http://larawbar.com/peace/1328.htm
دنښتر ګران چلوونکیه زما نېکې هيلې او پېرزوينې ومنه !
ستاسو د ښکلي ویبلاګ په ليدو راته دخپل وياړلي هېواد ددنګو دنګو غرونو لوړ قامته نښتر را ياد شول کوم چې زمونږ د هېواددتل پاتې ازادۍ او د زمرو دټاټوبي سمبول ګڼل کیږي٠
دا استوار نښتر چه خپل سرونه اسمان ته هم نه ټيټوي تل به سر لوړي ،اود مینې هميشه بهار سيوري به يې د دې هېواد دا صيلو بچو د هېواد نه ددفاع د دمې ځاي اوملي غرور سمبول وي٠
نښتر دهېوادد الکترونيکي رسنيو په اسمان کې يو بل ځلېدونکی ستوری دی زه په دې باور يم چې خپل پښتني رسالت به دهېواد د دښمنانو داصلي ماهيت په رسوا کولو کې ښه ولوبوي ٠
تاسو ته په دغه لوړه ژوره ، خو له افتخاره ډکه لاره کې د يو استوار او نه ستړي کېدونکي سفر هيله کوم٠
نښتر مو تل استوار اولاره مو د هېواد او خلکو سره دمينې په ګلونو تل ښکلې اوسه٠
په ډېر درنښت٠
کبير مل الينګاري ، د مونس ښار بلجيم