دسقاو کړوسي (فهیم کوهدامني)جومات مردارکړ

Thumbnail

 دسقاو زوی (حبیب الله کلکانی ) په مینځ کې، ښي او کیڼې خواته یې د روز تلویزیون مشرنجیب کابلی اومتعصب فهیم کوهدامنی وینئ 

پرانيستې رسنۍ:

فهيم کوهدامني د خبريالانو سپېڅلى نوم بد کړ

د افغانستان د پرانيستې رسنۍ په نامه ټولنې په خپله يوه اعلاميه کې د امروز ټلويزيون خبريال فهيم کوهدامني د هغې مرکې له کبله غندلى چې څه موده مخکې يې د اريانا- افغانستان د ټلويزيون له مشر نبيل مسکينيار سره کړې وه او ويل کېږي چې له ښاغلي مسکينيار سره دغه مرکه تر ګواښونو وروسته د ټوپک تر سيوري لاندې شوې او زياتې خبرې په زوره په هغه شوي دي.

ښاغلى کوهدامني په دې مرکه کې بېطرف نه ښکاري او هڅه کوي چې په ښاغلي مسکينيار د شمال ټلوالې په پلوي خبرې او څرګندونې وکړي.

په هغه برېښناليک کې چې د پرانيستې رسنۍ يا Afghan Open Media له لوري رسنيو له دې جملې تاند ته رالېږل شوې په کې ويل شوي چې د امروز خبريال فهيم کوهدامني ټول تاجکان بدنامه کړي او په عامه اصطلاح په جومات کې يې... کړي دي چې شهرت پيدا کړي.

دغې ټولنې کوهدامني ته ويلي چې خپله بېسوادي د جومات په ککړولو کې نه شي پټولاى.

 له تاند څخه په مننه

دسقاو زوی (حبیب الله کلکانی ) په لاندې لنډه لیکنه کې وپېژنئ :

بچه سقاو

حبیب الله کلکاني (۱۸۹۰ـاوکټوبر ـ ۱۹۲۹) (په انګرېزي: Habībullāh Kalakānī) مشهوره د بچه سقاؤ (په انګرېزي:Bacha-ye Saqqā) په نوم وروسته د هغه نه چې د ډيورنډ کرښې سره څېرمه پاړه چنار کې په غلا ونیول شو نو د يوولسو میاشتو په بند محکوم شو. خو څو ورځو تېرولو نه وروسته په مرموزه توګه خوشې شو او د افغانستان شمال شرقي سیمه د پروان او د کاپيسا ولایاتو ته ولاړ. په کاپيسا او پروان کې ېې څو اوزګاره کوڅه ډبو سره لاس يو کړ او غلا ېې خپل کسب وګرځاؤ.

بچه سقاؤ د امير امان الله خان د حکومت پر وخت په شمالي ولایاتو کې غلاوې، چور او تاړاکونه کول، پلار ېې يو عادي نالوستی سړی و، پلرنی ټاټوبی ېې د ترکمنستان خوا سیمه بلل شوې خو وروسته بیا د کلکان په سیمه کې افغانستان کې مېشت شول. بچه سقاؤ به د شپې کورونه لوټل او غلاوې به ېې کولې د ورځې به بیا په غرونو کې پټ و ، همداراز چا به چې ورسره مقاومت وکړ نو د خپلو غلو ملګرو سره يوځای به ېې سر ورپرې کړ او ایسته به ېې نورو ته د ډار به تکل وروښود.

ځينې سرچینې د سقاؤ د زوی تر شا د وخت د نقشبندي (مجددي) کورنۍ د غړو لاسونه ګڼي. ددې جملې څخه يو د کلکان ملک محسن کلکاني يادېږي چې په خفا کې به ېې بچه سقاؤ ته لارښودنې کولې او پتنځايونه به ېې ورته ښودل چې د پولیس له منګولو نه به وساتل شو. همداسې ورو ورو د بچه سقاؤ ډله ډېرېده او د شمال ډېر خلک ېې په عذاب کړي و او په خلکو ېې دومره ډار ايښی و چې کله به د چا کورته د شپې مهل ورواووښت نو کس به ورته ډوډۍ او هرڅه ورکړل او د وخت پولیس او مقامات ېې نشوای خبرولای. د لړم په پای ورځو شپو کې چې کله د شینوارو تر منځ پاڅون رامنځ ته شوی و نو امان الله خان د ختيځ زون ته ډېر متوجه و ، په همدې وخت کې د وخت نه په ګټې سره د سقاؤ زوی د شمالي لارو او د کابل تر منځ د لارو بندولو کوښښ پیل کړ.

مړينه

د بچه سقاو د اعدام انځور

دسقاو دکړوسي (فهیم کوهدامني) داستنطاق جریان په لاندې لینک کې کتلاى او اورېدلاى شئ :

http://www.youtube.com/watch?v=lBgwBtYJx7M&feature=related

په لاندې لینک کې دسقاو دکړوسۍ څېره وګورئ:

http://www.youtube.com/watch?NR=1&v=gFcynchraC8