ډيلي ټايمز:

 امريکا له افغانستان څخه د لېبيا جګړې ته ١٢٠٠ قراردادي قاتلين بیولي دي 

Saturday, 01 October 2011 08:59 administrator

امريکا د لېبيا جګړې ته له افغانستان څخه قراردادي قاتلين بيولي دي او هلته يې د خپلو ځانګړو اهدافو لپاره کاروي.ډيلي ټايمز خپرونه وايي، چې امريکا له افغانستان څخه ١٢٠٠ ځوانان د لېبيا جګړې ته بيولي دي، چې په کې غله، قاتلين او کوڅه ډب ځوانان شامل دي.

ددې خپرونې په وينا، امريکا د دوو هدفونو لپاره دا کار کړى، لومړى دا، چې دغه کسان د کم معاش په بدل کې کار کوي او له ١٠٠٠ تر ١٥٠٠ ډالره معاش ورکول کيږي او  دويم دا، چې د دوى د وژل کېدو په وخت کې امريکايي حکومت د خپل ولس له غبرګون سره نه مخ کېږي.

ډيلي ټايمز وايي، چې د الجزيرې ټلويزيون په دې اړه په يوه رپوټ کار کاوه، خو کله چې امريکايان په دې خبر شول، نو د الجزيرې هغه ټيم يې وګواښه چې په دې اړه یې رپوټ جوړاوه  هغوى هم د امريکايانو له ويرې دا رپوټ نيمګړى پرېښود.

افغان او امريکايي رسمي سرچينو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو يوې باورې سرچينې سرنوشت ورځپاڼې ته د نوم نه خپرېدو په شرط دا خبره تاييد کړه او ويې ويل، چې په دې قراردادي قاتلينو کې ډېرى هغه وژونکي شامل دي، چې امريکا د ډيورنډ کرښې په دواړو غاړو کې په ځانګړي ډول په جنوبي ولايتونو کې پښتانه امريکايي ضد مشران پرې ترورول او دغه راز د دوى پر مټ يې په جوماتونو او عامه ځايونو کې چاودنې هم کولې.

له دې وړاندې هم د ځينو لوېديځو رسنيو له خوا داسې رپوټونه خپاره شوي وو، چې امريکا په افغانستان کې قراردادي قاتلين لري او د دوى په وسيله امريکايي ضد پښتانه قومي مشران وژني. 

 له لوی افغانستان څخه په مننه