http://larawbar.com/peace/?p=3285
له يوې اوونۍ نه په کمه موده کې به، تر ايرين توپان وروسته دا دوهم توپان وي، چې پر امريکا باندې راځي. د ايرين توپان پر نيويارک او شاو خوا سيمو کې تر اووه ميلياردو ډالرو پورې زيان واړولو.
د امريکا د هوا پېژندنې ادارې ويلي، چې اوسنی د ((الينا)) په نوم توپان د لوييزيانا پر لوري روان دی. د رېپوټونو له مخې يوې استوايي د کم فشار څپې دغه توپان ته د 365کيلومترو په ساعت کې، تيزوالی ورکړی. رېپوټ زياتوي، چې په نوموړي ايالت کې به تر 38 سانتي مترو پورې باران وشي.