http://larawbar.com/peace/?p=1511
را تر غاړه وزه، بس دتا غوندې هېواد دښمن زموږ په کار و را تر غاړه وزه . . .
درنو لوستونکو!
مخکې له دې چې د اریوبزي صاحب ژوره او دردونکې لیکنه ولولئ لازمه ګڼم ولیکم چې د دریمې سقاوي له سالار (( حامد کرزي )) څخه دا تمه چې دافغانستان په خیر کار وکړي نا سمه ده کرزی چې د همدې بدې ورځې لپاره روزل شوی نو ځنګه به له هغه څخه دښې ورځې تمه وکړو؟
باید زیاته کړم چې دمکار کرزي په اړوند داسې یوه نوې لیکنه دخپرېدولپاره تیاره شوې ده چې دهغه بدمرغه ،بدرنګه اوهېواد دښمنه څېره به تاسو ته نوره هم بربنډه کړي خوتاسوداوس لپاره په لاندې ډول سره داریوبزي صاحب لیکنه لمړی ولولئ :
اوس مهال د هيواد ډير سياسي څيړونکي او روڼ اندي په دې باور دي چې افغانستان د یوه ستر ګواښ سره مخامخ دی دا ګواښ هیواد ته د پاشیستي متعصبو ډلو او د یو شمیر ګاونډیانو له خوا متوجه دی .
ددې ګواښ له پاره د افغانستان د اولس مشر ښاغلي کرزی د یو شمیر مصلحتونو له امله رامنځته شوی دی دا ځکه چې اولس مشر د مصلحتونو په نظر کې نیولو سره یو شمیر پاشیستي ډلو ته زیات واک ورکړی دی او د خلکو په باور تل د مصلحتونو په نظر کې نیول هم په سیاسي بهیر کې زیانمن تمامیږي.
کتونکي وایی چې د اولس مشر يوه لويه تيروتنه د په اصطلاح ټولټاکنو او شکاياتونو د اوريدلو د مستقلو کميسيونو واک د پاشیستی ډلو په لاس کې ورکول و . دا واک ورکو ل ددې سبب شوه چې خلک د وړاندې څخه په دې باوري شول چې ددې ډول کسانو تر لارښووني لاندې د رڼو ټولټاکنو تر سره کول ناممکن دي.
خلک تل د هیواد اولس مشر ته دا د نیوکې ګوته نیسي چې تر اندازې زیات د پاشیستي ډلو غوښتنو ته غاړه ایږدي او دی دولتی لوړ پوستونه ددې په ځای چې په وطن مینو، د تجربې او زده کړو لرونکو او په ټولنه کې د ښه نوم لرونکو وګړو ته ورکړي، هڅه کوي چې په پاشیستي ډلو پورې د تړلو کسانو چې په عمده توګه د پنجشیر ، د پروان ،د بدخشان او هرات د دیګانو د سیمو څخه دی ورکړی دی. چې د هغو له جملې څخه د ټاکنو او شکایتونو د اوریدلو کمیسیونونه دي.
دا روښانه ده چې د پاشیستي ډلو موخې د هیواد د خلکو د هیلو سره توپير لري دوی په دې لټه کې دی چې افغانستان کمزوري کولو او د هیواد د سیاسي نظام په موجودیت کې د هیواد د اکثریت اولس ( پښتنو) موجودیت لږ کړي او لدې لارې افغانستان کې د خلکو ملي حاکمیت کمزوری او د هیواد د ټوټې کیدو له پاره زمینه برابره کړي.
یو ددې لارو څخه مقننه قوه کې د پښتنو او ملی قوتونو د شته والي کمزوري کول دی پاشیستي ډلو د ښاغلی کرزی په اداره کې د خپل نفوذ څخه په استفادې سره لومړی د پښتنو سیمو څخه په پارلمان کې د شمیر له مخې نماینده ګي کمه کړه دا په دې مانا چې د پښتنو ولایتونو څخه پارلمان ته د وکیلانو شمیر اندازه د نفوسو د اصلی تناسب څخه لږه وټاکله . چې ښاغلی کرزی پرې سترګې پټې او په دولتي اداره کې لوړ پوړو پښتو ژبو غوړه مالو چارواکو هم ورسره ومنله.
د پاشیستي ډلو دوهمه هڅه په ځينو سیمو کې د نویو ادارې واحدونو غیرقانوني اوغیر معیاري جوړښت و چې غواړي په مصنوعی ډول سره پښتانه په اقلیت باندې واړوي او ښاغلی کرزي هم ددوی د خوشاله ساتلو د پاره ورسره سر وخوځاوه.ډيرې کوچنۍ سیمې چې د ولسوالی وړتیا یې نه درلوده په ولایتونو تبدیل کړې.
همدارنګه ددې ډلو د پښتنو د اقلیت کولو توطیه د شمال څخه د پښتنو اجباری شړل و چې لومړی دا سلسله د بدخشان د ولایت څخه بیا تخار ، سرپل او نورو ولایتونو ته وغزیده په دې ډول پاشیستي ډلو د وسلو په زور او د دولتي امکاناتو څخه په استفادې سره مرکزی سیمو کې خپلو شخصي ځمکو ته د کوچیانو د تلو مخنیول وکړچې دا ټول ددې سبب شول چې پښتون اولس د کابل ادارې څخه په بشپړ توګه پرادی شو.
په دې ټول ښه پوهیږی چې د کابل په اداره کې پښتانه د کتنې وړ وجود نه لری یوازې څو تنه پښتانه شته چې هغوی په خپله ژبه باندې د خبرو کولو زړونه هم نه شي کولی.
د پاشیسیتي ډلو او د افغانستان ځینو ګاونډیانو د پښتنو د ضعیفولو د پاره وپتیله چې په کابل کې په پارلمان کې د پښتنی سیمو څخه د وکیلانومخنیوی وکړی . ددې په اړخ کې دوی د نورو ملیتونو څخه د هغو نوماندانو چې ملی او مترقي مفکورې یې درلودې پارلمان ته ددوی د تګ په لاره کې خنډونه پيداکړل.
د افغانستان د چارو شنونکو په باور د يوه مزدور او پاشيستانو څخه د ډک پارلمان د جوړولو له پاره د هيواد په د ننه او د سيمې په سويه يو ګډ افغانستان دښمنه پلان جوړ شوى او د ډیرې مودې له پاره کار ورته شوی و.
ددې پلان له پاره وسله والو ډلو، په حکومت کې حاکمو پاشيستي ډلو او په اصطلاح د ټولټاکنو او شکايتونو د اوريدلو مستقلو کميسيونو وکولاي شول چې دځانګړو تدابيرو له لارې په پارلمان کې د ملي او وطنپالوکسانو او په تیره بیا د پښتنو د غړيتوب مخنيوى وکړي او په دې لټه کې شول چې اولسي جرګه د خپل بشپړ کنترول لاندې راولی.
د همدې موخې له پاره وسله والو ډلو پښتني سيمې نا ارمه کړې او خلک يې وګواښل چې په ټاکنوکې برخه ونه اخلي . دوى د ټاکنو د ورځې څخه څو ورځې مخکې ولسواليو او ښارونو ته په لارو کې مينونه خښ کړل.
که په رښتيني مانا سره د دوى په باور دا ټولټاکنې غيراسلامي عمل و نو دې وسله والو ډلو ولې په غير پښتني سيمو کې اولسي جرګې ته د ټاکنو مخنيوى ونکړ. دوى د هيواد په ټولو برخو کې يوازې او يوازې د پښتنو سيمې په نښه وګرځولې. او یوازې یی د پښتنو ګوتې پرې کړې.
دې ډلو په هغو سيمو کې چې په پاشيستي ډلو پورې تړلي نوماندانو په کې فعاليت کاوه د ټاکنو په وړاندې کومه ستونزه راپيدا نکړه.
د بلې خوا په اصطلاح د ټاکنو مستقل کميسيون پښتني ګڼ ميشته سيمو کې د ټاکنو د مرکزونو د موجودیت مخنیوی وکړ که څه هم د دفاع وزارت څو څو ځله وويل چې دوى کولاى شي هلته د ټاکنو امنيت وساتي مګر کميسيون د هغه پروګرام سره سم چې د ټاکنو څخه د پښتنو سيمو بې برخه کول و ، سم حرکت کاوه.
د هيواد په شمال کې هم په پاشيستي ډلو پورې تړلو مليشاو د طالبانو په نوم د پښتنو سيمې نا ارامه کړې په دې ډول دوى وکولاى شول په ټولو پښتني سيمو کې د ټاکنو مخنيوى وکړي.
دا د يادولو وړ ده چې پښتانه او نور ملیتونه لکه نورستانیان، بلوڅان، پشه ییان، په بشپړ ډول د افغانستان د سياسي نظام څخه ايستل شوي دي. دوى اوس په دى نظام کې خپل موجوديت نه ګوري .
ډير کتونکی په دې باور دی چې په راتلونکی پارلمان کې چې کیداې شی زیاتره کسان یې د خلکو له پاره د باور وړ نه وي د هیواد د ملی او ځمکني یووالی دښمنان ډيره اغیزه ولری او دوی به د هغې اجندا سره سم چې د خپلو بادارانو له خوا ورکول کیږی د هیواد موجودیت ته ګواښ پیښ کړی
د بلې خوا د هیواد خلکو له پاره حکومت خو یو غیر ملی اداره و او اوس د دوی له پاره پارلمان په یوه غیرملی جرګه باندې اوړي نو ځکه ښایی دوی په مختلفو شکلونو سره د موجوده نظام په وړاندې غبرګون وښیی.
د یادولو وړ ده چې تر اوسه بحران پيل شوی نه دی او کیدای شي د هیواد اولس مشر د ځينو مهمو اقداماتو له لارې د دې بحران مخنیوی وکړی شي.
اوس وطن دښمنه کړیو د هیواد برخلیک ته ګواښ پيدا کړی او غواړي چې دا څو زره کلن هیواد د سیمی له جغرافیا څخه لېرې کړی. چې ددې لویې توطیی په وړاندې افغان اولس هیڅکله بې توپيره نشي پاتې کیدلای.
اوس نو پښتون اولس او د هيواد ملي او وطنپال ځواکونه اړ دي چې ددې ناوړي راتلونکي په وړاندې غبرګون وښیی او هيواد د پاشيستي او په جنايتونو باندې د تورنو ډلو د واکمنى څخه موخه يې د افغانستان ټوټې کول دي هیواد وژغوري.
دا چې په راتلونکي کې به د پښتون اولس او په مجموع کې د ملي قوتونو حرکت څه بڼه نيسي تر اوسه ښکاره نه دى. خو دومره جوته ده چې د پاشيستي ډلو د واکمنى د پاى تر رسولو په لړ کې به هيواد د ډيرې گډوډى سره مخامخ شي.
نو لدې امله اولس مشر ته ضروري ده چې د اوسنيو کودتايي جعلي ټولټاکنو د نتايج غيرقانوني اعلان او په دې ډول یو ځل بیا افغانستان ته نجات ورکړي.
موجوده تش په نامه خپلواک د ټولټاکنو او شکایتونو د اوریدلو کمیسیونه منحل او ددې کمیسیونو هغه غړی چې په د وطن ضد دومره لویه توطیه کې ونډه لري اوچې هیواد ته یې لوی ګواښ پیدا کړی دې عدلی ارګانونو ته وروپیژني .
همدارنګه د ټولټاکنو او د شکایتونو د اوریدلو د واقعا ملی او خپلواکو کمیسیونو جوړ کړي.
همدارنګه بايد اولسي جرګې ته د ولايتونو څخه د غړيو د شميرپه هکله د سره کتنه وشي. او د هيواد ټولو خلکو ته د دوى د وګړو د شمير سره سم په اولسي جرګه کې نماينده ګي ورکړل شي.
تر هغه چې په ټول افغانستان کې د سراسري ټولټاکنو زمينه برابره شوي نه وي. په هيواد کې د ټولټاکنو تر سره کول يو غير قانوني عمل دى او بايد تر سره نه شي.
هغه مهال يو نظام مشروعيت پيدا کوي چې د يوه هيواد اکثريت اولس د هغه په ټاکلو کې ونډه اخيستي او د دوى په خوښه جوړ شوى وي.
څيړونکو په وينا په دې ټاکنو کې يوازې يو ميليون وګړو ګډون کړى دى چې د همدې ګډون کونکو زياتره رايې د شمار څخه ايستل شوي دي.
ښايي په دې مرحله کې پاشيستي ډلې ، مرستیالان په اولس مشر باندې ډير د خلکو په اصطلاح ډير غور او پش و کړي . تر څو وکولای شي په هیواد کې یو غیر ملی پارلمان رامنځته شي.
خو ښاغلى کرزى بايد دا ټکى درک کړي چى دا پاشيستي سياسي-پوځي ډلې اوس ډيرې کمزوري او د هيواد د ټولو مليتونو خلک ورته په ښه سترګه نه ګوري.
پاشیستي او وسله والو ډلو اوس د هیواد موجودیت او ملی یووالی ته ګواښ پيدا کړی دی. د ملی یووالي او خاورې د ساتلو دنده تر ټولو لومړې د هیواد د اولس مشر ده او ده ته اړینه ده چې ترټولولومړی او په ځای اقدام وکړی.
د پاشيستي سياسي-پوځي ډلو د توطيو په وړاندې د ښاغلي کرزي يو غوڅ عمل د هيواد د ټولو خلکو د تاييد او ملاتړ وړ دى. کله چې خلک د خپل جمهور رییس دا ډول ملي اقدام وګوري په خپل ټول قوت سره به دده په اړخ کې ودریږي.
خلک د رڼو ، سراسري ټولټاکنو غوښتونکي دې . نو ځکه اړینه ده چې د اوسنیو جعلي او کودتایی ټولټاکنو نتایج د جمهور رییس د فرمان سره سم لغوه اعلان شي او دا ډاډ خلکو ته ورکړل شي چې په ټول هیواد کې به رڼې ټولټاکنې تر سره کیږي. او په هیواد کې به داسې شرایط تیاروي چې د هیواد ټول وګړي ددې وس ولری چې په دې ټاکنو کې برخه واخلي.
په دې ډول هر ولایت او سیمی ته د دوی د وګړو په شمیر په اولسي جرګه کې د نماینده ګی ورکړل شی.
همدارنګه اړينه ده چې د ټولټاکنو له پاره يو جامع او سنجول شوى قانون ترتيب شوى وي. .او هم د ټاکنو سیمه دې ولایت نه ، بلکې ولسوالی وګرځول شي. ددې قانون له مخې بايد ټول هغه کسان په جرمونو تورن وي بايد په ټاکنو کې پرينښودل شي
دا چې ښاغلي کرزى ددى جعلي ټاکنو په وړاندى څه غبرګون ښيي دا په ده پورې اړه لري خو د افغانستان ملي قوتونه او په ځانګړي توګه پښتون اولس بايد ددې جعلي او کودتايي ټاکنو نتايج هيڅکله و نه مني او د سوله ايزو ، قانوني ګامونو په اخيستلو سره پرينږدي چې په پاشيستانو پورې تړلى پارلمان د هيواد په برخليک حاکم شي.
له احمدجان اریوزي څخه مننه کوو او ستاسولا زیاته توجه دسقاودلمسیانو توطیې ته په دې لینک کې را اړوو :
http://www.s-rohi.com/khabar_id_15493.html
دیادولو وړ ده چې کرزی پخپل لاس دهغه تش په نامه نظام ستنې نړوي کوم چې دی یې ځان مشر بولي ، په دې رسوأ نظام کې د منحوثو چارواکو کړنولکه اداري فساد ، قام پالنې او سیمیزتعصب زموږ مظلوم ولس تر پوزې رسولی دی کرزی په غیر مستقیم ډول دفساد ودې ته دوام ورکوي تاسو کولای شئ په لاندې ډول دتاند په ویبپاڼه کې دا نوی مطلب ولولئ :
له امين فرهنګ څخه د درغليو په باب تحقيقات کېږي
Saturday, 11.06.2010, 01:18pm (GMT)
د افغانستان د لويې څارنوالۍ يوه چارواکي وويل د تجارت او صنايعو وزارت له پخواني وزير امين فرهنګ څخه به د شويو درغليو په باب تحقيقات وشي.
د لويې څارنوالۍ مرستيال جنرال رحمت اله نظري وويل، د ښاغلي فرهنګ نوم د هغو ٢٠ جګپوړو کسانو په ليست کې شامل دى، چې د درغليو له کبله به لويه څارنوالي ورڅخه تحقيقات کوي. ويل کېږي دغو کسانو په درغليو کې لاس درلود او له خپل واک څخه يې ناوړه استفاده کړې ده.
د لويې څارنوالۍ مرستيال زياته کړه، پر فرهنګ تور پورې دى، چې د تېلو له درکه يې له حکومت څخه ٢٠ مليونه ډالره اضافه پيسې اخيستي، نوموړى به لومړنى عالي رتبه چارواکى وي چې د اداري فساد ځانګړې محکمه به ورڅخه تحقيقات کوي.
نړيوالې ټولنه تل پر ولسمشر کرزي انتقاد کوي، چې د اداري فساد په مخنيوي کې جدي هڅې نه کوي.پر ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې دننه هم انتقادونه کېږي. ويل کېږي نوموړي د صديق چکري په قضيه کې هم دخالت کړى دى، نوموړى د حج او اوقافو پخوانى وزير دى، چې ويل کېږي د خپلې واکمنۍ په لنډه موده کې په مليونونو ډالره لاندې باندې کړي دي، کله چې څارنوالۍ له نوموړي د تحقيقات ږغ پورته کړ، چکري لندن ته لاړ او دا قضيه په يو ډول يوې خوا ته شوه. چکري اوس په لندن کې چکر وهي او دوسيه يې په څارنوالۍ کې پرته ده.
دغه راز د کابل پر پخواني ښاروال هم د درغليو تور پورې شو، خو وروسته ښاغلي کرزي په يوه غونډه کې په څرګنده د هغه دفاع وکړه. خلک شکايت کوي چې په دغسې يوه بيروکراته اداره کې به خلک څنګه له عدالت څخه برخمن شي، چې يو چارواکى يو څه وايي، بل- بل څه.
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=c66&article=22879
دپرون او نن ورځې نورې ناخوالې د ښاغلي روښان زرمل په لیکنه کې دلاندې لینک په وسیله لوستلای شئ :
:http://www.tolafghan.com/posts/20345
له تاند او ټول افغانستان څخه په مننه