کله هم چې د آی ايس آی نوم اخيستل کيږي نو د هر افغان ذهن ته د پاکستان د هغه پليتې استخباراتي ادارې انځور راځي چې له کلونو راهيسې د افغانسان د ورانولو او د بربادۍ لپاره کار کوي. د پاکستان دغې پليتې ادارې او پوځ د افغانستان د بربادۍ لپاره په هيڅ ډول حربې سرفه نه ده کړې او په هر وحشت چې يې لاس بر شوی دی؛ ترسره کړی يې دی. دغې استخباراتي ادارې د افغانانو د بدبخته کولو لپاره هر لار په کار اچولې او تل يې دلته د خپلو لاسپوڅو پر مټ پر افغانانو آفت راوستی دی. 

د پاکستان استخباراتو او پوځ په افغانستان کې د نظامي لاسوهنې تر څنګ مذهبي، قومي، سمتي او ژبني تعصب اور ته لمن وهلې او يو قوم يې د بل قوم او د يوې ژبې ويونکي يې د بلې ژبې ويونکو سره په بې اتفاقۍ ککړ کړي دي. دغې ادارې په ټولنيزه ميډيا کې په لکونو جعلي اکاونټونه جوړ کړي څو د افغانانو تر منځ قومي، سمتي او مذهبي بې اتفاقۍ ته لمن ووهي. د ټولنيزې ميډيا تر څنګ يې دلته دننه په حکومتي اډانه کې پراخ ځري او لاسپوڅي په بيه اخيستي چې وخت ناوخت د ملي مسايلو اړوند حساسيت پارونکې څرګندونې کوي. 

پاکستان دلته د افغان حکومت په دننه کې د مامور، مشاور او رييس په نوم اشخاص په بيه اخيستي او د آی ايس آی په اشاره د پاکستان د ګټو د تامين لپاره کار کوي او مستقيماً د افغانستان ملي هويت، ملې ګټې او ملي مسايل پرې ګواښي. پاکستان دلته په پوهنتونونو کې د استادانو په نوم خلک په ټيکه اخيستي دي څو د پوهنتون د ښوونکي په نوم په خلکو کې ځای پيدا او نور د پاکستان ګټې تامين کړي. پاکستان دلته په ټولنه کې د سياسي شنونکي، پوځي کارپوه، نظامي کارکوونکي، مدني فعال، حقوقي کارپوه او په بيلابيلو نومونو خلک ګمارلي دي او وخت ناوخت پرې د افغانانو ملي ګټي ګواښي. 

ښه بېلګه يې په ولسي جرګه کې هغه استازي يادولی شو چې تل يې له افغانيته انکار کړی دی او د پاکستان په ګټه يې د ډيورنډ کرښې د منلو غږ پورته کړی دی. بله بېلګه يې په رسنيو کې یو شمیر فعال جاسوسان يادولی شو چې د ټلويزيونونو په بحثونو کې د سیاسي کارپوه ، مدني فعال اونظامي کارپوه په نوم ګډون کوي او تل يې د افغانانو ملي ګټې ګواښلي دي او هغه حساسيت پارونکو مسايلو ته يې لمن وهلې چې په اړوند يې پريکړه کول آن د دولتونو له صلاحيته وتلې خبره ده او يواځې ملتونه کولی شي چې په اړه يې پرېکړه وکړي. 

اوس چې پاکستان کې د پښتنو خود جوشه غورځنګ په لار اچول شوی دی او دلته په افغانستان کې يې هم په بې ساري ډول د ملاتړ غږونه پورته شول او لا هم دا لړۍ روانه ده، نو له پاکستانۍ ادارې په ځانګړې توګه له استخباراتو او پوځ څخه يې لاره ورکه ده چې څه وکړي څو د دغو پښتنو مخ ډپ کړي. بېلابېلې هڅې يې وکړې څو د دغه غورځنګ مخنيوی وکړي خو بريالي نشول. بلاخره يې په افغانستان کې خپل موجود پلورل شوي جاسوسان په شا وډبول څو دلته د ملي مسايلو اړوند حساسيت پارونکې څرګندونې وکړي او د خلکو ذهنونه بل لور ته واړوي.  

اوس يو ځل بيا د ولسي جرګې همدغې وکيل او همدې سیاسي او پوځي کارپوه په نوم ، د افغانستان لويې ملي مسالې (ډيورنډ) اړوند خپلې مردارې خولې پرانيستې او له پاکستان سره يې په رسميت د منلو غوښتنه کړې ده. ويل کيږي دغو کسانو پاکستانيو رسنيو ته ويلي چې ډيورنډ کرښه د امان الله خان په وخت کې په رسميت منل شوې کرښه ده او دا د پاکستان قانوني حق دی. 

خلک له دغو بې شرمه او پلورل شويو پليتو څېرو نه پوښتنه کوي چې تاسې په کوم جرأت ځان ته دومره صلاحيت ورکړی دی چې د هغه ملي مسايلو اړوند خپلې مردارې خولې پرانيزۍ چې حتی دولتونه يې په اړه د پرېکړې حق نه لري او يواځې ملتونه يې سرنوشت ټاکلی شي؟ تاسې د کوم باغ مولۍ ياستئ چې د افغانستان د ملي مسايلو اړوند د پریکړې کولو حق مو ځان ته ورکړی دی؟ 

خبره معلومه ده چې پاکستان په کوزه پختونخواه کې د پښتون ژغورنې خودجوشه غورځنګ د مخنيوي او کمزوري کولو لپاره په افغانستان کې له خپلو جاسوسانو ګټه اخلي او غواړي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غچ دلته په کابل کې واخلي. پاکستان اوس غواړي چې په پوره زور سره دلته په افغانستان کې د خپلو ګوډاګیانو پر مټ د برو پښتنو افغانانو فکر له لرو پښتنو واړوي او په دې توګه د پښتون ژغورنې غورځنګ ته صدمه ورسوي. خو هم پاکستان او هم دې دلته د هغوی ميشت جاسوسان خبر وي چې دا ولس نور يو شوی دی، نور د پاکستان د بربادۍ وخت راغلی دی او نور نو د آی ايس آی د هر ډول شومې کړنې په مقابل کې پوه شوي دي او نه پريږدي چې خپلو مردارو اهدافو ته ورسيږي.