د هند په پنجاب پوهنتون کې افغان محصل حضرت الله خان د خپلې ماسټرۍ د دورې په پاى کې د هندي پاچا د زياتو نومرو ريکارډ مات کړ.
حضرت الله خان چې د هند په پوهنتون کې يې د پولېټيکل ساينس يا سياست په برخه کې ماستري کوله د خپلې ماسترۍ په پاى کې يې د زياتو نومرو په اخيستو سره د هندي پاچا د زياتو نومرو ريکارډ مات او عکس یې د لوړو نومرو د مخکیني پاچا پر ځای په دغه پوهنتون کې وځړول شو.
حضرت الله خان د افغانستان د پکتيا ولايت اوسيدونکى دى او د کابل پوهنتون د ژورناليزم له پوهنځي څخه تر فارغيدو وروسته يې د هند په يو پوهنتون کې د ژورناليزم او سياست په برخه کې خپله ماستري پيل کړه، چې دا دی د لوړو نومرو د پاچا د لقب له ویاړ سره خپل هيواد ته ماستري راوړه.
دا لومړى ځل نه دى چې افغان محصلين په بهرنيو پوهنتونو کې د زده کړو د پاى ته رسولو په ترڅ کې خپل هيواد ته له وياړ سره راستنيږي. تردې مخکې هم زيات شمير افغان محصلينو داسې لوړې نومرې تر لاسه کړي دي.
حضرت الله خان په داسي حال کې دا ویاړ ځان اوخپل هیوادوالو ته ورپه برخه کړ چې له دې سره په یو وخت یوه افغان استاد او څېړونکي ډاکتر سید نصیراحمد ته د امریکا د بیوګرافیو څېړنیز انستیتیوت، چې د متحدو ایالتونو په شمالي کارولینا ایالت کې دی، د یوویشتمې پېړۍ د غوره مفکر شخصیت لقب ورکړ.
له تاند څخه په مننه