روسيه:

 بهرني ځواکونه دې له افغانستانه و وځي

روسيه له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتونکې شوه، په ناټو کې د روسيې استازى دميتري راگوزين وايي چې افغانستان بايد په خپلو کورنيو چارو کې خپلواک وي، نوموړي له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د امريکا په غوښتنه د بهرنيو ځواکونو پر پاتې کېدو انتقاد وکړ او ويې ويل چې واشنګټن غواړي په دې ډول په افغانستان کې خپلو نظامي کړنو ته قانوني بڼه ورکړي. راګوزين وويل روسيه هېڅ کله په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د اوږدمهالي شتون سره موافقه نه ده او غواړي چې په دغه هېواد کې هېڅ بهرنى پوځ نه وي. په ناټو کې د روسيې استازي وويل چې په افغانستان کې د امريکا او ناټو موخې بايد د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ٢٠٠١ کال له پرېکړه ليک سره سمې محدودې شي. دا لومړى ځل نه دى چې روسيه په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له اوږمهالي شتون سره مخالفت څرګندوي له دې وړاندې هم روسيي چارواکو په دې اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده

له لوی افغانستان څخه په مننه