درې سوه جدیدي فقهي مسئلې

مسئله نمبر5

مفتي محمدعثمان ارکاني 

ژباړن : محمدشفیق رحماني

دخپلي ګټي لپاره خپل ځان ته دکافرویلویالیکلوحکم

پوښتنه : دروژې مبارکي په میاشتي کي ځیني خلګ چي روژه په پټه خوري که یووخت یې پولیس ونیسي نودسزاڅخه بچ کېدولپاره وایي چي زه مسلمان نه یم بلکه هندیاعیسوي یم  تردغه اقرار وروسته یې پولیس پریږدي ددې علاوه په بانک کي دیوه سړي پیسې سته کله چي دحکومت له لوري بانک ددغه پیسوڅخه زکات باسي نودغه سړی یوازي دزکات دپیسودبچ کولولپاره بانک ته لیکي ورکړي چي زه مسلمان نه یم کله چي یو مسلمان ولیکي یاپه ژبه ووایي چي زه مسلمان نه یم نودهغه دایمان څه حیثیت دی؟

ځواب  : هیڅ مسلمان ته په هیڅ صورت مناسبه نه ده چي دروژې مبارکي فرض روژې نه ونیسي تردې زیاته لا داچي ددنیوي سزا څخه بچ کېدولپاره دخپل ځان دکافرېدو اقراروکړي یادزکات څخه بچ کېدو لپاره داسي ووایي چي زه مسلمان نه یم په دې سره سړی ددین څخه وزي مسلمان  نه پاتیږي داسي خلګوته دخپل ایمان اونکاح تجدیدکول په کاردی اودبیالپاره دداسي بدکارڅخه توبه کول په کارده