ناټوځواكونو د خوست په مركز متون كې د ښځو اوماشومانو په ګډون د دريو كورنيو اته غړي وژلي او ټپيان كړي، په وژل شويوكې يوه پېغله او په ټپيانو كې د همدې مور، دوه د ښوونځي زده كوونكي، يو ښوونكى او يو هم د والي دفتر مامور دى، د سيمې خلكو د همدې كسانو جسدونه د خوست ولايت مقام او ولايتي شورا ته د احتجاج په ډول راوړي وو، خو له دواړو ادارو څوك ورته راونه وتل. ناټوځواكونو او ځايي چارواكو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا پېښه د پنجشنې په شپه د خوست ښار د ولايت مقام نه درې كيلومتره ليرې شمال خواته د متون په توره وړۍ كې شوې او په دې سيمه كې د خوست په كچه امنيت ښه دى، د سيمې خلك وايي چې په يوه كوركې يې يوسړى د هغه لور او ځوى وژلي او د هغه ميرمن يې ټپي كړې ده، او څاروي يې هم وژل شوي همداشان دوه نور كسان چې پلار او ځوى دې د كور مخې ته د پټي د اوبه كولو په حال كې وژل شوي، له دغوكسانوپلاريې په ولايت مقام كې مامور او ځوى يې د ښوونځي زده كوونكى وو، او د دې ترڅنګ يو سړى چې ښوونكى دى، هغه هم د اوبو لګولو پرمهال وژل شوى او بل ځوان ټپي دى، د غه كليوال وايي چې ټول وژل شوي كسان بي ګناه دي او په كومه ډله پورې نه دى تړلي:
د سيمې خلكوجنازې د لاريون پرمهال خوست ښار ته راوړې او د احتجاج په ډول يې لومړى د والي دفتر مخې ته او بياد ولايتي شورا په دروازه كې كيښودې، كه څه هم په جنازوكې يوه د ولايت مقام مامور وه او تېره ورځ همدامهال په دنده كې وو، خوڅوك را ونه وتل، او د ولايتي شورا دروازه هم تړل شوې وه، لاريون كوونكو د بهرنيوځواكونو او افغان دولت پرضد شعارونه وركول.
موږ هڅه وكړه چې په دې اړه د ځايي چارواكو او ياهم د ناټوځواكونو غبرګون واخلو، د ناټومطبوعاتي دفتروايي چې پلټنه كوو، او د ځايي چارواكو په پيدا كولو بريالي نه شوو.