http://larawbar.com/peace/?p=1789
له هرات ولايت څخه يو شمير باوري سرچينو ر سپوږمۍ راډيو ته ويلي دي، چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې له هرات ولايت څخه د ناکام اعلان شوي کانديد وحيد طاهري له خوا د هرات ولايت په مربوطاتو کې يوه دېرش کسيزه وسله واله ډله جوړه شوې ده. وحيد طاهري چې د ملي امنيت د شورا د مشر رنګين سپنتا ورور دى، دغه وسله واله ډله يې له هغه وروسته جوړه کړه، کله چې نوموړى د ټاکنو د کميسيون له خوا په ټاکنو کې ناکام اعلان کړل شو. راپورونه وايي چې دغه ديرش کسيزه ډله د عبدالرحيم لنګ طاهري په مشرۍ د انجيل، کشک رباط، سنگي، قريه قره قل، چشمه آب او ګنداب په سيمو کې فعاله ده، چې د سيمې بد معاشان هم ورسره مله دي. دغه راز ويل کيږي چې دغه وسله واله ډله په عين وخت کې له اسمعيل خان سره دښمنۍ او رقابتونه پالي. د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون وياند احمد ضيا رفعت چې د اسمعيل خان سره نيږدې اړيکې لري ويل کيږي د شخصي تربګنيو له وجې يې د وحيد طاهري او يو شمير نورو هراتيانو نومونه د ولسي جرګې د برياليو اعلان شويو کانديدانو له ليست څخه ايستلي دي .
د سپنتا د ورور وحيد طاهري دغه وسله واله ډله اوس مهال په سيمه کې د اسمعيل خان پر وړاندې د ستونزو جوړولو لپاره هڅې کوي.
دې ډلې په دې وروستيو کې دا هڅې پيل کړې دي چې هرات او هلمند ته د خارجي پوځونو لپاره اکمالاتي لارۍ تر وسله والو بريدونو لاندې راولي. ويل کيږي چې ددغه کاروانونو د امنيت چارې د يوې امنيتي کمپنۍ په غاړه دي چې اسمعيل خان پکې شريک دى او ددغه امنيتي کمپنۍ مشري سيد عبدالوهاب قتالي کوي.
د يادونې وړ ده چې په سيمه کې د وحيد طاهري د دغه ټولو فعاليتونو مشري توريالى کوي چې د رنګين سپنتا د خور زوى او د هرات د ولايتي شورا غړى دى.
سپوږمۍ راډيو په دې اړه د وحيد طاهري نظر وپوښت نوموړي په دې اړه وويل چې د ايران اسمعيل خان او رفعت پر ضد زما مبارزه د افغانستان د قوانينو په چوکاټ کې ده او اوسمهال کومه وسله واله ډله نه لرم. نوموړي وويل دا مبارزه سوله ييزه او د هېواد پر زيان نه ده، خو د وسله والې ډلې د جوړولو شتون يې په کلکه رد کړ.
دغه راز مو هڅه وکړه چې په دې اړه د اسمعيل خان نظر تر لاسه کړو، خو د پرله پسې هڅو سره په دې بريالي نه شو.
بلخوا د چارو کتونکي وايي چې که تېرې ټاکنې ومنل شي، نو نورې نوې امنيتي ستونزې به هم رامنځ ته شي او خلک به اړ شي چې د بدلون لپاره په نورو ناقانونه لارو کار وکړي چې ښکاره بېلګه يې همدا د وحيد طاهري له خوا د وسله والې ډلې جوړول دي .
له لوی افغانستان څخه په مننه
دالاندې مطلب هم په بې نظمي اوټوپکسالاري پورې تړاو لري
په بلخ کې 50 تنه طالبان نيول شوي دي
عطامحمد نور: په بلخ کې 50 تنه طالبان نيول شوي دي
د بلخ والي او د شمال ټلوالې پورې اړوند جنګساﻻر عطامحمدنور خبري رسنيو ته ويلي، چې په تيرو 48 ګړيو کې د بلخ وﻻيت په ځينو سيمې کې عمليات تر سره شوي او د ده په وينا په لړ کې يې د طالبانو د دوه قوماندانانو په شمول 50 تنه نيول شوي دي. دغه عمليات د بلخ ، چمتال او چاربولک په سيمو کې تر سره شوي.
د بلخ والي خبرياﻻنو ته ويلي، چې د دوی د ځواکونو په مقابل کې مقاومت د پيسو د ﻻسته راوړلو او د غلا کولو په موخه تر سره کيږي او کومه عقيدوي مساله نه ده.
بايد وويل شي، چې قوماندان عطا بې له خپلې ډلې او کورنۍ څخه نورو ته اجازه نه ورکوي، چې د ده پاچاهۍ په قلمرو کې غلا او شوکه وکړي. د قوماندان عطا زوی دوه شرکتونه لري، چې يو يې يوازې د غلا او د خلکو تښتولو لپاره تخصيص شوی.
د يادولو وړ ده ، چې په بلخ وﻻيت کې شمال ټلوالې ټول واک په خپل ﻻس کې اخيستې او داسې شرايط غواړي رامنځته کړي، چې د موقع په تر ﻻسه کولو سره د هېواد تجزيې لپاره چمتوالی ولري.
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه
د بلخ والي خبرياﻻنو ته ويلي، چې د دوی د ځواکونو په مقابل کې مقاومت د پيسو د ﻻسته راوړلو او د غلا کولو په موخه تر سره کيږي او کومه عقيدوي مساله نه ده.
بايد وويل شي، چې قوماندان عطا بې له خپلې ډلې او کورنۍ څخه نورو ته اجازه نه ورکوي، چې د ده پاچاهۍ په قلمرو کې غلا او شوکه وکړي. د قوماندان عطا زوی دوه شرکتونه لري، چې يو يې يوازې د غلا او د خلکو تښتولو لپاره تخصيص شوی.
د يادولو وړ ده ، چې په بلخ وﻻيت کې شمال ټلوالې ټول واک په خپل ﻻس کې اخيستې او داسې شرايط غواړي رامنځته کړي، چې د موقع په تر ﻻسه کولو سره د هېواد تجزيې لپاره چمتوالی ولري.