http://larawbar.com/peace/914.htm
په واشنګټن کې د افغانستان د لوی سفارت ګوښه کړای شوی لوی سفير سيد طيب جواد رسنيو ته ويلي دي چې افغان دولت یې د کار پای ته د رسولو غوښتنه کړې او ورته یې ويلي دي چې بېرته کابل ته ورشي.
سيد طيب جواد وايي چې کابل ته د بېرته تګ هوډ نه لري او د امريکا د واشنګټن په سيمه کې د استوګنې هوډ لري. جواد وايي چې پس له دې به په شخصي توګه د هېواد خدمت کوي.
سيد طيب جواد هغه وخت افغان دولت له دندې ګوښه کړ چې په اړه یې ځيني انځورونه خپاره شول چې د افغانستان په سفارت کې یې د موسيقي داسې پروګرام نيولی و چې ډېرو افغانانو ته د خپلو عنعناتو او دودونو سره مخالف ښکارېدل. خو سفير جواد رسنيو ته په خبرو کې دا نه ده منلې چې ګنې د انځورونو د خپرېدو له کبله ګوښه شوی دی. نوموړي ويلي دي چې د انځورونو موضوع یې له کاره د ګوښه کېدو سره تړاو نه لري.
سيد طيب جواد د طالبانو له پرزولو مخکې هم په واشنګټن کې اوسېده او وايي چې بيا یې زړه دی چې په واشنګټن کې استوګنه غوره کړي.
د افغانستان په ډېرو سفارتونو کې داسې کسان کارونه کوي چې په هماغه هېوادونو کې استوګن دي او تابعيتونه یې لري چې د ګوښه کېدو او يا کابل ته د غوښتلو په مهال بېرته هېواد ته نه ستنېږي. دې کار د بهرنيو چارو په وزارت کې د فساد يوه ځانګړې بڼه رامنځ ته کړې ده. دا ډول خلک بيا کوښښ کوي د واسطو او زورواکانو او توکميزو اړيکو له لارې په خپلو هېوادونو کې د افغانستان په نمايندګيو کې پاتې شي او معاش واخلي چې د ډېرو هغو مستحقو هېوادوالو حق خوري چې په رښتيا د خپل هېواد خدمت کول غواړي او د دولت اوامرو ته هر وخت لبيک وايي.
په بهرنيو چارو وزارت کې په دا ډول فساد کې ډېر مامورين ککړ دي چې له کلونو کلونو راهيسې په سفارتونو کې کار کوي او څوک یې بېرته هېواد ته راستنولو جرائت نه لري. په دې کسانو کې يو په دوبۍ کې له نهه کلونو راهيسې د افغانستان کونسل راشد الدين هم شامل دی چې د شمالي ټلوالې غړی او د وژل شوي قوماندان مسعود اوښی دی. د باوري سرچينو د معلوماتو له مخې د بهرنيو چارو وزارت د راشدالدين بېرته هېواد ته د غوښتلو په اړه څو ځل ليکونه ورلېږلي خو هغه ورته پام نه کوي او په خپل ځای په زور کار کوي. د راشد الدين په اړه ويل کېږي چې په دوبۍ کې مليونونه ډالره سرمايه غونډه کړې ده.
له کمال الدين رنځورڅخه ډېره مننه
(تاند/چهارشنبې، د سپټمبر لومړۍ)
په امريکا کې د افغانستان سفير له کاره ليرې کړاى شوى او بېکاره شوى دى. نوموړي د سفارت له لوري په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې د افغانانو تر څنګ به وي او د خلکو خدمت ته به ادامه ورکوي.
جواد وروسته تر هغه له ملي او نړيواله کچه له سختو انتقادونو سره مخ شو، چې د روژې مبارکې مياشتې په پيل کې يې په ځينو ويبسايټونو کې عکسونه خپاره شول، چې د نڅا په حال کې ليدل کېده او د شرابخورۍ په يوه محفل کې يې انځورونه اخيستي وو.
د ولسي جرګې استازو دا شرموونکې بللې وه او له افغان ولسمشر حامد کرزي څخه يې وغوښتل چې نوموړى ژر تر ژره له دندې ليرې کړي، چې د افغان حيثيت ته يې زيان اړولى دى.
تاند هڅه وکړه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت عکس العمل هم واخلي، خو د دې وزارت وياند دا دومره مهمه مسئله ونه بلله چې خبرې ورباندې وکړي.
له تاند څخه په مننه