دلوی اختر دمبارکۍ پيغام!

راليږونکی : فريداحمدتسکين

دنېک مرغه لوی اختردرارسېدوله امله دلویې پکتيافرهنګي اوخپرندويه ټولنې مشرتابه اوټول غړي دنړۍ ټولومسلمانانوته په ځانګړي ډول افغان ولس ته که هغه دکوردننه اودباندې ژوندکوي دزړه له کومې مبارکي وايي خالق دې وکړي چې شونډې مودخنداغوټۍ سپړلې وي اوپراننګومودشفق سرخي خوره وي درنوهېوادوالولوی ا ختر په اسلام کې دمسلمانانولپاره ځانګړې اوتاريخي ورځ ده چې په ټوله نړۍ کې مسلمانان دعبادت ترڅنګ ځانګړي سيمه ايزدودونه اوقربانۍ کوي ريښتيا چې دغه ورځ په اسلام کې دمينې ،ورورولۍاودزړونوديوځای والي لامل کيږي اوټول مسلمانان خپلو وروڼوته يوبل سره دغاړه غړۍ په ورکولوخدای(ج) ته لاسونولپه کوي اومسلمان امت ته دخيراوښېګڼې غوښتنه کوي اوشتمن خلک له بې وزلوسره مرسته کوي .

زړه ته راتېروهېوادوالو!

دلويې پکتيافرهنګي اوخپرندويه ټولنې د تېريوکال په موده کې دبيان دازادۍ دګټلو،دسولې اوملي يووالي دټينګښت لپاره دژوندپه لويه سحراکې نه ستړې کيدونکې مزلونه کړي دي اوپه دې لاره کې به دتېرپه شان هيڅ کله هم دستړيا احساس ونه کړي اوپه دې سپېڅلې لاره کې به په ټول توان سره پرمخ درومي.
ددغې ټولنې ټول غړي په افغانستان کې دښکېلوغاړو غوښتنه کوي چې دنيکمرغه لوی اختردرارسېدوپه درناوي له افغانستان په ځانګړي ډول دوياړونودلوی ټاټوبي (لويې پکتيا)څخه دجنګ ټغرټول کړي اوافغان ولس ته ديوه سوکاله ژوند زمينه برابره کړي په پای کې بياهم ټولو هېوادوالوته دنيکمرغه لوی اخترمبارکي اودلوی خدای (ج) څخه دنړۍ ټولومسلمانانوته دسرلوړۍ غوښتنه کوو.

په درنښت اومينه
دلویې پکتيا فرهنګي اوخپرندويه ټولنې اداره