یاران یی ډیر خطایستلی د مچانو په شان
د رقیب خوی جالئ د غڼی له نیژدی نه اشنا
سهار ماښام درومم پر لورې دې په شور او تیزۍ
ته څه خبر به یې له دې تږې ویالې نه اشنا
نوک او اورۍ یو زه او ته، رقیب د خیري په شان
خدای دې يې وتوږي زموږه له قصې نه، اشنا
دی د بل چا په شان نه، که نشته څوک لکه دی
دواړو حالاتو کې جلا له زمانې نه اشنا
که زیری راشي چې ته زما شوې، زه له نیمې لارې
لپاره ستا به راستنه شم له کعبې نه اشنا