افغانستان دامریکایانو تر اشغال لاندې دی ځکه خوامریکایان دخپلوپوځي اډولپاره نه نړیوال اصول مني او نه دکابل تش په نامه ادارې ته چې د دوی تر کنترول لاندې ده دخپل شریک یا پارتنر په سترګه ګوري .
په دې اړوند به دلاندې مطلب په لوستلو سره څه نا څه مالومات تر لاسه کړئ :
امريکا له افغانستان څخه پوځي اډې غواړي
وروسته له هغه ، چې څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر کرزي او د امريکا ولسمشر بارک اوباما په يو ويډيو کانفرانس کې پريکړه وکړه ، چې په راتلونکي نومبر مياشت کې به د امريکا او افغانستان تر منځ د ستراتيژيکو اړيکو د ټينګولو ګډ سند لاسليک شي.
ويسا ورځپاڼې د نن ورځې په ګڼه کې د باوري سرچينو په حواله خبر ورکړى ، چې امريکا ددې سند په نامه له افغانستان څخه اوږد مهاله پوځي اډې غواړي.
ورځپاڼه د يو شمير باوري سرچينو په حواله خبر ورکوي ، چې څو مياشتې مخکې امريکايي چارواکو له ولسمشر کرزي څخه د ستراتيژيکو اړيکو د ملګرتيا غوښتنه کړې وه او ولسمشر له دوى څخه د کاغذ پر مخ د غوښتنې جزيات او څرنګوالى وغوښت او له دې سره امريکا په افغانستان کې د پوځي اډو غوښتنه وکړه ، چې ولسمشر کرزي د افغانستان له لوري د اډو په بدل کې د اډو د شتون قانونمندي او د مودې معلومول او د اډو په بدل کې د افغانستان لپاره داسې امتيازات وغوښتل، چې په نړۍ کې معمول دي، خو امريکايي چارواکي دداسې امتيازاتو او شرايطو له منلو ډډه کوي.
د ورځپاڼې په باور په ظاهره ددوى پلمه داده ، چې ګواکي نه غواړي دغه اسناد کانګريس ته ولاړ شي ، چې ښايي په همدې لانجه د امريکا او ولسمشر کرزي تر منځ يو ځل بيا اړيکې خړې شي.
له دې وړاندې هم امريکا پاکستان ته ويلي وو چې موږ به ټول افغانستان طالبانو ته پرېږدو خو دوى دې موږ ته اډې را کړې. پاکستان دا خبره منلې وه خو وروسته ددې له امله چې پاکستان له چين سره نږدې اړيکې لري دا وړانديز ونه منل شو. ځکه که پاکستان دا کار کړى واى نو له چين سره يې اړيکې خرابېدلې.
دیادونې وړ ده ،چې امریکايي ځواکونه اوسمهال په بګرام ، هلمند او کندهار کې سترې نظامي اډې لري او غواړي ،چې په مزارشریف او شین ډنډ کې ېې دجوړولو نیت لري .
له ويساورځپاڼې څخه په مننه خوفکر نه کوم چې کرزی به امریکایانو ته له وېرې خوله ورچوله کړي