درې سوه جدیدي فقهي مسئلې

مسئله نمبر4

  مفتي محمدعثمان ارکاني 

ژباړن : محمدشفیق رحماني

دغیرالله نذر(دروږ)

پوښتنه : دبزرګانوپرزیارتوچي کوم نذراونیازورکول کیږي همداډول دبزرګانو دخوشحاله کولولپاره ددغه بزرګانوپه نامه چي کومي بزې،چرګان اوداسي نورحلالیږي ددې خوړل روادی که نه ؟

ځواب : کوم خلګ چي دبزرګانودنامه نذر مني اوزیارتوته یې استوي هغه سخت ګناهکاره دي اوداسي نذرحرام دی ددې خوړل ناروادی هغه بزې چرګان اوداسي نورحیوانان چي دبزرګانوپه نامه حلالوي هغه مردار دي که دنذر منلوپه وخت کي یې دبزرګانودنامه نذرومنی (متلاً که زمافلانی کاروسونو یوه بزه دفلاني بابا په نامه حلالوم ) وروسته یې په بسم الله ویلوسره ذبح کړبیاهم دغه ځناورحرام دی

دالاکلیل په دویم ټوک مخ ۸۶ باندي دشاه عبدالعزیز رحمة الله علیه تفسیرفتح العزیزڅخه نقل دي چي : دزیاتره عواموله لوري چي دمړوپه خاطرکوم نذر ورکول کیږي اودبزرګانوپه زیارتوچي کوم شمعان ، خوشبویي  اوپیسې ورکول کیږي چي مقصد ددغه بزرګانوخوشحاله کول اوددوی تقرب حاصلول وي دادټولوامامانوپه نزد حرام اوباطل دی

په طحطاوي کي ددې دحرام اوناروا کېدوڅووجهي لیکل سوي  دي یوه وجه خو داده چي دمخلوق لپاره نذرمنل دی حالانکه نذریو عبادت دی چي دخالق سره مخصوص دی بل داچي دکوم چالپاره یې نذرمنلی دی هغه مړدی نوبیاهغه څنګه دیوه شي خاوندګرځېدلای سي دریم داچي ددغه مړي سره داعتقادهم ساتل کیږي چي دی په عالم (کاینات) کي تصرف کوي (یعني دتغییراوبدلون واک لري ) اوداعقیده خوکفرده