http://larawbar.com/peace/892.htm
لكه څنګه چې په دې ورستيو كې دټاكنو دخپلواك كميسون له خوا په ځينو ولايتونو كې د راېې اچونې دځينومركزونو دتړل كېدو خبر وركړل شو.
دهمدې كار لپاره ېې په ولايتونو كې دامنيتي ارګانونو له خوا يو كميسون جوړ شو تر څو هغه سايټونه په نښه كړي چېرته چې امنيتي ستونزې موجودي دي .
په پكتيا ولايت كې هم دياد كميسون له خوا په ټوله پكتيا كې دڅه له پاسه د دوو ۲۰۰سوو مركزونو له جملې څخه اتيا درایې مركزونه لغوه كړل شول .
دپكتيا ولايت ډېرى اوسيدونكي ددې سايټونو دبنديدو له امله انديښنه لري او ددې په اړه بيلا بيل نظرونه لري .
ځينې خلك امنيتي چارواكو ته ګوته نيسي او دمركزونو بندېدل ددوی كمزوري بولي د لوېې پكتيا دفرهنګي مركز مشر سيد جما ل الدين اصف خېل (( داخو مالومه خبره ده چې دسايټونو تړل دامانا لري چې دولت نورددې وس نه لري ،چې امنيت وساتي دا هغه سايټونه دي په چې تېر ځل په ټا كنو كې خلاص پاته شوي وو،نو نه پو هيږو چې په راتلونكي كې به څومره نوروتړل شي ))
له بلې خوا دځينو ولسواليو قومي مشران وايي ،چې دمركزونو په لغوه كېدوكې انډول نه دى ساتل شوى اوځيني مركزونه ،چې امنيت ېې ښه دى هغه هم لغوه شوي دي، دسيدكرم ولسوالي يوتن قومي مشر حاجي ولي ((زموږ په ولسوالي كې ځيني مركزونه ،چې دولسوالي په نيم كيلومتري كې موقيعت لري هغه هم تړل شوي ،چې داكار په لوی لاس شوى))
يوشمېر قومي مشران بيا داوايي چې هغه كميسون ،چې دمركزونو دلغوه كېدو لپاره جوړشوى وو دهغو ناامنه سيمو مركزونه په ځای پرې ایښي په كومو سيمو كې ،چې ددوی خپل خپلوان كانديدان شوي .
دمركزګردېزيوتن قومي مشر حاجي شريف ((په پكتيا كې ځينې سرحدي ولسوالۍ شته چې دځينو ولسواليو په پرتله نا امنه دي په هغو يو يادوه مركزونه تړل شوي ولي هغه ولسوالۍ ،چې مركز ته نږ دې دي په هغو كې له پنځو څخه تر پنځلسوپورې مركزونه تړل شوي دي ))
نوموړى وايي ،چې په دې كار كې دچارواكو لوی لاس دى او دولتي چارواكي ځينو كانديدانو ته كمپاينونه كوي او په ناامنه ځايونو كې ېې مركزونه ددرغلۍ لپاره پرايښي دي .
خو دپكتيا ولايت چارواكي دامني ،چې ځيني سايټونه په ريښتيا هم بې ځايه تړل شوي خودوئ دغه ستونزه په پام كې نيولې ده دپكتيا والي جمعه خان همدرد((داډول شكايتونه دخلكو له خوامونږ ته رارسيدلي خو مونږ دامنيتي ارګانو نو سره پرې خبرې كړې كېدای شي ، چې دشلو په شاوخوا كې تړل شو ي مركزونه بېرته پرانستل شي ))
نوموړي دخلكو هغه ادعا ردكړه ،چې ګواكې دولتي خلك كانديدانو ته كمپاينونه كوي دئ وايي ،چې هيڅ دولتي كس دچا لپاره كمپاين نشي كولای او نه دا صلاحيت لري ، چې د راېې اچونې مركزونه راكم كړي .
كارپوهان هم وايي كه چېرې په ولايتونو كې دټاكنوحوزې كمې كړاشي نوډېرى خلك به په دې ونه توانيږي ،چې رايه واچوي او دغه كار به دټاكنو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي .
ساحل منګل