دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې بېړنۍ غونډه ترسره شوه
لکه څنګه چې دګران افغانستان دلوټ اوتالان لپاره بېړنۍ منډې رامنډې دوام لري همداسې موږ بهر مېشتي افغانان هم دخپل وجداني او ایماني مسؤلیت له مخې بېړنۍ غونډې کوو،د سر په بیه ولسونه خبروو، ذهنونه روښانه وو ترڅوخپل ولس هوښیاراوبیداروساتو د دې ترڅنګ له نړیوالوغاصبینوڅخه خپل مسلم حق غواړو ځکه خومو نن وروسته له ماسپښینه د دریو ګېنټو لپاره د یوې بېړنۍ غونډې په ترځ کې د هېواد په روانو ورځنیوناخوالو، دغلیم په مکر، رنګارنګ توطیو،دیوشمېر ګمارل شوواو پلورل شوو عناصرو بزدلانه کړنې تر بحث لاندې ونیوې اخېر په لاندې فیصلو باندې سلا شوو:
۱ــ موږ به په هیڅ حال دخپل ګران هېواد اوولس په اړوند له خپل همېشني دریځ څخه وا نه وړو.
۲ ــ موږ به د ګران افغانستان له مادي او معنوي شتمنیو څخه دخپلو سرونو په بیه ننګه وکړو .
۳ــ د افغانستان ټولې شتمنۍ یوازې په افغان ولس پورې اړه لري ځکه خو باید وروڼه قومونه دې ته وهڅوو چې په ګډه دملي یوالي او وروري په فضأ کې له خپلو شتمنیو څخه ساتنه وکړي ترڅوخپل کړېدلی هېواد بسیا کړای شو.
۴ ــ لکه څنګه چې د بایرن مېشتو افغانانودکولتوري ټولنې په استازیتوب مامحمدامین بسمل دجون په۱۷ مه نېټه په آزادي رادیو کې دګران افغانستان دطبعي زېرمو په اړوند اندېښنه وښوده داځل په مخامخ ډول د کابل له تش په نامه او بې وسه ادارې څخه جدي غوښتنه کووچې نورنودهېواد په سرنوشت لوبې ونه کړي کم له کمه دې دکانونو ماشوم ګوټی وزیرګی له بهرنیو سفرونو څخه راوګرزوي دا ځکه چې په اوسني کړکېچن حالت کې زموږ ترځمکې لاندې طبعي زېرمې مزایدې ته وړاندي کول یو ملي خیانت ګڼو او بس .
۵ ــ موږ دپردیسو افغانانوپه حیث له افغان مقاومت څخه هم جدي غوښتنه کوو چې دهر ناروا تړون په وړاندې خپل رسمي دریځ داعلامیو په ذریعه افغان ولس ته وړاندې اوله افغان ملي شتمنیو څخه په کلکه ننګه وکړي .
۶ ــ موږ په افغانستان کې دجغرافعوي ،عیني شرایطواوتوکمیز ماحول له مخې دپارلماني نظام مخالفت کوو ، والیانو ته دزیاتوصلاحیتونو مخالف یو، موږ د یو رښتیني ریاستي نظام غوښتونکي یو تر څو زموږ دهېواد ملي شتمني له لوټ او تالان څخه په امن وي .
۷ ــ موږ د تاریخي کندهار را روان عملیات وار د مخه محکوموو ، دا یوه داسې عام وژنه (ژنوساید)ګڼو چې جبران به یې ښکېلاکګر او ورسره یو ځای نور اشغالګر راکوي .
۸ ــ موږ له ټولوګرانوهېواد پالوویبپاڼو، ویبلاګ او نورو ټولو رسنیو چلوونکو څخه په کلکه هیله کوو چې ورلېږل شوي مطالب او لیکنې لمړی په ځیر سره له نظره تېرې بیا یې خپري کړي .
یادونـــــــــــــــــــــــــه :
یولعنتي او افغان دښمن عنصر زموږ خبرتیا د ټول افغان او روهي ویبپاڼو ته زما محمدامین بســمل په نوم ورلېږلې وه ، هلته یې په ډېره بې شرمي سره د رباب اوکباب تر څنګ د شرابو کلیمه هم لیکلې وه پرون چې زموږ خواخوږو له کویټې، پېښور ، ننګرهار، کندهار، پکتیا، کابل او نورو ځایونو څخه خبر راکړ نو مو دټول افغان او روهي ویبپاڼوقدرمنو چلوونکو ته شکایت وکړ هغوی دالیکنه سمه کړه اوس ددې په لټه کې دي چې دا دلستوڼي مار پیداکړي ځکه چې زموږ ملګري یې خورا په غوسه کړي دي دا افغان دښمن که یو دی خو زموږ د کولتوري ټولنې په لسګونو افغانان یې زخمي کړل دابه هریودخپل شخصیت داعادې حساب اوکتاب ورسره وکړي ځکه مو خپله نوبتي غونډه را مخ ته او په دې ترځ کې موهم له خپل ځان څخه دفاع وکړه او هم مود خپلو ملي ګټو او ملي ارمانونو شمعې یو ځل بیا روښانه او ستاسو درنو افغانانو حجرو ته دروړې .
باید زیاته کړو چې دټول افغان مسؤل او پیاوړي خدمتګار چلوونکي ښاغلي شېرزاد کامه وال جدي پلټنه پیل کړې ترڅوداجعلکارپیداکړي چې بیاکوم بل پلورل شوی اولعنتي دګران افغان ولس په مینځ کې داسې توطیه ونه کړي همداراز د روهي ویبپاڼي چلوونکی ښاغلی ډاکترویال هم په دې لټه کې دی چې دا غدار پیدا کړي له دوی څخه مننه کوو او لا ډېره مننه خو له هغو خواخوږو لر ابرو افغانانو څخه کوو چې دتیلیفونونو او ایمیلونو په وسیله یې پرون موږ له دې جعل څخه خبر کړو او دا ډاډ یې هم راکړ چې له واره په دې جعل پوه شوي وو چې دا د دښمن دسیسه ده که نه چېرې بایرن مېشتي افغانان او چېرې دومره غیرمسؤلانه لیکنې ؟
دا باید هم زیاته کړو چې موږ ته تر اوسه پورې ځینې داسې مدارک په لاس راغلي چې په یوه تن پورې اړه لري کله چې یوڅه نورمدارک هم لاس ته راوړو بیا به دا مکار او غداردیوې حقوقي محاکمې په رسۍ وتړو له خیره سره اوس که هرڅومره له بدلو ایمیلونو څخه کار اخلي وادېخلي اخېر به په لاس راشي .
په پای کې ټولودرنو لوستونکو او زموږ ټولو خواخوږو ملګرو ته دزړه له تله مباره کي وایو چې په جرمني کې دپردیسوبایرن مېشتوافغانانوکولتوري ټولنې دهېواد په دننه او بهر کې دومره محبوبیت پیدا کړی چې په نیمه شپه هم له لر اوبر څخه ورسره خواخوږي او ملګرتیا ښووله کیږي دا په دې ما نا چې دلوی خدای (ج) په فضل سره دغلیم کاړتوسو پخپله دغلیم کوپړۍ ورسوړې سوړې کړه .
له عزتمنو لوستونکو څخه یوه جدي هیـــــــــــــــــــله :
که په راتلونکي کې بیاهم دې پلورل شوي ګوډاګي زموږ د ټولنې او یا زما په نوم کوم داسې ناوړه څه ولیکل چې هغه زموږ له درانه افغاني دود او دوستورسره په ټکر کې وي دمهرباني له مخې په لاندې ایمیل پته خبر راکړئ :
که غواړئ چې دطبعي زېرمو په اړوند زموږ غږیزه مرکه واورئ نو په دې لاندنیو پتوکې په لاوتسپېکر ګوته کښېکاږئ :
http://talafghan.com/messegesandreports/dabayremesgtoafghananoghwanda=report.html
http://www.salgay.com/Elan/Germany%20Bayran%20AFghan%20Community%200004.html
په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانوکولتوري ټولنـــــــــــــه
دهېوادپالو افغانانو غبرګونونه :
له نېکه مرغه چې موږ ته خورا زیات د همغږي ، همکاري او همدردي لیکونه د خپل ګران افغانستان له لر او بـره ، استرالیا ، امریکا،کاناډا، اروپا، ســـعودې عربســـتان ، دوبۍ اومالــــــزیا څخه راغلي او ګړۍ په ګړۍ همداسې را روان دي له رالېږونکو څخه یې دزړه په مینه مننه کوو خو نه غواړو چې زموږ دستایلو په لیکنو د قدرمنولوستونکووخت ونیسوله همدې کبله هسې دبېلکې په ډول دالاندې درۍ لیکونه تاسوقدرمنوخویندو او وروڼو ته وړاندې کووله تاسو ټولو څخه هیله کوو چې پخپلو نېکو مشورو او ملاتړ سره زموږ یون لا پسې غښتلی کړئ له تاسو ټولو څخه مننه .
د زړه له کو مې احترام او سلامونه مې ومنه دا ډیره موده رانه ورک وې. هغه تلفون دې هم کار نه کاوه اوس مې ستاایمیل وموند.
ستاسو د کار ډول خورا منلی او فعالیتونه مو د ستاینې وړدي خدای مو بریالي لره نورهم همداسې فعالیتونو ته دوام ، په شخصي ژوند کې خوښي او په ټولنیز ژوند کې بری درته غواړم .
ستا سوورور غفوري
بسمل صیب خوشحاله اوسی په زړه پوری پریکړی اوغوښتنی موکړی دی الله ج دی تل بریالی لره یقین وکړه چی ماکله دراډیوله لاری واوریدل چی اشغالګرودافغانستان زیرمی وموندلی زړه می سخت درد وکړ هغه وخت زماسره دانټرنیټ اسانتیاهم نه وه .
دابل مردار ډیرښه رامعلوم دی چی دښځی دجواب هم نه دی الله دی تاسی ژوندی لری چی دخپل اولس او وطن غم درسره دی .
الله دی دامختوری چی ستاسوپه لیکنه کی یی لاس وهنه کړی وه وشرموی .
ژوندی اوسی
محمدزمان هوتک
ښاغلې ګران ورور محمد امين بسمل سلامونه اونيکې هيلې !
ستاسې روغتيا او په کارونوکې لابرياليتوب په هيله
واقعا که دهيواد څخه په واټن کې ياست بيا هم دخپل ولس اوخاورې سره مينه لرې زه تل ستاسې ليکنې ګوروم او کله چې ستاسې خدمتونه او فعاليتونه وينم يا اورم نو زړه کې مې ارمان پيدا شئ چې کاش ستاسې په څير يو څو نور با احساسه افغانان هم واي چې دخپل هيواده سره يي مينه درلوداي په هرحال ستاسې خبرتيا مې وليدله چې کوم ظالم اوجعل کاره په کې ګوتې وهلې ، اوستاسې کلام يي تحريف کړي وو بايد چې داسې يي نه وې کړي ځکه دايوډول خيانت دي چې د اسلام د مقدس دين له مخې هم غندل شوي دي خو هڅه وکړئ چې په راتلونکې کې ددا ډول کړنو مخه ونيول شئ دغه مسله جدي بايد تعقيب کړئ د اوسنې دولت دتعقيب په څير نه ! بلکه جدي اوبله مسله چې په ليکنه کې ورته پام وشئ دا کباب اورباب داسې کلمې بايد رانه وړل شئ ځکه زمونږه ټولنه ډيره وروسته پاتې ده خلک غرضې دي ، کله چې داکلمې راوړل کيږي نو ديولوستونکې يا اوريدونکې ذهن ته ډير زر نور خراب څيزونه مخته کيږي په هرصورت ښه کار ندي شوي مونږ یې هم غندو
وسلام
ستاسې دبرياوو په هيله
همايون بابر
زموږ دکولتوري ټولنې دټولو غړو په استازیتوب قدرمن غفوري صاحب،ګران هوتک صاحب او مخلص ورورهمایون بابرصاحب ته وعلیکم وسلام وایم له لیکونو او پیرزوینو څخه مو مننه کوم داډاډهم درکوم چې بې له خدای (ج) څخه له بل هیڅچا څخه به موږ ونه وېرېږو،همداسې به انشالله ستاسوپه ملیتیا په مخ وړاندې ځو .
دبابر صاحب له مینې او اخلاص څخه بیا هم ډېره مننه کوم دا هم ورته وایم چې :
ــ له ما څخه ډېر پوه او په هېواد مین افغانان هم شته خو له بده مرغه چې یا خو ددې وس نه لري چې څه وکړي او یا خو وېره پرې حاکمه شوې ده که تاسوپه ودونو او خصوصي محفلونو کې یو شمېرکسان وګورئ نو باور به مو راشي چې پوه کسان دي په رښتیاهم پوهه ورسره وي خو چې د رښتیا ډګر ته یې راوباسې بیانو خوله وګنډي ته وا یو دوی له غوښو او هډوکو څخه جوړشوي یاخویو له دوی څخه کورنۍ او ماشومان پاته کیږي .
مقصدمې دادی قدردان بابر صاحب چې حساسې شېبې دي هرڅومره چې مو په وس وي باید له خپل هېواد او هېوادوالو څخه یې ونه سپموو تاریخ هوائي نه جوړیږي تاریخ د انسانانو د کړنو مجموعه ده .
ــ تاسو جدي تعقیب ته اشاره کړې ده ولې نه زموږ ګڼ شمېر ملګري پسې ګرزي که نن نه وي سبا که سبا نه وي بله ورځ به یې د افغان ولس دسپېڅلو زامنو رسۍ په غاړه کې ورولوېږي .
ــ د لیک په وروستۍ برخه کې مو رباب او کباب ته سمه اشاره کړې ده رښتیاهم زموږ په افغان ټولنه کې له دې کلیمو سره بل ډول چلن کیږي خو دا چې موږ په خبرتیا کې رباب او کباب ذکر کړی و علت یې دا و چې موږ هغه بلنلیک ژباړلی و کوم چې د مونشن ښار دلوی کولتوري مرکز لخوا موږ ته راغلی و هلته یې په جرمني ژبه لیکلي و چې زموږ لسمې کلیزې ته تشریف راوړئ،
شمېر موهم را مالوم کړئ چې د اړتیا په اندازه خوراکي توکې واخلو د ګریل او موزیک غم هم وخورو.
اوس نو که ګریل او موزیک په پښتو ژبه وژباړل شي خو رباب او کباب ورڅخه جوړیږي ما هم دشاعرانه احساس له مخې رباب له کباب سره ځکه مل کړ چې رباب خو د اسلام په مقدس دین کې هم جواز لري دا د موسیقي کلیمه مې لازمه ونه بلله او کباب خو هم پیر خوري هم فقیر نو دا بد پکې لا څه دي ؟
په هرصورت بزدل غلیم غوښتل چې زموږ هڅې او فعالیتونه تر سیوري لاندې راولي خوخبر نه و چې درانه تل درانه وي او سپک سپک .
څومره چې دا بدمرغ سپک و نه تنها همدومره نور پسې سپک شوبلکې موږ ته یې ستاسو په ډول درانه درانه په سلګونو خواخوږي را وصل کړل چې له خیره سره اوس به نودپاک سبحان په مرسته او ستاسو په ملتیا زموږ منډې ترړې سرمنزل ته ورسیږي .
په اخېر کې یو ځال بیا له تاسو ټولو لوستونکو او خواخوږو څخه مننه کوم
محمدامین بسمل