پاکستان ته د ملاملنګ پټ سفر او د افغانستان د راتلونکي په اړه د پاکستان پلان

http://larawbar.com/peace/?p=3294

د تاند(دوشنبه/سنبله۱۴) پاکستاني رسنۍ وايي چې یوه مهم افغان مشر ملامحمد صالح چې په ملاملنګ مشهور دی روانه اوونۍ په پټه کوټې او اسلام اباد ته سفر کړی او له پاکستاني چارواکو سره یې خبرې کړي دي.

د نېشن انګریزي ژبې ورځپاڼې د راپور له مخې باور کېږي چې ملاملنګ په اسلام اباد کې له مهمو مقاماتو سره د افغانستان د راتلونکي حکومت د جوړښت په باب خبرې کړي دي.

ملاملنګ د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د جهاد یو مهم قومندان و.

د شوروي ځواکونو له وتلو او د نجیب الله د رژیم له پرزېدو وروسته د جګړه مارو د واکمنۍ په موده کې ملا ملنګ د کندهار والي و خو د طالبانو د واکمنۍ په موده کې په کوټه کې اوسېده.

ملاملنګ په ۲۰۰۵ کې د ملي شورا غړیتوب ترلاسه کړ.

د نېشن پاکستانۍ ورځپاڼې له تبصرې داسي ښکاري چې پاکستان غواړي چې د حامد کرزي د دورې له پای ته رسېدو وروسته نوموړی د افغانستان ولسمشرۍ ته کاندید کړي.

د دې ورځپاڼې په نظر د کرزي د واک د دورې له پای ته رسېدو وروسته زلمی خلیلزاد او امرالله صالح ځانونه کاندیدوي چې دواړه د پاکستان خلاف دریځونه لري خو ملاملنګ د دوی په مقابل کې له پاکستان سره نژدې دی.

ورځپاڼه په عین حال کې وايي، ملاملنګ، چې په کندهار، بادغیس، فراه، زابل او اوروزګان ولایتونو کې نفوذ لري له امریکا سره هم اړیکې پالي.

د نېشن له لیکنې سره سم تر ډېرو پوري څوک نه پوهېدل چې د ملاملنګ د کورنۍ غړي په کوټه او اسلام اباد کې اوسي.

د نېشن له لیکنې سره سم زلمی خلیلزاد د سپینې ماڼۍ له ملاتړه برخمن دی خو په افغانستان کې نفوذ نه لري.

خو ملا ملنګ نه یوازې د پاکستان له آی ایس آی سره ښې اړیکې لري بلکې په واشنګټن کې یې هم خبره اورېدونکی لري.

نېشن لیکي: ولسمشر حامد کرزي په ځانګړي ډول د احمدولي کرزي له وژل کېدو وروسته، چې ادعا کېږي د سي آی اې قراردادیانو وواژه، سیاسي توله د پاکستان په ګټه بدله کړې ده.

نېشن د افغانستان له قوته د خپل هیواد اندېښنې ته په اشارې لیکي:هم پاکستان او هم افغانستان په هر ډول راتلونکي حکومت کې ګټې لري خو امریکا او هندوستان تروسه وسه هڅه کوي چې په سیمه کې موجود حالت، چې له یوې پېړۍ راهیسي برقرار دی، بدل کړي.

ورځپاڼه په دوام کې کاږي:د کابل د وروستي سفر په ترڅ کې د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني د کرزي حکومت ته په زغرده وویل چې افغانستان باید د خپلو امنیتي ځواکونو(پولیس او ملي اردو) د شمېر او د هغوی د روزنې په اړه له پاکستان سره مشوره وکړي.

پاکستان تر دې پخوا د ناټو او امریکا چارواکو ته هم ویلي و چې دوی د پیاوړي او لوی افغان ځواک مخالف دي.

نېشن زیاتوي:د افغانستان په راتلونکي حکومت کې باید د پاکستان ستراتیژي تعقیب شي، پاکستانیان باید د افغانستان د حکومت په ادارو کې استخدام شي، او افغانستان باید د ناټو او د امریکا د متحدو ایالتونو په شمول له خپلو ټولو لوېدیځو متحدانو سره د هرراز موافقې د لاسلیکولو په اړه پاکستان ته مالومات ورکړي.

د دې مسایلو د یادولو په پای کې نېشن اسلام اباد ته د ملاملنګ سفر له مانا ډک بولي.

له تاند څخه مننه کوو