http://larawbar.com/peace/?p=2565
میرویس جلالزی (کابل) د کابل په لویدیځ کې د دارالامان ماڼۍ تر شا د امید سبز ښار ګوټي پر سر د حکومت او د دغه ښارګوټي د اوسني مالک ترمنځ لانجې را پورته سوي دي.
د کابل ښاروالۍ یوې سرچینې نن وویل چې د حاجي نبي په مستعار نامه جوړ سوی دغه ښار ګوټی د ولسمشر د دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي په ورور حاجي نبي پوري تړلی دی او د توزیع امر یی هم ښاغلي خلیلي صادر کړی دی.
په دغه ښار ګوټي کې په زرګونو نمرې هزاره توکم خلکو ته ویشل سوي او وروسته بیا دغه نمرې لاس پر لاس خرڅي سوي دي.
که څه هم دغه ښار ګوټي په قانوني ځمکه ندی جوړ سوی او د ښار جوړونې وزارت او ښاروالۍ اسناد نه لري اوس ویل کیږي چې یو شمیر حکومتي ادارو ته شکایتونه سوي چې دغه ښار ګوټي باید د کریم خلیلي د ورور حاجي نبي له واک څخه وایستل سي او له نوموړي سره سخت قانوني چلند وسي.
په دغه ښار ګوټي کې اوس شاوخوا ۵۰۰۰ کورونه شته چې د هرې سپینې نمبرې چې د دری بیسوو په اندازه وي بیه له ۴۰ زره امریکایی ډالرو څخه نیولي بیا تر ۷۰ زره امریکایې ډالرو ته رسیږي.
د دغه ښار ګوټې ټولي برخې د خپل سرو نخشو په مټ نخشه کشي سوي او هرې خوا ته په سلګونو کورونه جوړ کړای سوي د ي.
که چیرته د دغه ناقانونه ښارګوټي غټ والي ته وکتل سي نو داسي بریښي چی مالکینو ته یې چې په خپله ښاغلی خلیلي او حاجي نبي دي په سلهاوو ملیونه ډالر له دغې برخي ورغلي دي.
دمګړۍ د دغې ناقانونه ځمکي د خرڅلاو بازار تود دی او خپله ښاغلی نبي هغو کسانو ته چې دغلته مځکي اخلي په خپل سر بي اعتباره قباله ویشي چې هیڅ راز قانوني او حقوقي ارزښت نه لري.
لکه څرنګه چې لیدل کیږي د دغه ښار ګوټي لمن هره ورځ لویدیځ اړخ ته پسې پراخیږي او ټاکل سوي چې د برچي له د ښتې سره ،چې هزاره ګان پکې په ګڼ شمېر کې اوسي، سریښ کړای سي.
د ادارې فساد پر ضد د مبارزې ادارې تر اوسه ندي توانیدلي چې د دغې ستري بی عدالتۍ مخه ونیسي او ولسمشر کرزي هم په دې باب کوم جدي ګام ندی پورته کړی.
خو یوازنۍ ادره چې اوس غواړي د دغه ښار ګوټي ناقانونه اسناد بربنډ کړي هغه کابل ښاروالۍ ده.
خو دې ته به وخت ځواب ووایې چې د کابل ښاروالۍ به وکړای سي د ولسمشر د لومړي مرستیال محمد کریم خلیلي د دغه ناقانونه ملکیت په را ګرزولو بریالۍ سي که څنګه.
دا په داسي حال کې ده چې دمګړۍ په لکونو پښتانه کورنۍ په خیمو او یا هم د ړنګو دیوالونو تر منځ په کامله بي کورۍ او دربدرۍ کې شپې سبا کوي.
له تاند څخه په مننه