ډنمارکۍ ورځپاڼه: امريکا په افغانستان کې د سپينو پاسفورسو ممنوعه وسلې کاروي
يوې ډنمارکۍ ورځپاڼې (انفارمېشن) په خپل يوه تازه راپور کې له هغو پټو پوځي اسنادو پرده پورته کړې چې وايي امريکايي پوځيانو په افغانستان کې د جګړې پر مهال يوځل بيا د سپين پاسفورس له ممنوعه وسلو، بمونو او توغنديو استفاده کړې. سرچينه وايي که څه هم دنړيوالو قوانينو او مقراراتو له مخې د دغو وسلو کارونه ناروا اولوى جرم شمېرل کېږي، خو په افغانستان کې امريکايي سرتېرو له تېرو لسو کلونو راهيسې څو څو ځله له دغو ممنوعه وسلونه کار اخيستى، چې ډېر کله د دغو وسلو د کارونې له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. دغه ډنمارکۍ ورځپاڼه وايي داسې اسناد هم خپاره شوي چې امريکايي عسکرو يواځې د يوه هدف د ترلاسه کولو په خاطر په افغانستان کې له ٢٠ نيولي تر٥٠ پوري دسپينو پاسفورسو توغندي اوبمونه ويشتلي. په راپور کې ويل شوي چې دغه بمونه اوتوغندي دافغانستان په هغو سيموکې هم کارول شوي چې هلته دنمارکي عسکر مېشت اوپوځي اډې لري.
له لوی افغانستان څخه په مننه