عبدالباري جهاني

     http://larawbar.com/peace/1207.htm      


ډیموکراسي، د قلم او بیان ازادي، انصاف او اجتماعي عدالت داسي مفاهیم دي چي سړی د اطلاعاتو او کلتوروزیر ته په هغه باره کې ځکه څه نه سي ورښودلای چي هغه یو عمر په امریکا کې ژوند کړی دی او د همدغو ارزښتنونو د ساتونکو رژیمونو په ملاتړ او برکت د وزارت پر چوکۍ ناست دی .
مارشال!! قسیم فهیم ته ځکه څه نه سو ویلای چي هغه ته دغه ارزښتونه له لویه سره ارزښت او مفهوم نه لري .
بینوا او ټول افغان ویب پاڼو د خپلو خپرونو په کلونو کی تازه خبرونه، اطلاعات، علمی مضامین ، ادبي او دیني مطالب خپاره کړي او د خپلو لوستونکو تر غوږونو یې هغه څه رسولي دي چي باید رسولي یې وای او په دې لاره کې یې وس نه دی سپمولی .
اوس یی اورو چي دا دواړي ویب پاڼې د اطلاعاتو او کلتور د وزیر په امر او د مارشال !! په توصیه بندیږي .
نور به په افغانستان کی د دې دواړو ویب پاڼو علاقه مندان او لوستونکي هغوی ته لاس رسی نه لري .
دا د ډیموکراسي د اصولو، د قلم،بیان د ازادي د ارښتونو، انصاف او عدالت څخه لیرې کار دی .
که دا دواړي ویب پاڼې په دې ګناه له خپرونو څخه بندیږي چي هغوی یا انتقادونه کړي اویا یې د خاینو او فاسدو عناصرو مراعات نه دی کړی .
نو لمر خو په دوو ګوتو نه پټیږی .
د افغانستان د اداري فساد، فاسدي ادارې، د مخدره موادو د قاچاقبرانو، جنګ سالارانو او مقتدرو بدماشانو او قاتلانو په باب خو تر هر چا د لویدیځې نړۍ مطبوعات، چي وزیر صاحب او مارشال صاحب یې په ملاتړ نازیږي، زیاتې خپروني کوي .
دا ټولي ، یا اکثري، لیکني او خپروني په داخلي مطبوعاتو کې وخت په وخت انعکاس کوي . نوري ورځپاڼې ، مجلې ، ویب پاڼې او راډیوګانې تر دې دواړو ویب پاڼو زیاتې او توندي خپروني کوي. سړی نه پوهیږي چي ولي دا دوې ویب پاڼې په مشخصه توګه په نښه کیږی .
په دې کی هیڅ شک نسته چي ددواړو ویب پاڼو په بندولو کې له څرګند تبعیض څخه کار اخیستل سوی دی .
زه د یوه بې وسه او پردیس افغان په حیث بل څه نه سم کولای .
هغه کسان او مقامات چي ددې ویب پاڼې د بندولو امر یې ورکړی دی محکوموم .
د جلالتمآب جمهوریس حامدکزي څخه می د یوه دوست او خواخوږي په حیث دا هیله ده چي په خپل هیواد کی پر دومره څرګندو بې عدالتیو باندي سترګي پټي نه کړي او ددې دواړو ویب پاڼو، چی د خپل کلتور او فرهنګ د خپرولو او د خپلو لوستونکو د خبرولو او روښانه کولو په لاره کی یی نه ستړي کیدونکي هلی ځلي کړي دي، ستونزو ته ژر تر ژره توجه وکړي .