دلستوڼي او ګرېوان ماران دا ځل په ګډه زموږ ولس ته لومې اېږدي
http://larawbar.com/peace/1405.htm
صالح او اتمر دهندوستان په ملاتړ سیاسي ګوند جوړوي
په پلازمېنه کابل کې یوې باخبره سرچینې روهي ویبپاڼې ته ویلې دي ،چې دافغانستان دملي امنیت پخوانی مشر امر الله صالح او دکورنیو چارو پخوانی وزیر حنیف اتمر غواړي ،چې د افغان ډیموکرات په نوم سیاسي ګوند جوړ کړي .
سرچینه زیاتوي دا نوی ګوند به دهندي استخباراتو ، په افغانستان کې دامریکا دپخواني سفیر زلمي خلیلزاد او ډاکتر عبدالله عبدالله له ملاتړ او سپارښتنو برخمن وي .
دیادونې وړ ده ،چې امر الله صالح او حنیف اتمر تېره میاشت له هندوستان څخه ېې لیدنه کړې ده او هلته ېې له هندي لورې سره دنوي سیاسي ګوند دجوړولو او دبسپنې د تر لاسه کولو پر لارو چارو خبرې اترې کړې دي .
دیادونې وړ ده ،چې امرالله صالح او حنیف اتمر دخپل عمر ډیره برخه داستخباراتو په برخه کې تېره کړې ده پردې سربېره یو شمېر افغان شنونکي صالح او اتمر له یو شمېر بهرنیو خواوو سره په اړیکو تورنوي دواړو هغه مهال له خپلو دندو استعفا وکړه ،چې کله دسولي دمشورتي جرګې په ورځ یو شمېر امنیتي ستونزې رامنځته شوې .
له روهي وېبپاڼې څخه په مننه