سپینی ا و ښکی
د شهید غوندې په سر و وینو کی رنګ یم
د یتیم په شاني هر وخت کی ژ ړ یږم
د زخمي غوندي له د رده نا قرار یم
لکه بو ره مو ر په هرسا عت ځو ریږم
لکه پلار چی د خپل زوی تا بوت اوچت کا
ستا د غم دلاسه هر وختې ر پیږم
خدایه څه خاطرې را غلې زما ژوند کي
چي هر ځل ور ته نظر کړم خفه کیږم
خوشالی په جها ن نشته واړه غم دى
ز ه به کله له دنیا نه ر و ا نیږ م
زه به څه ا رما ن له پا که ر به وکړم
چی خپل سر می ده دلبر خواته ور لیږم
سپینی اوښکی د فراق می په مخ راشي
چی له ګران افغانستانه روانیږم
24.05.2010
- Hala
کور که مې خپل نه بولي ميلمه راځه لږ خو زما هم منه او ځه راځه لږ لا نن زموږ کره نور پاته شه لږ لا نن زما هم ومنه راځه اوس چې مې بابا درته درکړې يم نور مو و کوڅو ته ښه ډاډه راځه لږ دې د بيمار پوښتنه ډيره کړه حال ته مسيحا هره جمعه راځه ستا د پښو پلونه چې پر تللي وي هغه خاورې زه به کړم خورده راځه مينه او انتظار مو پرتله کړه ته زما...
28.05.2010
- Hala
یو د پردیو دار ته وګورمه بل د لستوڼي مار ته وګورمه
د لونګین پر ځای ټالونه وهي ستا د لاسونو هار ته وګورمه
پښتونه خپل څیري پلو وګورم که ستا پګړۍ تارتار ته وګورمه
مینو خپله وسه وکړه اوس به د کبرج...