا هم باید زیاته کړو، چې ددې درنې غونډې رپوټ دښاغلي عبدالله احسان په زیار برابر شوی دی : د افغانستان د لومړي ستورمزلي عبدالاحد مومند په وياړ علمي سيمنار نن د جنوري پر ٢١ - مه نېټه په سويډن په مالمو ښار کي پيل سوه. د قران کريم تر تلاوت وروسته د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز د ماشومانو ډلي ملي سردو وړاندي کړ، دغو ټولو ماشومانو ښاغلي مومند ته د ګلونو ګېډۍ وړاندي کړې ، د ملي سرود وړاندي کولو څخه وروسته ښاغلي مومند هم هر يوه ماشوم ته ډالۍ وړاندي کړه . ښاغلی عبدالاحد مومند د غونډي د مشر مېلمه او د هوايي مدافع پخوانۍ قومندان قيام الدين خان صالح ، حکيم منګل ، ډګروال کريم خان د غونډي مشرتابه پلاوي په توګه ځانګړې ځای ته ور وبلل سول . په غونډه کي د سويډن او اروپا د نورو هيوادونو څخه سلګونو افغانانو برخه اخستې ده . د غونډي پرانستونکې وينا د انجنير عزيز مقري وکړه، نوموړي د بهرنيو هيوادونو او سويډن هيواد څخه ټولو راغليو ميلمنو ته تر ښه راغلاست وروسته د افغانستان د هوانوردۍ په باب لنډ معلومات وړاندي کړل: د ښاغلي مقري تر وينا وروسته د افغانانو علمي او فرهنګي مرکز لخوا د ښاغلي مومند په اړه جوړ سوی فلم نندارې ته وړاندي سو . دا فلم چي د بېلابېلو ويډيوي ټوټو څخه جوړ سوی و ، فضا ته د بېړۍ د توغول کېدو څخه بيرته تر مځکي پوري د رارسيدو جريان پکښي ښودل سوئ او په ږغ کي د ښاغلي مومند ژوند ليک هم ثبت سوئ و . د دوستۍ فرهنګي ټولني مشر حبيب الله غمخور د خپلو خبرو په ترڅ کي وويل چي د افغانستان د دغه ملي قهرمان د ستايني غونډه چي بايد دافغانستان په پلازمېنه کي جوړه سوې وای، خو د قدرت تږو د دغه ملي قهرمان او زموږ د هوايي پوځ هوابازان هېر دي ، ده خوښي څرګنده کړه چي په سويډن کي مېشت افغانان د دې وياړ لري چي د خپل هيواد قهرمانان ولمانځي . غمخور صاحب زياته کړه: ((يوري ګاګارين د شوروي اتحاد لومړنی ستور مزلئ چي بيرته مځکي ته راوګرځېدئ، په شوروي اتحاد کي يې خلکو د موټر ټيرونو ته ګلان ور شيندل، د ټولي نړۍ هيوادونو تر څنګ امريکا د هغه مېلمستيا او درناوی وکړ، خو افسوس چي په افغانستان کي هغه وخت هم يوازي يو نيم خبر خپور سو چي عبدالاحد مومند افغان ستورمزلي فضا ته سفر وکړ، يو څو کسه يي هرکلي ته ور وتلي وه، تر هغه وروسته عبدالاحد مومند د ټولو هېر سو . ښاغلي غمخور دغه لاندي وړانديزونه هم وکړل چي د غونډي د برخه والو لخوا يې هرکلی او ملاتړ وسو . وروسته په ډنمارک کي د افغانانو ټولني په استازيتوب ښاغلي بيکسيار پيغام وړاندي کړ . هالنډ مېشتي افغان فرهنګپال ډاکټر عبدالظفر لرغون فضا ته د ښاغلي مومند د سفر په اړه يوه مقاله او د هغه وختونو خاطره وړاندي کړه : ((هغه مهال بېلابېل خبرونه خپاره سول، چي ګواکي مځکي ته د مومند صاحب د راتګ په سفر کي تخنيکی ستونزي پيدا سوي دي، محصلينو به ټوکي هم کولې چي مومند صاحب د سپينې کنټرول په لاس کي اخيستی دي اوغواړي چي سپينه د شوري اتحاد پر ځای په افغانستان کي راکښته کړي)). وروسته له امريکې څخه د ښاغلي حميد الوتاند پيغام او شعر ولوستل سول، هغه مومند د ګاونډيو هيوادونو او سيمي يوازنی سيال او اتل بللی وو. د هوايي ځواکونو ډګروال پيلوټ ښاغلي زړه ور خان د خپلو همکارانو په استازيتوب د کوربه ټولني څخه مننه وکړه او د دوی ملي او کلتوري هڅي يې وستايلې . هغه عبدالاحد موند د افغانستان تاج او د هوايي ځواکونو سرتاج وباله. تر ډګروال زړه ور خان وروسته په ناروې کي د هيواد راډيو استازي ميرمن انيسه رحيمه ژواک د خپلي راډيو پيغام ولوست او هم يې په ناروې کي د خپلي راډيو او هلته د شاعرانو په استازيتوب ښاغلي مومند ته ډالۍ وړاندي کړه . وروسته ډاکټر حکمت الله حکمت د ښاغلي مومند په اړه وويل :((دده عکس په کابل کي د کابل د ورانوونکي د عکس څنګته نسته، دا د خوښۍ ځای دي، اوس په کابل کي د کابل او افغانستان ورانوونکو عکسونه ځړېږي او هغه ته د افغانستان د اتل په نامه ويل کيږي. ښاغلي حکمت وويل، يوه پيلوټ کيسه راته وکړه چي په دې ۲۳ کاله د پاکستان يوه الوتکه يو سانتي متر د افغانستان فضا ته نه ده راننوتلې، ځکه هغوی پوهېدل چي که راواوړي موږ څه ورسره کوو . خو دی وايي چي زه به په وار وار د دوی خاورې ته ور اوښتم، خو بيرته به مي ويل چي دا هم زما ولس او زما خلک دي . ښاغلي حاجي حکمت وروسته د ښاغلي جهاني پيغام واوراوه چي له امريکا يې رالېږلئ و . وروسته عبدالله احسان د لراوبر ويبپاڼي او په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني په استازيتوب د داسي غونډو جوړيدل وستايل . هغه وويل چي دېرش کاله کيږي چي افغانان د جګړو په لمبو کي سوځي ، نن که موږ د يو چا له لاسه مهاجرت ته اړ سوي يو ، تيري دورې هم له بده مرغه داسي وې چي په لکونو او مليونونو افغانان يې د اعمالو له کبله مهاجرت ته اړ سوي وو ، سوله ده چي افغانان بيرته د وروولۍ و خواته بيايي . بيا غونډي ته د ښاغلي حاجي امين باوري د نه راتګ علت برخه والو ته وويل سو، دارواښاد عزيزالله باوري پاک روح ته دعا او کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه وسوه . ډګروال غلام دستګير محبت خپل پيغام ولوست، ورپسې ليکوال او ژورناليست ښاغلي يوسف هيواددوست د خپلي مقالې ځيني برخي ولوستې: ((د مځکي له پرواز څخه پيل د افغانستان راډيو څلوريشت ساعته د ښاغلي مومند د سفر جزيات خپرول ، هغه وايي چي په دې وياړ کوم چي نن په داسي غونډه کي برخه اخلم، چي په افغانستان کي مي هم د ښاغلي مومند په وياړ داسي يوه غونډه کي برخه نه وه اخستې)) . تر هيواد دوست وروسته ډګروال ودير ساپي د خپلي ليکني لنډيز ووايه، عزيز الله حقپل د ډنمارک د فريډيشا ښار د افغانانو ټولني په استازيتوب وويل: ((اوسني تش په نامه حکومت عبدالاحد مومند او د هغه خدمتونه هير کړي دي، هغه وړانديز وکړ چي په کابل کي هغه لاره چي مومند صاحب هوايي مرکز ته پر تګ راتګ کاوه بايد د ده په نامه سي )). وروسته ښاغلي عبدالاحد مومند خپلي خبري داسي پيل کړې: ((خلک فکر کوي چي فضا ته تګ امتياز دئ، خو دا امتياز نه دئ، بلکي مسوليت دئ، چي يو چاته سپارل کيږي، زموږ د همکارانو څخه هر يوه دا کار کولای سو، خو د تخنيکي، علمي او روغتيايي پلوه د ځينو ستونزو د مخنيوي په خاطر دا مسوليت د ځينو شرايطو په پام کي نيولو سره يو چاته سپارل کيږي . ښاغلي مومند مځکي ته د راتګ پر مهال د يوې ورځي د ځنډ په اړه په زړه پوري مالومات وړاندي کړل . نوموړي وويل: دلته پر مځکه موږ په ۲۴ ساعتونو کي يو واري ورځ لرو، یو واري شپه لرو، خو په فضا کي مو په ۲۴ ساعته کي شپاړس واره شپه لرله او ۱۶ واره موږ ورځ لرله . د پوښتنو برخه : پوښتنه: هلته مو په دوربين کي کتل که ّپه سترګو؟ پوښتنه: هغه مواد چي تاسو برابر کړه ، په اړه يې څېړني وسوې کنه ، د هغو پايلي څنګه سوې ؟ پوښتنه: له افغانستانه مو څه شي درسره وړي وه ؟ پوښتنه: هغو اسنادو افغانستان ته څه ګټه درلوده؟ پوښتنه: د سولي خبري رواني دي ، په قطر کي زموږ د مرور وروڼو دفتر جوړېږي، ايا تاسي به دسولي د استازي په توګه د افغانانو په نمايندګي دسولي په خبرو کي برخه واخلئ . په پاى کي ښاغلي مومند ته د غونډي د مشرتابه پلاوي لخوا لنګۍ وتړل سوه، وروسته څو تنو ځوانانو ته د ټولني لخوا د موند صاحب په لاس ستاينليکونه ورکول سول. د غونډي لومړۍ برخه د ستاينليکونو او مډالونو په ورکولو سره پای ته ورسېده. د غونډي وروستۍ برخه اتڼونو او ټنګ ټکور ته ځانګړې سوې وه ، په دې برخه کي ځوان هنرمند کبيراميري ، ځوان سندرغاړي ادريس دراني ، يارمحمد عليزي ، فريدون صاحبزي ، صديق او سميع الله برخه اخستې وه ، په جشني برخه کي لومړئ د ښاغلي عبدالاحد مومند په ګډون د افغانستان د هوايي پوځ پيلوټانو ملي اتڼ اجرا کړ ، ورپسې ځوانانو مست اتڼونه وکړه . تاسو کولای شئ دلاندې لینک په کښېباسلوسره ددې اتڼ ننداره وکړئ : http://www.youtube.com/watch?feature=player_embedded&v=0JCiCNQG07w دپورتنۍ درنې غونډې په اړوند له ښاغلي حبیب الله غمخور سره د آزادي رادیو مرکه دلاندې لینک په کښېباسلو سره اورېدلای شئ : http://pa.azadiradio.org/audio/audio/341100.html دښاغلي عبدالاحد مومند پېژندنه دلاندې دوو لینکونو په کښېباسلو سره تر لاسه کولای شئ : http://www.youtube.com/watch?v=6sDiJxOi2T4&NR=1&feature=endscreen |
ليکنې