د يو خوږ غزل په ځواب کې

منمه

نه د غماز نه د اغيار منمه

زه دې په مينه کې اقرار منمه

 

ستا تړمو اوښکو اوسلګو نه لوګی

نور دې خبره په هر بار منمه

 

ته مې د هيلو ، ارمانو سبا يې

زه دې د مينې انتظار منمه

 

د هجر شپې په شوګيرو تيريږي

تل محنتونه  د اغيار منمه

 

خدای به رڼا کړي دا تياره وختونه

په محبت کې دې اتبار منمه

 

وعدې دې ټولې په پلمو تيریږي

هم دې وعدې هم دې انکار منمه

 

افغاني نشته بې زحمته راحت

ځکه يې مينه کې اسرار منمه

-------------------------------

سميع الدين افغاني

٣ - ٦ - ٢٠١٣

 م٠ کال