کرزی هسې یو سیوری دی
http://larawbar.com/peace/1198.htm
استاد سعدالدین شپون
واشنګن پوسټ ورځپاڼه د خپل مشهور خبریال،/ باب ووډ وارډ/ په رپوټ کې دا خبره یادوي چې حامد کرزی /مانېک ډیبرېشن/ روحي ناروغي لري. دغه ناروغِی د یو خېل لېونتوب علامه ده چې دوه قسمه وي. یا ناروغ تر حده زیات او تل خوشاله خندانه (مانېک) وي یا تر حده زیات خپه، نیولی او ګوښه ګیر(ډیپرېس) وي.
په هر صورت بې هغې هم نیمی اوغانستان په دغې ناروغۍ د اخته کېدو چانس ډېر لري. مګر دوه نور امریکایان، پال فتېجرالد او الیزابېت ګولډ چې په ګډه یو کتاب لیکلی /هغه تاریخ چې په سترګو نه لېدل کېږي: د افغانستان ناویل شوی داستان/ او هغې کې یې لیکلي چې کرزی هسې یو سیوری دی، اصلي سړی زلمی خلیلزاد دی چې نه یواځې کرزي ته بلکه د افغانستان د روانې سټراټېجۍ جوړوونکو ته لار ښودنه کوي.
دوی وايي همدا خلیلزاد و چې له طالبانو وروسته یې په لوی لاس
جنګسالاران قدرت ته ورسول، همدی و چې د یوه سالم حکومت د مینځ ته را تګ د لارې خنډ شو. خلیلزاد د هغې لویې جرګې اصلي محرک هم و چې په ۲۰۰۲کې جوړه شوه او کرزی یې د مشرۍ په ګدۍ کېناوه. په دې کار سره یې د یوه سالم افغان حکو مت د راتګ لاره بنده کړه. همدی و چې د کالیفورنیا د ایالت /ډانا رورا باکر په یوه مرکه کې داسې ستایلی دی ،
«هغه ، خلیلزاد/ د داسې یوه حکو مت مینځ ته را تګ یقیني کړل چې په افغاني ټولنه کې یې کار نه ورکاوه. برسېره په دې یې خلکو ته ګواښونه کول چې ضرور دې د کرزي حکومت ومني، حتې د افغانستان باچا ته یې ګواښ وکړ /ځینې وايي، تمانچه یې ورته وینوله/ چې اک ناک به کرزي ته بیعت کوي. خلیلزاد خو په نوي یمو کالونو کې د طالبانو ضد کمپ کې هم نه و، نو موږ څه خدای وهلي وو چې دی مو راووست؟ په وچ کوتک، د کر زي د مقررولو له لارې خلیلزاد حتمي کامیابي په ناکامۍ بدله کړه.
د روراباکر په نېزد د خلیلزاد لوی جنایت دا و چې ده د کرزي رژېم دومره په فساد ولړه ، هغې بیا دومره داخلي ګډوډي راپیدا کړه چې که د خارج نه هر څومره کوشش وشي بېرته یې سمولی نشي. مګردا ګډوډی تصادفي یا د چا سهوه نه وه، بلکه د پلان له مخې راوستل شوې ده.
خلیلزاد د /نوې محافظه کارۍ/ ښه مثال، د کارټر او بش د فلسفې فعال غړی دی. د نوې محافظه کارۍ د تحریک پلار /آلبرټ وول سېټرد روسي /ټراتسکی / پخوانی پلوی دی. د دې ډلې لار دا ده چې یوه ټولنه له پاسه تر ښکیه فاسدوي، اول، حکومت او ښارونه، بیا ټول نظام. په جنوبي ویتنام کې یې همدا لوبه وکړه، نتیجه یې بیا ټولو ولېده چې هغه رژیم له خپله فساده اور واخیست.
په افغانستان کې یې همدا پروسه روانه کړې، خو فرق دا دی چې د لسیزو جنګونواو بېوزلۍ له لاسه ، د فساد خپرول تر ویتنامه په افغانستان کې اسان دي. د جنګسالارانو اوله پاکستان او ایران نه د سړي خورو مشرانو راوستل او قدرت ته رسول بس نه و چې خلیلزاد د یوه بل پلان نقشه هم عملي کړه. یو خو یې د امریکا صادق خدمتګاران ، او زبده امریکايي او افغاني تاجران په هغو پروژوکې مقرر کړل چې د متحده ایالاتو په پیسو روانې شوې وې . بل یې د /اې آر جي/ (افغان بیا ودانولو ډله) جوړه کړه چې له خارجه وزارت نه بشپړه مستقله وه. ګویا یو داسې ډنډ یې جوړ کړ چې د امریکا د حکو مت ډالرې بوجۍ بوجۍ ورکې ډوبېدې چې بیا یې درک نه و معلوم چې چا وخوړې، چېرته ولاړې.له خلیلزاده وروسته چې د /رانالډ نیومن /په نامه یو د یپلومات د خلیلزاد په ځای /آی ارجي/ کې مقرر شو نو کوشش یې و کړ چې دغه موسسه بېرته د خارجه وزارت تر ولکې لاندې روالي، خو خلیلزاد د سیاسي څارنې په نامه ، ګویا په نیومن باندې کودتا وکړه چې هغه تبدیل شو.
د امریکا کانګرس همدا سږ کال د (جنګسالار او شریکان) په نا مه یو رپوټ خپور کړ. د کانګرس د ملي امنیت او بهرنو چارو د جرګه ګۍ رییس/جان ف ټیني/ په افغانستان کې د روانې ګډوډۍ ، غولونې او فساد یو بدرنګه تصویر وکېښ. همدا د امریکا د نوې محافظه کارۍ میراثه ده. مګر چې سړی په افغانستان کې د امریکا پټو او برالا کارونو ته ځیر شي، نو هېڅ تعجب نه دی په کار. اول خو یې د پاکستان آی اېس آی څومره ونازاوه، بیا یې د هغې ګوډاګي ونازول. وروسته یې د آی اېس آی او طالبانو ډلې وپاللې، په دې ټوله هنګامه کې یې نارې وهلې چې دا د افغانانو خپلمینځی او داخلي کار دی.
وروسته تر کال ۲۰۰۱ نه یې دې ډلې ته د ځان د بیا سمبالولو اجازه ورکړه چې معتدل او بادرکه پښتانه ووژني او د پښتنو د مشرتابه پګړۍ په خپلو سرونو وتړي . اوس معلومه ده چې دا ټول د پلان له مخې شوي وو. د کرزي سرنوشت چې هر څه وي ، وي به، خو اوس اوباما ته دا منحوسه میراثه ور پاتې ده ، کتی به شي چې د دې ګډوډۍ چاره څنګه کوي.
له تاند څخه په مننه