دپورتني پښتون تصویر له خبریال څخه کاپي شوی ، چې مننه ورڅخه کوو

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې د بریتانیا تر ټولو جګپوړي دیپلومات په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د بریتانیا پر سیاستونو سخته نیوکه وکړه او ویې ویل کله چې په راتلونکو درو کلونو کې بریتانوي پوځیان له افغانستانه وځي هغه هیلې به پوره نه شي چې دوی اټکل کړي دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا خاص استازي مارک سیډویل په لندن کې یوې غونډې ته وویل، دا لویه تېروتنه وه چې د افغانستان د جنوب پښتانه لس کاله پخوا د بون له کنفرانسه او د اساسي قانون له لویې جرګې محروم کړای شول.

سیډویل وویل زموږ لویه تېروتنه دا وه چې پښتانه قبایل مو څنګ ته پرېښوول او افغانستان ته مو عسکر ولېږل.

د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا خاص استازي همداراز وویل:«د افغانستان د جنوب خلک پردي شول او طالبانو د دوی له دې(محرومیت) احساسه استفاده وکړه.»

ده په زغرده وویل چې په کلونو کلونو بریتانیا او نور لوېدیځ هیوادونه په دې کې پاتې راغلل چې د زیاتېدونکې بلوا د غلې کولو او د افغانانو د اقتصادي مصیبتونو د کمولو لپاره لازمې پیسې ځانګړې کړي.

سیډویل ۲۰۰۹ کال په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو لپاره تر ټولو سخت کال وباله.په همدې کال د بریتانوي پوځیانو تلفات، په تېره بیا د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې، تر ټولو زیات ول.

په سنګین ولسوالۍ کې، چې د افغانستان تر ټولو خطرناکه سیمه ګڼل شوې، تر سلو زیات بریتانوي عسکر ووژل شول.

تر دې مخکې نورو لوېدیځو رسنیو هم په افغانستان کې د شمال پخوانۍ ټلوالې ته د چارو سپارل د لوېدیځ لویه تېروتنه بللې وه او ویلي یې و چې د شمال ټلوالې، چې لا هم د افغانستان تقریباً ټول واک په کنټرول کې لري، پښتانه ورټل او له نوي حکومت سره یې د هغوی د پردېتوب وسایل برابر کړل.

د افغانستان د استخباراتو ادارې، چې ملي امنیت نومېږي، په دې برخه کې خورا مهم رول لوبولی.دې ادارې د امر الله صالح د ریاست په وخت هر هغه څوک ځوراوه او نیوه چې لونګۍ به یې پر سر وه او یا به یې پښتو ویله. ویل کېږي چې د امرالله صالح پلویان لا هم پر ملي امنیت کې زیات نفوذ او قدرت لري.

 له تاند څخه په مننه