http://larawbar.com/peace/?p=3148

د روژې په مبارکه مياشت کې دا څوم ځل دی، چې پر قباييلي سيمو باندې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو لخوا بريدونه تر سره کيږي.

نن سهار وختي هم د ميرانشاه پر سيمو باندې د ډرون الوتکو بريد تر سره شوی. په دغه بريد کې دوه توغندي د استوګنې په کورونو ويشتل شوي، چې څلور تنه يې وژلي او پنځه نور يې سخت ټپيان کړي  دي.

له څو کلنو راهيسې دغه جنايت په قباييلي سيمو کې د امريکا لخوا روان دی او د پاکستان حکومت هم  د دې خاورې دعوا لري خو د دفاع لپاره يې هېڅ ډول تدابير نه نيول کيږي.

د روان زېږديز کال له پيل راهيسې تر اوسه په دې سيمه کې تر 350 زيات بېګناه خلک وژل شوي دي او په سلګونو نور هم ټپيان شوي دي. دغه ټپي کسان هم زياتره په معيوبينو بدليږي او د کورنۍ او د ټولنې لپاره يو بوج ګرځي. هسې هم د دې سيمې خلک بې وزله دي او د کار، زده کړې او نورو ټولنيزو خدماتو لپاره امکانات نه لري. د خلکو ناخوښي به د امريکا او پاکستان حکومت  د مخالفينو سنګرونه پياوړي کړي او دا تپل شوې جګړه به ﻻ نوره هم پسې اوږده شي.

سپينتمان
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه