یو لعنتي او افغان دښمن عنصر  زموږ خبرتیاد ټول افغان او روهي  ویبپاڼو ته زموږ په نوم ورلېږلې وه ، هلته  یې 

په ډېره بې شرمي سره درباب اوکباب تر څنګ  د شرابو کلیمه هم لیکلې  وه  پرون  چې زموږ خواخوږو خبر

راکړ نو مو دټول افغان او روهي ویبپاڼو چلوونکو ته شکایت وکړ هغوی دالیکنه  سمه کړه اوس  ددې په لټه کې دي

چې دا دلستوڼي مار پیدا کړي  په دې اړوند زموږ ملګري خورا په  غوسه   شوي  او له  همدې کبله  نن یوه بېړنۍ

غونډه لروچې مکمل خبر به یې وروسته  خپور شي زموږ خبرتیا په لاندې ډول وه: .

                   په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې خبرتیا

 

دجرمني  په  مونشن  ښارکې دکولتوري  ټولنولوی مرکز ( Eine Welt Haus) خپله لسمه کلیزه  لمانځي  زموږ

کولتوري   ټولنه  له افغاني کولتوري  ټولنو څخه یوازینۍ کولتوري ټولنه  ده چې  دنوموړي کولتوري لوی مرکز

دغړیتوب  ویاړ لري ځکه خودې لمانځنې ته وربلل شوي یو، له  همدې کبله موږ دخپلې کولتوري ټولنې  ټولو په تېره

بیاهغودرنوغړو ته خبر او بلنه ورکووکوم  چې  په کار اوغریبي  پسې  د بایرن  له  آیالت  څخه  نورولرې  پرتو

سیمولکه  فرانکفورت، همبورګ او نوروځایونو ته  تللي دي .

دیادې لسیزې  لمانځنه په ۲۳ـ۰۶ـ۲۰۱۰زېږدیزکال  ترسره کیږي  په دې ورځ  له ټولوبهرنیو کولتوري  ټولنوڅخه  صرف 

محدود شمېر کسان  رابلل  شوي خو دکولتوري  ټولنو د لوی مرکز ( Eine Welt Haus) دلسمې کلیزي  جشني مېله  

د۲۰۱۰ زېږدیز کال دجولای په دریمه نېټه  ترسره کیږي موږ خپل ګڼ شمېر ملګري  دجولای   دریمې نېټې  ته رابولو

دامېله  به له  تالار څخه  بهر په  آزاده  فضأ کې  وي  د رباب  او کباب بند او بس هم  شوی دی  ځکه له خپلو  ټولو

ملګرو څخه  هیله کوو چې مخکې  له  مخکې  موږ  ته  له خپل  راتګ  څخه  ډاډ راکړي  ترڅو داړتیا په اندازه

خوراکي توکي ورته برابر شي .

 

دتیلیفون شمېره : ۰۱۷۳۴۷۰۸۳۸۸

ایمیل پته : a.c.besmel@hotmail.de

 

یادونـــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :

 

دجشني مېلې نېټه دجولای اومه  نه بلکې دجولای دریمه  ده خوپه ځینوویبپاڼوکې  دانېټه لا نه ده  اصلاح  شوې .

 

                                         دبایرن مېشتو افغانانوکولتوري ټولنـــــــه