د طالبــــــانو وروستۍ څرګنــــــدونې د ســـــــولې په لــــــوري يو لــــــوى ګام دى

له اوږدې چوپتيا وروسته د لومړي ځل لپاره طالبانو ومنله، چې د سولې لپاره د خپل دفتر د پرانيستو په موخه يې د قطر په ګډون له يو شمېر هېوادونو سره د دوى په وينا تفاهم کړى دى. په قطر کې د سولې لپاره د طالبانو د دفتر د پرانيستو او له امريکايانو سره د خبرو اترو موضوع له څو اونيو راهيسې د رسنيو ګرمه موضوع ده. طالبانو په دې اړه چوپتيا غوره کړې وه، خو پرون يې په يوه بې ساري ګام کې دا خبرې اترې او د دفتر لپاره هڅې تاييد کړې.

طالبانو پخوا ويل چې د سولې لپاره يې له نړيوالو سره هيڅ ډول خبرې نه دي کړي او چې کله نا کله به د طالبانو او امريکا ترمنځ د خبرو اترو په اړه رپوټونه هم خپاره شول، نو طالبانو به يا انکار کاوه او يا به يې هم ويل چې دا خبرې يوازې د بنديانو د تبادلې لپاره شوې دي. خو دا ځل طالبان په ښکاره ټکو وايي چې د ( افهام او تفهيم ) لپاره يې په قطر کې د سياسي دفتر د پرانيستو په اړه له ځينو لورو سره خبرې کړې دي. له دې ښکاري چې تر سره شوې خبرې د سولې لپاره دي او دا خبرې يوازې د بنديانو د تبادلې لپاره نه دي، ځکه طالبانو په خپله اعلاميه کې ويلي: ((موږ همدا اوس اماده يو، چې په داخل کې د خپل قوي موجوديت سره په څنګ کې له نړيوالو سره د افهام او تفهيم لپاره په بهر کې سياسي دفتر ولرو او په دې سلسله کې مو د قطر هېواد په شمول له اړونده لوريو سره ابتدايې تفاهم هم کړی دی.))  د طالبانو له خبرو ښکاري چې خبرې پراخې دي، خو د بنديانو مسئله يې هم ياده کړې او ښکاري چې د بنديانو د خلاصون مسئله يې د خبرو يوه برخه ده: (( د همدې تفاهم په لړ کې مو د تبادلې په صورت کې د ګوانتانامو له زندان څخه د خپلو بنديانو د خلاصون غوښتنه هم کړې ده)) له دې ښکاري چې د تېر پر خلاف د بنديانو تبادله يوازې د خبرو يوه وړه برخه ده.

د طالبانو وروستۍ څرګندونې د سولې په لوري يو لوى ګام دى، ځکه چې طالبانو په دې ګام سره هغه شکونه له منځه يووړل چې ښايي په قطر کې راټولېدونکي کسان د طالبانو رېښتيني استازي نه وي، طالبانو په لومړي ځل ومنله چې د دوى استازو په خبرو کې برخه اخيستې. د طالبانو د يوه مهم مشر په نوم د سولې د خبرو اترو لپاره د ګوټې ښار د يوه هټيوال د راوستلو موضوع او د طالبانو له اړخه د سولې د پيغام راوړونکي په نوم هغه ځانمرګي چې د سولې د عالي شوار مشر يې وواژه؛ د سولې لپاره د طالبانو پر ارادې او د طالبانو له اړخه په راتلونکو استازو شکونه زيات کړي وو. خو اوس چې طالبان په رسمي ډول تاييدوي چې استازو يې په خبرو اترو کې برخه اخيستې دا به د باور له فضا سره مرسته وکړي.

په ټوله کې د طالبانو وروستي ګام د سولې له هڅو سره مرسته کړې او اوس افغانان سولې ته زيات هيلمن شوي، په همدې هيله چې ډېر ژر افغانان د سولې په فضا کې ژوند وکړي.

له لوی افغانستان څخه په مننه

دســـــــولې دخــــــــبرو پـــــــــــــــه اړه دطالبـــــانــــــــــو اعلامیـــــــه

 

دا یو څرګند حقیقت دی چې د طالبانواسلامي تحریک په افغانستان کې داسلامي نظام دنفاذ، دظلم دمخنیوي، دتوپک سالارانو دمحلي واکمنیو او دمخدره موادو دخاتمې، دامنیت دټینګښت او دملي وحدت دتامین په خاطرشروع شوی وو او دالله جل جلاله په نصرت او دملت په قربانیو او ملا تړ یې په کم وخت کې دافغانستان په مرکز او ولایتونوکې دفساد نه پاک اسلامي حکومت رامینځ ته کړ، تقریبا په ټول هیوادکې یې دکلونو ګډوډي او بې امنیتي ختمه او دهیواد ۹۵ فیصده برخه یې دمرکزي حکومت تابع وګرځوله، دافغانستان اسلامي امارت تل کوښښ کړی چې دمتقابل لوري سره معضلات دخبرو دلاري حل کړي

دهیواد په اوسني قضیې کې چې لس کاله مخکي رامنځ ته شوي، په هغي کې دوه اساسي طرفونه ښکیل دي چي یو طرف یې دافغانستان اسلامي امارت او بل طرف یې دامریکې متحده ایالات او دهغوئ خارجي متحدین دي.

دافغانستان داسلامي امارت له پیل نه دا دریځ دی چې دافغانستان اشغال ته دي دپای ټکی کیښودل شي، او افغانان دي پریښودل شي چي دخپلې خوښې یو داسي اسلامي حکومت جوړکړي چي دهیچا لپاره ضرر نه وي، اسلامي امارت له نړیوالوسره دافهام او تفهیم په منظور وخت په وخت خپل دریځ روښانه کړی، او په دې خبره یې ټینګار کړی چي دامریکا په مشری ائتلاف چې غواړي د زور له لاري افغانان تابع کړي هیڅکله به هم دې هدف ته ونه رسیږي، موږ همدا اوس اماده یو چې په داخل کې دخپل قوي موجودیت سره په څنګ کې له نړیوالو سره دافهام او تفهیم لپاره په بهر کې سیاسي دفتر ولرو او په دې سلسله کې مو دقطر هیواد په شمول له اړونده لوریو سره ابتدایې تفاهم هم کړی دی،  همدارنګه اسلامي امارت دتبادلې په صورت کې دګوانتنامو دزندان څخه دخپلو بندیانو دخلاصون غوښتنه هم کړيده.

له دې نه علاوه چې ځیني رسنۍ اوغربي چارواکې د مذاکراتو په اړه ډول ډول تشویش اچونکي خبرونه نشر کوي هغه هیڅ حقیقت نه لري او دافغانستان اسلامي امارت یې په کلکه  ردوي .      والسلام.

دافغانستان اسلامي امارت

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه

په دې اړوند زما یوه لیکنه دلاندیني لینک په کښېباسلو سره لوستلای شئ :

 http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/17357