درديدلی زړه

 

درواری شم ښکلی ځـــوانه

ای غمجن زړګــــی افغانــــه

تړمــــې اوښکې نــــا امــيده

د ظالــــم ښکــــاري د صیده

چې ناتار يې ستا په کور کړ

چې شهيد يې درته ورور کړ

ستا په کور يې جوړ ماتم کړ

ستا دا خوږ زړګی يې غم کړ

ته نا هيلې د هر خوا شوې

چــــې دخپلو نــه جدا شوې

پدې جــــرم چـــې افغان يې

تــــه په صدق مسلمان يې

درواری ستا لــــه کتو شم

ستا د زړه ستا له غمو شم

ستا کهول په خوب بيده وه

پــــه اميد د ژونــــدانه وه

چــــې نــــا څاپه ظالمانــــو

دې وحشي دون صفتانــــو

ستا خواخوږي يې تباه کړل

ټول يې مړه په سپين سبا کړل

د خــــواخوږو په غم ژاړې

نا اميد اوس د هــــر چا يې

زه پو هيږمــــه خبر يــــم

زه هم تــــا غوندې ابتر يم

ټول ولس درتــــه خفه دی

ستا د وير په انديښنه دی

نن جهان پـــدې ماتم ستا

دی شريک پداسې غم ستا

تاته صبر خدای نصيب کړه

جنتي دې ټـــول قريب کړه

دا بـــې وسې افغانـــان دي

دوئ سپيڅلي شهيدان دي

کوم ساعت چې دې وحشيانو

ستا پــــه مخ کې اجنبيانو

ستا ماشوم معصوم خواخوږي

کوم چې سولې ته وه تږي

ډير بيرحمه شهيدان کړل

قتل عام مې ستا خپلوان کړل

 دوئ پــــه تمه د ژوندن وه

پــــه امـــيد دسبــــاوون وه

دوئ ويل سوله به بيا راشی

دا تيارې بــــه نور رڼا شي

چې موږ ټول به دا وطن بيا

سره جوړ کړو دا ګلشن بيا

چې يو موټی ټول افغان شي

 ټول د سولې ارمغــــان شي

 اوس هغه نــــاتـــار او ظلم

ستا څيره کـــې زه يې وينم

ستا په زړه کې دي غمونه

ها وحشی وحشي وختونــــه

اوس هم ستا د ذهن څانګې

د ظلمت ها تورې وړانګې

ژړوی دی زوروی دې

په سور اور کې کړوي دې

هغه دم چــــې دې وحشيانو

ستا په کــــور دا ظالمانــــو

لکه غــــلو داړه مــــارانو

دې وحشي سړي خورانو

ستايې کور ستي وتي کړ

څوک شهيد څوک يې زخمي کړ

 دوئ بيرحمه دي وحشيان دي

د وئ بې رحمه ، ظالمان دي

د ظــــالم نــــه د ښو تمه

پکار نــــده بــــې لــــه غمه

زمــــا واوره ای بــــاتــــوره

اوښکې پاکې کـــړه مجبوره

 پـــه نـــامرده ظـــالمانـــو

د قـــدرت دې لـــيونيانـــو

بس کـــه نن وي که سباده

د ظـــلمت دنـــيا تبـــاه ده

متکي پـــه خپل ايمان شه

ته قـــوت شه تـــه زمان شه

د ځـــواني قـــوت دې واړه

پـــه مقـــصد ددې لـــپاره

چې يو موټی ټول افغان کړې

خلاص وحشت نه دا انسان کړې

نن پـــه تا سبا پـــه بل دي

چې په خوب ویده غافل دي

چې يو موټی افغانان شي

ورک لستوڼي نه ماران شي

 بيابـــه هـــله شـــي بنياد بيا

ورورولـــۍ او اتـــحاد بيا

 د دښمن سره پـــه جنګ شي

بيا دښمن به ترې په څنګ شي

دا چـــې نن پـــه تا تـــيريږي

سبا بـــل هـــمداسې کـــيږي

صرف په پوهې ، شهامت بيا

شو به خلاص لدې ظلمت بيا

-------------------------

سميع الدين افغاني

م٠ کال ١٥  - ٣  -٢٠١٢