بســــــــــــــــــمل                             http://larawbar.com/peace/1362.htm

خوږو  لوستونکو!

فکر کوم  دا لاندې لیکنه به تاسو پنځه ورځې مخکې هم لوستلې وي ستاسو له مینځ  څخه  یو شمېر لوستونکو له دې  لیکنې سره  جوخت زما د هغو خبرو اورېدل  وغوښتل کومې چې  د آزادي  رادیو د آزادي  په  څپو پروګرام کې ماکړې وې البته ماهغه خبرې له لیکنې سره یوځای ډېرو افغان وېبپاڼوته ورلېږلې وې خوفکرکوم دتخنیکي ستونځو یا د وخت  دکموالي له وجهې  یې نه دي خپرې کړې یوازې دسلګۍ دوېبپاڼې  قدرمنو  چلوونکو زحمت  ایستلی  په لاندې لینک کې یې زما لیکنه له  خبرو سره یو ځای خپره کړې ده :

  http://www.salgay.com/Maqali+Lekany/Magali+Lekany_ABesmal_Da%20Oct%207%20Aw%20Jadi.html 

زه دسلګۍ له درنو چلوونکو اوله  هغو دوستانوڅخه مننه کوم  چې زماد خبرو اورول  یې غوښتي  دي خدای(ج)  دې وکړي چې زما نظریات جوړونکي او ستاسو په تبه برابر وي .

یادونــــــــــــــــــــــــــــه :

کله مو چې پورتنی لینک کښېکاږه اودسلګۍ په ویبپاڼه کې زمالیکنه  ښکاره شو هلته  په سر کې  په  یو ه ګلابي رنګه  کړکۍ  داکتوبر اوومه لیکل شوې ده بس همهلته یوه ګرده تڼۍ ده هغه کښېباسئ نو به زما خبرې واورئ .

مننـــــــــــــــــــــــه

                                          

 پرون د اکتوبر اوومه هغه توره او کرغېړنه نېټه وه چې د تورې ماڼۍ سرټمبه واکمنانو په ناحقه زموږ ګـــران افغانستان تر ظالمانه بمباریولاندې ونیواوپه پرله پسې ډول موکړوي .
تر نن ورځې پورې یې لا په موږ خوارانو زړه سوړنه شوهمدا نن ورځ یې زموږ په ښکلې لویه پکتیا کې شپږ ۶ کسه قومي اربکي په یوه هوايي حمله کې ووژل هغه نورعادي وکړي خو هره ورځ د شکمن طالب او تروریست په نوم وژني .
دنوي استعمار ماهرینو دا ځل په داسې شرموونکې پلمه زموږ دسیمې داشغال لپاره هغه په اصطلاح له ملګرو ملتونو (دوزخونو) څخه دنا رواحملې اجازه واخیسته چې هم یې هغه خپله ددیموکراسي غلیزه تابلو دړې وړې کړه او هم یې دبشر په حقونو له حده زیات تېري وکړل .


دریم لمبر شاه شجاع(کرزی) یې له خپلو سرو کربوړوسره له الوتکې څخه را نازل او تر نن ورځې یې په ډول ډول
حرامزادګیو زموږ دمظلوم ولس پر اوږو په داسې حال کې سپور ساتلی دی چې دلږکیو دړانده استبداد زېړ زېړ چینجي هم ورسره په قدرت کې پاته او زموږ ویاړلی تاریخي او افغاني برم ته یې خورا زیات زیانونه ورسول، ملی یووالی موددوی له لاسه تردې حده زیانمن شوچې اوس زموږ دګران هېواددتجزې خبرې دیوشمېرمنفورو او کم اصلو بهرنیو او کورنیوکسانو له خولې څخه را وزي .
داناخوالې اوناورین چې نن یې دسر په سترګو وینوله هر څه دمخه دتېرونهوکلونودښکېلاک زېږنده ده .
لکه څنګه مې چې پرون غرمه دآزادي رادیود آزادي په څپو پروګرام کې داکتوبر اوومه اودجدې شپږمه نېټه محکومه کړه همداسې نن بیا وایم چې د دې دواړو نېټو یرغلونه ناروااو تاریخ ته محکوم دي له همدې کبله مې پرون ورځ دنښتر او سولې ویبلاګونو په خپرونو داحتجاج په ډول دماتم توره پرده غوړولې وه .
زموږ هر یو دوست او دښمن دې په دې باندې سم سر خلاص کړي چې افغانستان د خپل ځانګړي جغرافعوي موقعیت او اراضي لرونکی، دباتورو او خپلواکي خوښوونکو هېوادوالو ټاټوبی دی ځکه خو پېړۍ په پېړۍ نه دلته تل پاتې سوله راغله او نه خو کوم یرغلګر دلته ځان ټینګ کړ.
د روسانو اهداف خو د هغوی له یو شمېرکرغېړنو څېرو سره په داسې حال کې تر خاورو لاندې شول چې آن هغه خپل شوروي اتحاد یې ورسره بغرۍ بغرۍ شو خو له بده مرغه چې دتورې ماڼۍ کبرجنو کفن کښانو له پخواني کفنکښ څخه هیڅ عبرت وانه خیست .
په موږ یې څه چې هغه زاړه برجونه دوی پخپله ونړول او که د دوی یار اسامه دا غچ یې ولې له موږ بېګناهو افغانانو څخه اخلي؟
دشرمېدو خبره خو یې لا دا ده چې راغلي داسامه په پلمه وو خو لا د هغه پته مالومه نه وه چې په عراق یې هم حمله وکړه دطالبانو که له اسامه سره اړیکې وې که نه وې خو صدام له اسامه سره هیڅ ډول اړیکې او خواخوږي نه لرله که بیا دوی وایي چې صدام دیکتاتور او په ولس یې ظلم کاوه نو دادوی بیا په ابوالغرایب کې څومره جنایتونه وکړل او همدا راز تر نن ورځې په عراق کې دځانمرګو په پلمه عام وژنې روانې چې دا لړۍ آن تر کراچۍ پورې ورسېده .
رابه شو خپل ملک ته دلته خو یې دځانمرګومارکټونه جوړ کړي نن په افغانستان کې ځانمرګي داسې خرڅیږي لکه لاسي بمونه اوکاړتوس همدا نن نن یې دکندوز والي څنګه والوزاوه ؟
په هر صورت راځم دې ته چې که دامریکا اوانګرېز سپین سترګي،سرټمبګي او دلږکیوله جنګي جنایتکارانو څخه ملاتړ په دې ډول روان وي لکه دااوس چې دی نوپایلې به یې دومره دردوونکې وي چې زموږ دسیمې د ولسونو د صبر کاسه به را ډکه او دبشر راتلونکې به د دریمې نړیوالې جګړې (اتومي جګړې) له را رسېدو سره پای ته ورسیږي .
خو که دنړۍ په مخ سالم اومخورکسان د نننیوکبرجنو او ړندوسیاستوالو سترګې ورخلاصې او مشروع معاملو ته یې چمتو کړي بیا کېدای شي چې هم ولسونه په ســــــوله کې ژوند وکړي او هم هر اړخېزې ګټې سره ووېشي .
دګـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــران افغانســـــــــــــــــــــــــــــــــــتان دخپلواکي په هیـــــــــــــــــــــــــــــــــــــله