قافله يې تللې مخ مې پر بل لور دی
 خو پر زړه باندې مې اوس هم هغه خپور دی

طوفانونه زلزلې مې له زړه تاو دي
 بيزار نه شي ياره داسې ځای دې کور دی
 

هره خواته يې ولاړ چې زه دې وينم
که پر کسو مې جوړ شوی ستا انځور دی

 سر چې ورکړم پر پښتو، په پښتو ليکئ
پښتنه دلته پرته ده دا يې ګور دی

که يې سر وايم که پای يوه خبره
 راته اور مې دی وطن، وطن مې اور دی

 زه د هجر د خوارۍ وم څه خبره
 ملالۍ غم ته مې غم د زړه ټکور دی

-