http://larawbar.com/peace/?p=2838

واشنګټن پوست : داحمد ولي کرزي قاتل دامریکا جاسوس و
واشنګټن پوست ورځپاڼې دولسمشر کرزي دناسکه ورور احمدولي کرزي دقاتل سردار محمد خان په اړه کښلې دي ، چې نوموړې له څو کلونو راهسې له طالبانو سره په جګړه کې دامریکا ملګری او ملاتړی و . ورځپاڼه کاږي : سردار محمد ،چې دپولیسو قومندان و په څو میلمستیاوو او پروګرامونو کې له امریکايي او برتانوي جنرالانو سره کتلې دي او دارزښت وړ استخباراتي معلومات يې ورته وړاندې کړې  او دهغو پولیسو په نیولو کې يې مرسته کړې ، چې له طالبانو سره به یې لار درلوده .
ورځپاڼه دا خبره هم کوي پر هغو لاملونو پوهیدل اوس هم ناڅرګند دي ، چې څنګه يې دا 35 کلن ځوان یو ځل پر بله واوښت او په سویل کې يې تر ټولو پیاوړې سړی وواژه . دا رښتیاهم یو ډراماتیک بدلون دی .
دکرزي دکورنۍ یو غړي وویل : دکرزي له ترور وروسته دا جوته شوه ، چې سردار محمد خان درې میاشتې وړاندې کوټې ښار ته سفر کړې و او هلته یې له طالبانو سره کتلې و سرچینه وايي : په وروستیو اونیو کې دسردار محمد کړنې عجیبه او غریبې وې خوب يې نورمال نه و ، خوبځای به یې ژر ژر بدلوه ، خپلو سړیو ته به یې دشک په سترګه کتل له خپلو به یې تل پوښتنه کوله ،چې څوک درسره په ټیلفون غږیږي .

هوسۍ

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه